کندز کې د املوکو سږني حاصلات نږدې ۱۰۰ ټنو ته رسېدلې

روهي (څلور نۍ/۱ د سلواغې)، د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د نورو ارزښت لرونکو مېوو ترڅنګ د املوکو بڼونه هم کال تر بلې په پراخېدو دي، چې حاصلات یې هم ورسره کال تر بلې زیاتېږي.

د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالهادي قرلق وايي، چې د کندز د ولایت په کچه څه باندې۳۰۰ جریبه د املوکو بڼونه شتون لري، چې د املوکو سږني حاصلات یې ۹۹ ټنو ته ورسېد.

قرلق وویل، چې د کندز په ټولو ولسوالیو کې د املوکو بڼونه شتون لري، خو ددې ولایت د مرکز په ګډون د امام صاحب، دشت ارچي، قلعه ذال، کلباد او چهار درې ولسوالیو کې د املوکو بڼونه ډېر دي.

کندز کې دوه ډوله املوک کېږي او په دې ولایت کې یې ښه پایله ورکړې ده.