د ايران د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې پرون يې په تهران کې د افغانستان سفير عبيدالله عبيد احضار کړاو په کابل کې د ايران سفارت مخې ته د لاريونونو په اړه يې سخت احتجاج ليک وروسپاره. د بهرنيو چارو وزارت له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ايران سفارت پر وړاندې د لاريون سمبالوونکي دې ونيسي او جزا دې ورکړي. د ايران د بهرنيو چارو وزارت په وينا ، افغان سفير دوی ته ډاډ ورکړی چې لازم اقدامات به ترسره کړي.
د يادونې وړ ده چې د ايراني سړکونو پر سر د افغان وژنې او د افغاني ټانکرونو د بندولو په غبرګون کې زموږ له اړخه په خپله ولسمشر د ايران له سفير سره ګوري او ظاهراً د ايران د مرستو مننه کوي ، خو ايرانيان د افغانانو د سوله ييزو لاريونو په وړاندې افغان سفير احضاروي او د افغانانو د نيولو غوښتنه ترې کوي او د نه اقدام په حالت کې د لازياتو فشارونو ګواښ کوي.
وروستي