سږ کال د کندهار له باغونو ۲۰۰ زره ټنه انار تر لاسه شوي

روهي ( درې نۍ / ۳۰ د مرغومي)، روان کال د کندهار له باغونو شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه انار تر لاسه شوي، چې د اته میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۵ زره ټنه یې بهر ته صادر شوي دي.
 
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا ‎وایي، روان کال که څه هم د انارو حاصلات ډېر وو، خو د طبیعي افاتو له امله یې ډېره برخه چاودېدلي وو.
 
د کندهار خواږه او د اوبو ډک انار د اروپا ځینو ښارونو ته هم رسیږي.
 
کندهار کې ځايي خلک وايي سږ کال یې نرخونه کم دي او ورته خوشحاله دي.
 
 خو ځايي دوکانداران او د کندهار باغوانان بیا وايي کمو نرخونو سږ کال تاواني کړي.
 
بینا وايي، له دې جملې د ۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۵ زره ټنه انار بهر ته صادر شول چې ډېره برخه یې پاکستان او هندوستان او لږه برخه یې متحده عربي اماراتو او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته تللي دي.