د جلال اباد – تورخم پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله 12 تنه مړه شول

پرون د جلال اباد تورخم پر لويه لار د يوې ترافيکې پېیښې له امله 12 تنه مړه شوي او يو تن هم ټپي شوی دی. په دغه پېښه کې چې د جلال اباد په ختان سيمه کې د يوه باروړونکي او يوه مسافر وړونکي موټر ترمنځ رامنځته شوه، درې ماشومان او دوې مېرمنې وژل شوي دي. د روان کال په تېرو لسو مياشتو کې تر اوسه شاوخوا دوه نيم سوه کسان پر دغه لار د ترافيکي پېښو له امله مړه شوي دي ، چې لامل يې د لارې خرابوالی اوترافيکي قوانينو نه رعايتول دي.