خوست : د کرنې مدير وژل شوی او بل ځای غله نيول شوي

 نامعلومو وسله والو د خوست د ولايت د كرنې رياست يوتن مديرد ټوپك په ګوليو وژلى دى، تراوسه د دې پېښې په تور څوك نه دي نيول شوي.
 بل پلو په خوست كې پوليسو دوه داسې كسان نيولي چې له خوست ښارنه يې موټرتښتول، اود يول بل خبرله مخې د خوست څلورتنه اوسيدونكي چې په بګرام زندان كې له بهرنيوځواكونو سره بنديان وو، راخوشي شول، په دغو كسانوكې داسې كسان هم و چې نږدې پېنځه كاله بنديې تېركړى و.
كه څه هم په دې ورستيوكې د خوست امنيتي حالات مخ په ښه كيدو دي، خو بياهم له خلكو او په ځانګړي ډول له هغوكسانوسره چې په دولت كې دندې لري، دا ويره وي چې څوك به يې د لارو په اوږدوكې وتښتوي او يابه يې ووژني، د جمعې په ورځ ناوخته د خوست د كرنې رياست يوتن مديرچې عليشېرو ولسوالۍ كې خپل كورته تللى وو، د نامعلوموكسانولخوا د ټوپك په ډزو سره ووژل شو، د سيمې خلك وايي چې نوموړى د كور او ښارګوټي ترمنځ  په لاره كې د مخ پټوكسانولخوا وويشتل شو اوموټريې هم ترې بوتلو.
د خوست امنيې قوماندان جنرال عبدالحكيم اسحاقزي هم د كرنې رياست د نوموړي مدير وژل كيدل تايدكړل او وايي چې د عاملينوپه نيولوپيسې يې پلټنې پيل كړي خو څوك يې نه دي نيولي.
 بل پلود خوست امنيتي پوليسو په مندوزيو ولسوالۍ كې دوه داسې كسان له يوه موټر سره يوځاى نيولي چې له خوست ښارنه يې ورسره موټر تښتولى و، قوموماندان نيول شوي كسان خطرناك بولي او زياتوي چې په ډېرو تښتونوكې يې لاس درلود.
اود يول بل خبرله مخې د خوست څلورتنه اوسيدونكي چې بهرنيوځواكوانوپه بېلابېلوځايونواو جلاجلا عملياتوكې نيولي وو، د بګرام له زندان څخه خوشي شول، په دغو كسانوكې يوه يې څه كم پېنځه كاله په بندكې تيركړي وو.