د خیالونو او خیالاتو ژوند

دا چې ژوند مو د امیدونو لړۍ، د هیلو کاروان، د ارزښتونو ټولۍ او د خیالاتو و سوچونه ټولګی ده؛ له خیال،هوس او د هر څه "ښو" درلودلو سیوا بل څه نده! 

ژوند ته د هیلو جوړول(د هدف ټاکل) د خیالونو/خیال پلو له سوچونو بغیر شونې نده، خیال ده چې هیلو او امیدونو ته منشاء (سرچینه) جوړيږي. 

خیالي نړۍ دې یوې موقتې (د څو شیبو نړۍ) هم نومولی شو. تر ډیره خیال پلو په اوزګارۍ،بې کارۍ او د کار یا مسولیت نلرلو په وقت کې وهل کیږي؛دا چې زه به داسې میلیونر شم،ډاکتر به شم،انجنیر به شم،ښه ژوند به لرم،دوبۍ،امریکې... نورو کې په مزو و چړچو بوخت یم/اوسم. 

خیالي نړۍ یوه داسې نړۍ چې ممکن د یوه خیال او هوس درلودونکي به شو/شم. 
دا چې کیږو که نه؟ ټول موږ یا شخص ته تړلې ده. 

ددغې نړۍ د خوبونو ریښتیا کیدل دغو لاندنیو ټکو ته تړلی ده:
١- ځانګړی هدف/موخه ولرو. 
٢-د خپلو اهدافو/موخو لپاره کار وکړو. 
٣- ځانګړی مالي او معنوي ځواک ولرو. 
٤- له ټولو شونو لارو کوم چې موخو ته مو د رسیدو په لار پرتې دي؛ ځینې سمه استفاده وکوو. 
٥- ناشوني خنډونه تر ډیره نسبتاً شوني کړو. 

نو د ژوند د لا ښه کیدو لپاره اړینه ده تر څو خپلو موخو ته د رسیدو په خاطر له هر ډول ګامونو دریغ ونکړو او خپلو اهدافو او موخو ته د رسیدو لپاره په کلک هوډ مخته ولاړ شو، تر څو پوړیو ته د رسیدو په درشل کې خپلو لرونکو موخو ته نزدیکت تر لاسه کړو.