د ټولنې د مختلیفو اقشارو او طبقو په منځ کې مختلېف ډوله لکه سیاسي، ټوله نیز، اخلاقي، اداري او عقیدوي فساد ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو دی او زیاتیږي، په تولنیز او انفرادي ژوند کې د مختلیفو اقشارو او طبقو تر منځ اړیکې د بلا ستونزو ډکې دي لکه امر له مدون سره ، مدون له امر سره، اوستاد له محصل سره، محصل له اوستاد سره، وکیل له مؤکیل سره او مؤکیل له وکیل سره ، مشر له کشر او کشر له مشر سره، امام له مقتدي او مقتدي له امام سره لاس او ګریوان دی، یو او بل تېر باسي د هر چا چې هر څومره لاس رسیږي سرپه نه کوي، ټولې اړیکې د بلا ستونزو پراساس ولاړې دي، ټولنه مو د تباهۍ او بربادۍ خواته په ګړندیو ګامونو روانه ده او ددې ترڅنګ په هر قشر او طبقه کې ډېر سپېڅلي، هېوادپرسته، باوجدانه خلک او مسؤلین هم شته خو! د حداقل پر ګرېټ ولاړ دي چې د دټولنې د ستونزو پر وړاندې د مقاومت جوګه نه دي ، د بېلګې په توګه زموږ د ټولنې د څو مختلېفو اړخونو یوه یوه بېلګه یادوم
مثلا
(۱)دیهکان یا بزګر: کوشش کوي چې خپلې ځمکې او فصل ته اوبه ورکړي، ولؤ که په پرادي نوبت کې هم وي، همدا ډول کوشش کوي چې د خپلې ځمکې د خط فاصل او یاهم د برید تیږه، اګر که یوه لوېشت هم وي مقابل طرف ځمکې ته یې ور اړه وي.
(۲) ټکسيوان: کوشش کوي چې د ۲۰۰ روپیو پرځای حداقل ۳۰۰ درنه واخلي.
(۳) کراچيوان: کوشش کوي چې د ۲۰ روپیو پرځای حداقل ۳۰ درنه واخلي.
(۴)دوکاندار: کوشش کوي چې په خپلو مشتریانو د 100 روپیو جنس په 200 روپۍ وپلوري.
(۵) قصاب: کوشش کوي چې په غوښه کې په خپل مشتري خرابې ټوټې او یاهم بې کاره هډوکي خرڅ کړي.
(۶) د سبزۍ او مېوې دوکاندران: دویې هم کوشش کوي چې په خپلو مشتریانو خرابې او داغدارې سبزۍ او میوې خرڅې کړي.
(۷) ډاکټران: کوشش کوي چې خپلو مفادو ته په پام سره ، بې کېفیته، تاریخ تېره دوأ چې په مضره موادو بدلیږي ، په مریضانو وپلوري، او یاهم کوشش کوي چې د خپل مسلک خلاف ناروغان تداوي کړي او همدا ډول ډېرای ډاکټرانو د رسالت او مسؤلیت سره سره د دویې د بې پروایۍ ، تمبلۍ او ناپوهۍ له وجې ډېرو انسانانو ژوند له لاسه ورکړ او لاهم جریان لري.
(۸) ملکان صاحبان (قومي مشران): کوشش کوي چې د قومونو، خېلونو او جانیبېنو تر منځ د حقوقي او جزایي مسأېلو اړوند جنجالونه اوږده او لاهم پېچلي کړي تر څو خپل غېر مشروع مفاد ترلاسه او خپلې ناوړه ګټې وساتي.
(۹) ملایان صاحبان: کله چې په ممبر وخیژي کوشش کوي چې د خپل سر او مال د خطر له امله او د خپلو شخصي ګټو د ترلاسه کولو او ساتلو په موخه ډېرای اړین حقاېق او مسأېل پټ کړي ولؤ که ټولنه د تباهۍ، فجیعې او بربادۍ خواته هم روانه وي.
(۱۰) حکومتي امرین او مامورین: په شکل د اشکالو کوشش کوي چې د خپل قانوني مسؤلیت سره سره، بیاهم په اجرأتو کې تخاطي او تقلب وکړي، د مراجعینو او متهمینو څخه خپل غېر مشروع غوښتنې پوره او خپل مفاد وساتي ، او یاهم په خپلو اجرأتو کې ناغیړي وکړي، او یاهم د خپلې ادارې اړوند وسأېلو، امکاناتو او موقف څخه غېر مشروع استفاده وکړي.
(۱۱) سیاسي مشران: که هېواد اوبه وړي، که باد او باران وي، که ملت او عام خلک په وینو کې لمبیږي، که ژوندي په ځمکه کې خاښیږي، که په ټولنه کې قوانین او عدالت نقض کیږي، که عامه نظم او امنیت احلالیږي پروا نه کوي خو چې د دویې اولادونه او اقرېب راحت وي او قدرت یې په لاس کې وي صرف د دویې د فامیلونو دپاره ټول تسهولات او پرستونه موجود وي او بس! د خپل ولس سره اکثرا کوشش کوي چې په فرېب، چل، دروغو او دوکه وخت تېرکړي، صرف د خپلو اختیاجاتو د پوره کولو په موخه د خپل ولس څخه استفاده وکړي او بس!
(۱۲)همدا ډول عوام خلک: عوام هم هر څوک د خپلو مفادو او غوښتنو د تر لاسه کولو او ساتلو په موخه ورور د ورور سره، زوی د پلار سره، پلار د زوی سره، ښځه له مېړه سره او مېړه له ښځې سره په جنجال او دروغو وخت تېروي ترڅو خپلې خواښۍ او مفاد وساتي، که مشروع وي او که غېر مشرو وي خو خپلې غوښتنې باید پوره کړي. بنأ ملګرو! کله که په ټولنه کې دا وقعیت راسره منئ چې په ټولو اقشارو کې حد اکثر کټ مټ همداسې حالت جریان لري او د دې ترڅنګ دا هم راسره منئ چې ټولنه دقوانینو، قواعدو او مقرراتو د حاکمیت پرته د ځنګل حېثیت خپلوي، چې هېڅ ډول پرمختګ، د سولې او امنیت استقرار ناممکن دی، نو! په داسې حال کې د خلکو پر وړاندې حکومت ته څه کول پکار دي؟ وجاېب او مسؤلیتونه یې څه دي؟ او د حکومت پر وړاندې خلکو ته څه کول پکار دي؟ وجأېب، حقوق او مسؤلیتونه یې څه دي؟؟؟ ، اوږدمهال، لنډمهال او منځمهالې حل لارې، چارې څه دي چې خپله ټولنه په بشپړ ډول په ډېر صرعت سره له دغو حلاتو او خطراتو راوباسو ترڅو یوه منظمه، غښتلي، سالمه او پرمختللي ټولنه ولرو؟؟؟
وروستي