ټرمپ وايي، د خپلې واکمنۍ يو مهم کار مې دا وو چې

 روهي (څلورنۍ/۱ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ترمپ د خپل حکومت د پای په شيبو کې د مخه ښې پيغام خپور کړ او ويلي دي چې ده داسې چارې کړي چې په تېرو دوه لسيزو کې د امريکا کوم بل ولسمشر نه وې کړې. 

ټرمپ په يو وېډيويي پيغام کې ويلي دي چې په دا تېرو شلو کالونو کې دی وو، چې نړۍ کې يې کومه نوې جګړه پيل نه کړه بلکې ځيني جګړې يې پای ته ورسولې. 

ډونالډ ټرمپ ويلي دي، چې ده ډېرې سختې دندې تر سره کړې، د سولې تړونونه يې وکړل او د امريکا لپاره يې داسې ځان ستړی کړی چې کوم بل ولسمشر به نه وي کړی. 

ټرمپ د خپل پيغام په يوې برخې کې دا هم ويلي دي چې د نوموړي د حکومت په موده کې امريکايي پوځيان واتوانېدل چې د نړۍ مهم ترهګر، ایرانی قصاب قاسم سلیماني  ووژني.