د ۲۰۲۱ م کال د چیلینچونو ډک که د ستونزو حل؟

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې بدلون راتلو لپاره مختلف راپورونه او وړاندوینې شوي چې د دې وړاندوینو زاویې مختلفې دي، نړۍ  ته راغلي یا راتلونکي بدلوونکي تحرکات د مختلفو راپورونو له لاري نړیوالو ته رسیږي چې د ستونزو او ناخوالو ، ګټو ، اسانیتاو او فرصتونو څخه د څېړونو ، مطالعاتو او راپورونو په اساس باندې نړیوال خبريږي خو پدې کې بریالي د هغه ملت خلک دي چې د دې ډول وړاندوینو ، څیړنو ، مطالعاتو راپورونو څخه په وخت ګټه اخلي او په شته پاليسيو کې ورته ارزښت ورکول کیږي که چېرته چیلینجونه راځي بیا جدي پاملرنه او د ستونزو حل په لټه کې وي او که چیرته احتمالي ستونزو سره د مخ کیدو وړاندوینه شوې وي نو بیا د وخت سره سم حل و فصل او د لټون بدیل ورته پيدا کوي، خو دا هر څه هغه وخت شوني دي چې یو هېواد مجهز څیړنیز، مطالعاتو مرکزونه ، اداري او انسټېټیوټونه ولري همدارنګه د زدکړو په پوهنتونونو مختلفو برخو کې څیړنیز او د مطالعاتو فعال مرکزونه ولري اما که چیرته افغانستان ته نظر وکړو بیا افغانستان پدې ډېرو برخو کې یتیم دی او تر اوسه پورې پدې برخه کې چې څنګه ضروري ده هغسي ورته د حکومت له لوري پاملرنه نده شوې حکومت باید پدې برخه ډېره پانګونه په څیړنیز او مطالعاتي مراکزو باندې وکړي او د نړیوال سټنډرډ معیار سره سم باید تدریسي انډول  برابر شي او دغه اړتیا ته باید ډېرې هلې ځلې او د دې اړتیا پوره کولو ته ډېر کوښښونه ترسره شي الحمدالله افغانستان د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې مخکښ ، باتجربه څیړونکي او استادان لري چي بايد د دوي څخه د هېواد په ګټه ګټه واخیستل شي.
 
پدې ننني وخت کې چې نړۍ یې ډېره وځپله او په مختلفو برخو کې يې د روغتیایي ، اقتصادي ، ټولنیزو ستونزو او غوربت سره مخ کړه د کرونا (کوویډ۱۹) مرض دی، چې د ۲۰۱۹م کال کې د ډیسمبر په ۲۹م د چین واهان روغتیایې مرکز له لوري راپور ورکړل شو او د ۲۰۲۰م کال په لومړي میاشت کې د نړیوال روغتیایي سازمان ورته بیړني تدابیر اعلان کړل البته د ډېرو هېوادونو بیړنيو ترتیباتو نه نیول د دې لامل شول چې نوموړی مرض پراختیا ومومي او تر نن ورځ پورې دوام لري خو د ۲۰۲۱ م کال راتګ سره ښه خبر دا دی چې د دې مرض  تداوي لپاره واکسین جوړیدل او مختلفو هېوادونو ته يې رسیدل دي متاسفانه چې غریب هېوادونه به اوس د دوی په تمه منتظر وي چې کله به ورته واکسین رسیږي؟ او همدرنګه د دغه مرض خپریدا له امله د نړۍ سیاسي ، اقتصادي ، سوداګريزې اړیکې ودریدلې ، او اکثریت هر ډول فعالیتونه په نړۍ کې د خنډ او ځنډ سره مخ کړل چې د راپورونو په اساس دا اوس د افغانستان په شمول پنځه پنځوس(۵۵) هېوادونه بشري او غذايي مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري او د نړیوال کار سازمان راپور په اساس په دغه کال کې تقریبا لس عشاریه څلور(۱۰,۴)فیصده د بیکارۍ کچه لوړه شوي ده او هم یې تقریبا د دوه بېلیون(۲۰۰۰۰۰۰۰) خلکو غیر رسمي اقتصادي فعالیتونو ته  ضربه رسولې ، پدې کې دوهمه او دریمه درجه هېوادونو نسبت اولې درجې ته په هره کچه کې ډېر او پراخ زیانونه ولیدل چې د دې ستونزو او زیانونو جبران لپاره په مرستو اخیستو بدل شول او بیا دا ډول ننګونې بعضو ډېرو هېوادونو ته په تجربې اخیستو هم تمام شول چې په راتلونکي کې دې ډول ننګونو ته په پوره ډول چمتوالی ولري.
 
اما د ۲۰۲۱م کال په پیلېدو واکسین جوړیدل او د اقتصادي فعالیتونو بیرته متحرک کیدو خبر ورکړل شو د نړیوال روغتیایي سازمان ویلي چې د کرونا مرض ضد واکسین باید برابر تقسیم شي او د نړئ ګوډ ګوډ ته په رسولو پالیسۍ یې ټینګار کړی او همدارنګه یې جدي غوښتنه کړې چې د واکسین تولید کوونکي هېوادونه باید د واکسینو په ویش باندې سیاست ونه وکړي، په بشري مرستو کې سره اتفاق او یو د بل ملاتړ ولري.
 
لومړۍ: اقتصادي فعالیتونه!
د کرونا وبا خپرېدو د  مخنیوي لپاره د نړۍ ټولو هېوادونو لخوا په هر ډول فعالیتونو باندې  بنديز ولګېدو چې د دې بندیز له امله اقتصاد ته لویه ضربه ورسیده او د دغه ډول بحران جبران کول او بیرته عادي حالاتو ته  راوستل به ډېر وخت ونیسي او لا هم په بعضې هېوادونو کې  بندیزونه  دوام لري چې ضعیفه سوداګري، پانګونې کمیدل ، د تولیداتو کمښت، پرمñ سخت زیان ولید هیره د نه وي چې د دې وبا له لاسه د تیلو صادروونکي  هېوادونه د ځانګړي زیان سره مخ شول چې د وبا له امله یې هیڅ د اخیستلو تقاضا نه وه او  قیمت یې په بې ساري ډول راولوید چې دا ډول ناڅرګند او منفي خطرات وو چې پرمختللي هېوادوکړي او د پراخو مالي بحرانونو مخنیوی وکړي که څه  هم د اوس لپاره نړیوال اقتصادي فعالیتونه یو څه متحرک شوي چې د راپورونو په  اساس تر اوسه پورې یې تقریبا دوه اعشاریه دوه (۲,۲) فیصده د پرمختګ راپور ورکړل شوی چې ممکن دا ډول راپورونه خوشبین وي او که چېرته د کرونا وبا دوام پیدا کړي شاید محدودیتونه رامنځته شي چې پدې محدودیتونو کې به دوهمې او دریمې درجې هېوادونو اقتصاد نور هم وځپل شي او لویو بحرانونو سره به مخ شي او یا ممکن د ځوړ اقتصاد پرمخ بیولو او مالي بحران مخنیوي  لپاره ډېر پورونه واخیستل شي چې دا هم د ځان سره يو څه  عواقب لري چې دې ډول اقتصادي بحران مخنیوي او پرمخ بیولو باندې به د نړۍ مهمو هېوادونو له لوري په ګړندي او چټک  اقدام تاکید وشي او یو بل سره به د همکاریو او مرستو پالیسۍ درلودلو باندې ډېر به ټینګار وشي او دا ډول ټینګار د لږ عوایدو لرلو هېوادونو اقتصاد پرمخ وړلو ته ګټه رسوي بل دا چې د محصول کچه راټیټه ، هر ډول خنډونو مخنیوی ، د لوړو تعرفو کمول ، کارموندنې او اقتصادي پرمختګ لپاره بشپړ ظرفیتونه رامنځته کول د دې باعث ګرځي چې دوهمې او اولي درجې هېوادونو ته به په ګټه تمام شي. همدارنګه د اکانومېسټ راپور وايي چې د [ډېجېټل نړۍ]  ته هم هڅې پېل شوي چې دا لړۍ به نړۍ په دوه برخو ووشي ، "یو چینایي واکمن او بل د امریکا تر مشرۍ لاندې" به ډیجیټل نفوذ ساحې تر خپلي اغیزې لاندې راوستو ته به کوښښ کیږي چې د دې اغیز څیړل بیا بېل بحث دی اما د اقتصادي بیارغونې له حيثه به  ۲۰۲۱م کال  د ټولو هېوادونو لپاره  د مشغولتیا ډک کال وي چې پېچلي خنډونه به هم ولري، دا ډول پیچلي خنډونه به د دوه اړخیزو ، څو اړخیزو همکاریو په مرسته حل وفصل ته اړتیا ولري پدې کال کې نور فرصتونه هم راتللی شي خو دا هغه وخت چې کله  نړیوال مشرتابه د لنډمهالو ستونزو په مهارول باندې تمرکز وکړي او د غیرمساویانه برخورد څخه لاس په سر شي په اقتصادي برخه کې په مرستو او همکاریو ټینګار وکړي.
 
 دوهم: سیاسي جغرافیې (جیو پولیټکل) ستونزې!
سیاسي جغرافیه چې لنډ مطلب د ملتونو ترمنځ سرحدي ساحو ، سرحد ته نږدې سیمو، سرچینو او سرحد پورې اړوندو دعوو او لانجو ته ویل کیږي اما دلته ورڅخه مطلب سیمه اېېزې ستراتیژیکې اړیکې دي  چې په نړیوال سیاست کې خورا  مهم ځای او ارزښت لري، په نولسمه پیړۍ کې دا ډول نظریې توسيه شوې البته مخکې يې شتون درلود خو ارزښت یې په همدې پیړۍ کې دودیز او شعوري  بڼه پیدا کړه که چیرته يې د  سیمه ایزو ستراتیژیکو اړیکو په توګه وڅیړو بیا سیاسي جغرافیې  ته په باندینو چارو پالیسيو کې مهم رغنده رول او لوړ ارزښت ورکول کیږي.
 
د نړۍ مختلفو ملتونو ترمنځ د سیاسي جغرافیې له امله خپل منځي جنګونه هم شوي چې د دې څیړل اوږد بحث ته اړتیا لري اما لنډ ډول یې څیړو چې په ۲۰۲۰م کال کې د سیاسي جغرافیې له  امله کومې ستونزې پیدا شوي او په دې کال کې حل ته یې څومره خوشبین کیدلی شو!؟
 
 د سیاسي جغرافیی کړکیچ له امله بعضې وخت لوی خنډونه او ستونزې ایجاد شوې چې دا ډول خنډونه د څو اړخیزو ودې خنډ سبب هم ګرځیدلی شي اما بیا بعضې وخت ګټې یې هم  درلودلي دي ، د سیاسي جغرافیې خنډونه په لنډ مهال ، اوږد مهال او په ستراتیژیکو اهدافو او ګټو هم تاثیرات لري چې ځیني وخت د دې ډول خنډونو څخه په نشنلیزم ، پاپولیزم او ملتپالنې کې هم اغیزمنه ګټه اخیستل شوي ده او همدارنګه يې په یو وخت کې دواړه خطرونه او فرصتونه وړاندې کړيدي ، سیاسي جغرافیې څخه  سیمه ایزو  زورواکو یا لوی قدرتونو د نړیوال قانون په انحصار کې  یو اړخیز سیاست تعقیب او ګټه يې ورڅخه اخيستي ده.
 
په ۲۰۲۰م کال کې د سیاسي جغرافیې ساحو او سیمو د چین او هند ترمنځ کړکیچ ،د چین او متحده ایالاتو تر منځ  د ستراتیژیکو اړیکو اندیښنې، د ترکیې سیاسي فعالیتونه ، د روسیې لاسوهنې، اذربایجان او ارمانیا .. او ورته نور مسائیل شته،  البته بعضې یې ډېر د سیمه ایز ستراتیژیک سیاست له اړخه ډېر اندیښمن نه دي بلکې نړیوال سیاست یا په سیمه کې یې اغیز شته چې د بلګې په توګه د پاکستان هندوستان کړکېچ ، د سعودي عربستان عراق تر منځ ناانډوالي ، دایران سعودی عربستان ترمنځ په سیمه کې نا سالم رقابتونه همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورینډ په لیکه باندې اختلافات ، دښمني او ناسالم رقابت او پدې وروستیو کې د ازربایجان او ارمانیا په پوله باندې جګړه چې نړیوال غبرګونونه  را وپارول البته د سولیز اوربند په خبرو باندې ټینګار غږونه راپورته شول خو ترکیې کوښښ کوي چې د ازربایجان په ګټه قدم واخلي همدارنګه ورته ډېر نور مسائیل هم شته چې په نړیوال سیاست اغیز کولی شي یا د نړیوالو توجه يې جلب کړې اما پدې مقاله کې هغو پدیدو ته اشاره کوو چې په نړیوال سیاست کې خورا  مهمې دي او نړیوالو پاملرنه ورته نسبت نورو مسائیلو څخه  ډېره او یو ډول اندیښنې یې پیدا کړي دي لومړۍ راځو د چین او هندوستان ترمنځ سرحدي کړکیچ ته چې په ۲۰۲۰م کال په وروستیو کې ې پراخ او نړیوال سیاست کې رغنده رول لري.
 
پدې وروستيو کې د چین او هند ترمنځ د لداح همالیه تقریبا  (۳۴۴۰) کیلو متر سرحدي پوله کې د دواړو هېوادونو له لوري پرمختیایي، زېربنایي، پوځي آډې ، لوړو څوکو ته د سرکونو جوړولو په سر کړکېچ رامنځته شوی چې د( ۱۹۶۲م) کال د جګړې څخه وروسته دا لومړی لوی کړکیچ دی چې (۲۰۲۰م)کال جون په میاشت کې اخ و ډب رامنځته شو چې هندوستان پدې اخ و ډب کې تقریبا شلو پوري پوځیان له لاسه ورکړل، وروسته یې دوه اړخیزو خبرو او بحثونو ته مخه کړه چې تر اوسه پورې د ګواښونو او اندیښنو سره سره دوام لري، دغه کړکېچ د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته لویه ضربه ورسوله چې په لویه کچه یو بل ته د مختلفو توکو صادرات او وردات لري او دغه سوداګري یې تقریبا تر اوه بیلیون (۷۰۰۰۰۰۰۰۰) ډالرو پورې رسیده او هند غوښتل چې تر ۲۰۲۵م کال پوري دغه سوداګري تر یو ټرېلیون ډالرو پورې لوړه کړي اما اوس متحده ایالات د هند ترڅنګ نه تنها سیاسي بلکې اقتصادي پیاوړتیا او پراخې سوداګرۍ ملاتړ ته رادنګلي او په اوسنیو حالاتو کې د چین کمزوري کولو لپاره هند ته يې د نږدې اړیکو پاللو اقدامات ډېر کړي او هند هم په سیمه کې د چین مقابل متحده ایالاتو ملاتړ او همکاریو ته اړتیا لري چې پدې ورستیو کې هند او چین د نامعلومو دلایلو له امله دوه اړخیزو خبرو بهیر درولی چې داسي انګیرل کیږي چین د جوبائیډن ماموریت ته منتظر وي چې د دوی مقابل کې به کوم ډول پالیسي ته ارزښت ورکوي که یا د ډونالډ ټرمپ ماموریت غوندې د چین مقابل کې سختوالي ته دوام ورکوي اما متحده ایالاتو پدې ټینګار کړی چې هند سره همکاري وکړي ترڅو په پوله کې د چین د پرمختګ مخه ډب کړي همدارنګه د هند رسنیو دا هم ویلي چې د ژمي سختې سړې هوا کې خپلو سرتیرو ته د مجهزو بېړنيو مرستو رسول او هم د سپوږمۍ څخه په پوله باندې د چین فعالیت څارل د واشنګټن په همکارۍ ترسره کوي دېته ورته نورې مرستي به هم دوام ولري، خو چین د دا ډول مداخلې مخالفت څرګند کړی همدارنګه هندوستان د چین په مقابل کې د قدرت په ساتلو باندې ډېر تمرکز کوي او  لا یې هڅي دوام لري چې په سیمه کې د چین سره د قدرت انډول پیدا کړي که چېرته چین د هندوستان په ضد ورته اقدام ته دوام ورکړي هندوستان به یې په مقابل کې د هند بحر او په سمندري امنیت کې متحده ایالات څخه ملاتړ او همکاري وغواړي چې دا ډول اقدامات چین ته خورا دروند تمام شي اما اوس لپاره د مزکراتو بهیر پیل  د متحده ایالاتو نوی منتخب ولسمشر جوبائیډن ماموریت پوري ځنډیدلی دی چې د جوبائیډن ماموریت به د چین مقابل کوم ډول اړیکو غوښتلو او لرلو ته دوام ورکړي؟
 
درېيم: د کرونا ضد واکسینو ویش!
د اقتصادي بیارغونې تر څنګ په ۲۰۲۱م کال کې د کرونا مرض ضد واکسین جوړولو بحثونه راپورته کیدل دي چې دا ډول بحثونه د مختلفو پرمخ ودې هېوادونو له لوري خوشبین او د بشري ناورین مخنیوي لپاره په ګټه دي، چې دا مهال د نړیوال روغتیایي سازمان راپور په اساس پنځوس (۵۰) ډوله د کرونا ضد واکسین تر ازموینې لاندې دي چې په  خوندي ساتلو او په سالمه توګه وییشلو باندې یې ټینګار شوی تر اوسه پورې د څو هېوادونو واکسین (چین، انګلستان، روسیې) او هند واکسینو استعمال ته اجازه ورکړل شوې چې بعضو يې تر اوسه پورې مثبت نتایج ورکړي اما د اکسفورډ واکسینو مثبت نتایجو فیصدي بیا تر ټولو مخکښه او ښه اغیزمنه ثابته شويده خو بيا هم اندیښني شتون لري، چې بډایه هېوادونه به د واکسین ویش عادلانه وکړي؟ ایا په واکسین ویش خو به سیاست نه کیږي؟
 
 غریبو هېوادونو ته به کله رسیږي؟
دا ډول پوښتنې شتون لري خو یو څه داسې انګیرل شوې چې بیا بعضې هېوادونه به د واکسین ویش څخه مخکې لوبه پیل کړي او نا انډول رقابت ته به مخه کړي ځکه ځينو هېوادونو د اړتیا څخه څو چنده زيات پلورلي او دا ډول اندیښني داسې وخت کې ډېریږي چې په نړۍ کې دا وخت تقریبا د یو مېلیون پورې خلک دغه ویروس وژلي او هم د دې ویرویس نوي ورژن(نوی بڼه) په اروپا کې کشف شوې چې چټکتیا سره خپریږي خو واکسین د نړۍ بډایه هېوادونو او نړیوال روغتیایي سازمان په اختیار کې ده چې د ویش پالیسۍ څخه کوم ډول ګټه اخلي د يادولو ده چې تر ډېره پورې د نړیوال روغتیا سازمان مکانیزم پوري هم اړه لري.
 
څلورم: د نړیوالو اړیکو متحرکات بدلول:
په نړیوال اړیکو باندې د کرونا مرض(کوویډ۱۹) له امله سیوری غوړیدلی وو چې د دې مرض بندیزونو ، قرنطین د نړۍ هېوادونه تر خپلو قلمرو پورې محدود کړه هر ډول اړیکې محدودې شوې یوازې ټول تمرکز په تیکنالوجي وو له همدې لارې به یو له بل سره د تیلفون ، ویډیو کال څخه ګټه اخیستل کیده چې بوختیاوې تر ملتونو پورې محدودې شوې دا ډول بندیزونو له ځان سره ځينې عواقب درلودل چې دا ډول لوی خنډونو ، پیچلي موضوعات او چیلنجونه اوس ۲۰۲۱م کال ته پاتې دي چې پدې کال کې د نړیوالو اړیکو متحرک راتګ باندې بډایه او قدرت لروونکي هېوادنه څنګه ګټه اخیستلي شي؟ چې په لنډ ډول یې څیړو.
د کرونا مرض له امله په ۲۰۲۰م کال کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شول  چې تقريباً د نړۍ په  ملتونو باندې يې مستقیم اغیز  لرلو چې د نړۍ اوسنۍ منظرې په اړه لیدلوری څیړل کیږي
 چې په حقیقت کې له نړیوالو اړیکو څخه کوم ډول ګټه واخیستل شي؟
 لومړیتوبونه ، سیمه ایز اهداف ، نړیوال نظم او ترتیباتو باندې په سمه توګه اغیز وکړي او همدارنګه د نړیوالو اړیکو امله څومره خوشبني راتللی شي؟
 خو خوشبیني هغه وخت اضافه کیدلی شي چې د نړۍ مختلفو ملتونو ترمنځ ملاتړ شتون ولري او دغه ډول ملاتړ او همکاري په نړۍ کې  جګړې ، غوربت ،  ناسالم رقابتونه او دښمني له منځه وړلی شي چې مستقیم مثبت اغیز یې په بیوزله او دوهمه درجه هېوادونو باندې ډېر وي اوس داسې هم ویلي شو چې که افغانستان د شته جګړې ختمولو ته د نړیوالو توجو جلب کړي او خپلمنځي اختلافات راکم او د هېواد ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي نو د افغانستان د ثبات تر څنګ به اقتصادي پرمختګ هم ښه اغیز ولري ، خو په هر صورت دا ډول سناریو راتلل یو څه ستونزمن دي ځکه چې اوس په نړۍ کې هر ملت د خپلو ستراتیژیکو لنډمهاله او اوږد مهاله ګټو او اهدافو په لټه کې دی او له دې ډول لټون څخه داسې هم انګیرلی شو چې د نړۍ ثبات او امنیت زیانمنولی شي ، نړیوالې اړیکې بیا تر ډېره د نړۍ لوی ځواک ملتونو له سیالي څخه هم اغیزمنې شوي دي چې پدې ډول سیالیو کې بیا بعضې ملتونه خپلي ګټې لټوي خو خوشبیني په ۲۰۲۱م کال کې دا ده چې اوس لپاره کارپوهان پدې کار کوي چې د دې ګډوډیو اغیز وښایي او د دې اغیز مخنیوي لپاره مختلف نظرونه ، طرحې او وړاندیزونه وړاندې کړي او یو اړخیز ، څو اړخیزو اړیکو او په ایتلافونو جوړولو باندې غور وکړي، چې نړیوال سیاست ته څومره ښه تمامېدلی شي!؟ اوس ډېری ملتونه پدې پوهیږي چې اوس په نړۍ کې پراخه رهبري شتون لري ، مخ پر ودې ملتونه اضافه کیږي چې ښه مثال یې هندوستان ، چین ، برازیل ، چاپان ، جرمني او نور دي.
 
 ټول پدې کوښښ کوي چې د خپل اقتصادي حالاتو بهتروالي ته هڅې وکړي، اوس داسې انګیرل کیږي چې د نړۍ رهبري کې اروپا او امریکا شتون کمزوری شوی دی دغه ډول کمزورتیا د څواړخیزو اړیکو له امله بللی شو چې د اقتصادي پرمختګ لپاره په نړیوالو اړیکو کې په یو اړخیز تمرکز پای ته رسیدلي اما بیا بعضې کارپوهان پدې ټینګار کوي چې همدا د معتبرې رهبرۍ نشتون دی چې په نړۍ کې یې ناندرۍ راپورته کړي او ممکن بعضې هېوادونه د ځواک ښودلو پېل ته هڅي وکړي چې ښه مثال یې چین دی يعنې اقتصادي پرمختګ سره یې پوځي ځواک باندې هم تمرکز کوي چې د دې سره په انډول کې ځان برابرولو ته د هند هڅې هم دوام لري چې دا ډول د رهبرۍ نشتون په نړیوال سیاست کې د مسؤلیت نشتون درک کولی شو که چیرته قدرت لرونکي ملتونه د مسؤلیت اخیستو ته هڅې پیل کړي ممکن د نړیوالو اړیکو څخه صحي مفهوم واخیستل شي او دې ډول مسؤلیت اخیستو ته خلک ښه رول لوبولی شي چې خپلو اندیښنو ته د ځواب په لټه کې شي او مشران اړ کړي چې د دوی اندیښنو ته ځواب ووایي او د نړیوال سیاست کارپوهان پدې ټینګار کوي چې نړۍ باید نور ځواب ویونکي مشران ولري او د "اتل" مشرتابه دوره پای ته ورسیږي.
 
په نړیوالو اړیکو کې ډېر ټینګار په نړیوال امنیت باندې کیږي او  نړیوال امنیت ته ګواښونه په څو اړخیزو اړیکو کې څیړل کیږي چې اوس لپاره ښه مثال د افغانستان سولې بهیر دی چې اروپا ، مرکزي اسیا او د نړۍ مختلف هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت باندې ټینګار کوي یا د شمالي کوریا او ایران د اټومي اسلحو هڅو مخنیوی کیږي ځکه د نړۍ امنیت ته ګواښ پکې انګیرل کیږي ، په نړیوالو اړیکو کې د بعضو ملتونو په پرمختګ باندې ټینګار کیږي چې د سیمې او نړۍ شکل ته بدلون ورکولی شي چې دلته هم په مثال کې افغانستان راوړلی شو، که افغانستان کې سوله او ثبات راغلل د سیمې اقتصاد ته وده ورکولی شي او هم د سوداګرۍ لپاره جنوبي اسیا اومرکزي اسیا هېوادونه سره نښلولی شي او هم د افغانستان له لارې جنوبې اسیا له اروپا سره نښلیدلی شي اما باید په افغانستان کې د بعضي هېوادونو رهبري له امله د ننګونو رامنځته کیدو مخنیوی هم وشي، په نړیوالو اړیکو کې د مشرانو تر منځ تکراري غونډې ، لیدنې او کتني د خلکو لخوا په ډیپلوماټیک نمایش بلل شوي ځکه چې نړۍ کې ډېری داسې مسائل شتون لري چې حل شوي نه دي خو حل لپاره یې مختلف ډراماتیک حرکتونه ترسره شوي چې ښه مثال یې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ دی چې د نړیوالو نظریات یې سره ویشلي دي او د دواړو لوریو خلک د دې غوښتونکي دي چې مسائلو حل ته باید لار پیدا شي اما حکومتونو ورباندې خپلو ګټو ته د رسیدو تجارت پیل کړی.
 
په نړیوالو اړیکو کې تر ډېره د امریکا رهبري ته اکثره ملتونه ترجېح ورکوي ځکه چې د امریکا رهبري بدلون سره د امریکا نړیوالې اړیکې هم بدلون سره مخ کیږي چې بعضې وخت نړۍ ته په زیان تمامیږي لکه د امریکا او چین تر منځ د سوداګرۍ سوړ جنګ چې د ډونالډ ټرمپ لخوا رامنځته شو اما اوس د رهبرۍ تغیرېدو سره د چین پشمول هند هم د دې منتطر دی چې د امریکا نوي رهبرۍ نړیوالې اړیکې به په کوم ډول  وي؟؛ سړې جګړې به پای ته پکې ورسیږي که به دوام ورکول کیږي؟!
 
پنځم : د ایران اټومی تړون!
د ایران اټومي تړون، چې د رسمي ګډ عمل جامع پلان (JCPOA) په نوم هم پیژندل کیږي، د متحده ایالاتو په ګډون د ایران او څو نړیوالو قدرتونو تر منځ یوه مهمه موافقتنامه ده. د دې تړون پر اساس ایران موافقه کړې چې د اټومي بډايونو ډیرې برخې له مینځه ویسي. اټومي پروګرام او د دې مقابل کې د ملیاردونو ډالرو ارزښت لرونکي بندیزونو نرموالي په بدل کې به نړیوالو ته د خپلو تاسیساتو څخه د لیدنې اجازه ورکړي، په هرصورت ، دا معامله له هغه وروسته له خطر سره مخ شوه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په 2018م کال کې امریکا له دې تړون څخه وایسته او هم په ۲۰۲۰م کال کې د ایران نامتو څیړونکي او مخکښ پوځي جنرالان د مرګونو بریدونو ښکار شول چې د دې پر ضد ایران بېرته اټومي فعالیتونه پیل کړل او هم یې د امریکا په ایستنه د امریکا او اروپایي مخکښ فرانس، جرمني سره پدې اقدام اړیکو ته ضربه ورسوله او هم يې د ایران پشمول هغو شرکتونو ته زیانونه ورسیدل چې ایران کې يې د سوداګرۍ فعالیتونه کول او د ایران اتومي تړون برخلیک ناڅرګند پاتې شو اما اوس چې په متحده ایالاتو کې رهبري په بدلیدو ده د ایران پشمول (P5+1) فرانسه،انګلستان،چین، روسیه او جرمني هم تمه لري چې نوي رهبري به متحده ایالات بېرته اتومي تړون موافقنامې ته راګډه کړي خو د دې څخه مخکې د متحده ایالاتو نوی ولسمشر جوبائیډن به د امریکا د ننه ایستلو او د ایران سره په اټومي تړون خبرو میز ته داخل شي.
 
شپږم: اقلیم بدلون!
د اقلیم بدلون په برخه کې د نړۍ هیوادونه یوازې د عمل کولو لپاره محدود وخت لري چې په ۲۰۲۱م کال کې ورته جدې پاملرنه وکړي او په نړۍ کې د اقلیم بدلون  د ناوړه اغیزو مخنیوي لپاره به په همکارۍ ډېر ټینګار وکړي او د همدې کال د نومبر په میاشت کې به د نړۍ مشران د پاریس ناستي تعقیب لپاره یو ځل بیا سره راټول شي چې ډېر ټینګار به یې د دې اقلیم مسلې حل کولو ملاتړ او په مرستو وکړي او هم به د کاربن ایکسایډ موادو استعمال باندې نور محدودیتونه هم اضافه کړي چې مختلفو فابریکو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، ځکه په ۲۰۲۰م کال کې تودخي درجه لوړه ښودل شوي وه او هم اسټرالیا ، برازیل ، سایبریا او د متحده ایالات کالیفورنیا ته د ځنګلونو زیان او د اتلانتیک طوفانونه او د متحده ایالاتو محصولاتو ته يې زیانونه رسولي وو او هم بنګلادیش ، هندوستان هېوادونو کې د سیلابونه امله زیانونه هغه څه دي چې اقلیم بدلون ته اړتیا لیدل کیږي چې د اقلیم بدلون ډېرې ناوړه پیښې په ۲۰۲۰م کال کې واقع شوي دي اما ساينس پوهانو وړاندوینه کړې چې نړیوال د دې ډول پیښو کمښت تمه نه کړي او جدې عمل ته اړتیا لیدل کیږي او د معدن استخراج ، د معدنونو څخه په انرژي کې ګټه اخیستو کې بدیلي لارې ولټوي چې بعضو هېوادونو د سولري بریښنا ته مخه کړې او د ورته نورو بدلونونو په لټه کې دي.
 
اوم: د افغانستان سولي بهیر!
د قطر پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني مذاکرات پېل د یو شمیر نړیوالو توجو جلب کړې چې د سولې پرمختګ لپاره خوشبین تمامېدلی شي د نړیوالو لخوا د افغانستان باره کې د افغانانو تر منځ جوړجاړی ، خپلمنځي اختلافات او سیاسي کړکیچ هوارولو باندې د نړۍ بډایه او نورو مهمو هېوادونو ټینګار مثبت انګیرلی شو اوس دا د افغانستان په سیاسي مشرانو پورې اړه لري چې دغه فرصت څخه څنګه ګټه اخیستلی شي؟
 
د افغان سولې باره کې د ۲۰۲۰م کال پرمختګونه بې ساري وو او لوی پرمختګ د بین الافغاني خبرو پیل ،د بین الافغاني خبرو اجنډا برابرول او د اجنډا په مواردو باندې توفق ته رسیدل، د سولي ټینګښت لپاره هیلې ډېرې کړي او د بین الافغاني خبرو دوهم دور مزاکراتو لپاره د تخنیکي ټیمونو ناسته کول مطلب چې خبرې به پېل شي اما د اوس لپاره د نامعلومو دلایلو له وجهې ناستې ځنډیدل بېل بحث دی چې د ځنډیدو لاملونو باندې  یې بحث وکړو، اما د لسیزو جګړو وروسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو دغه ځای ته رسیدل خوشبین دي چې تپل شوي جګړې ته د حل لار ولټول شي او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدي، اوږد بحث دی خو پداسې حال پدې توفق کول چې د سولې بحثونو د مخکې تګ لپاره په مواردو د دواړو لوریو توافق هیلې زياتې کړي خو د دوهم دور د سولې خبرو اترو د راتلونکي خبرو اترو جزئیات پیچلي ګڼلی شو. اوس واک تر ډېره د کابل سره دی چې نړیوالو سره مستقیم اړیکې لري او د دې اړیکو څخه د سولې په ګټه څنګه ګټه اخیستلی شي ؟
 
د افغانستان باندینو چارو وزارت له لوري بعضو هڅو پېل چې د سولې لپاره سیمه ایز او نړیواله اجماع رامنځته کړي، ښه اقدام دی خو مخکې لدې څخه باید داخلي اجماع رسمیت پیدا کړي او په رسمي ډول غړي اعلان شي او په مصلحتي بحثونو ډېر تمرکز ونه کړي ځکه چې په مصلحتي بحثونو کې د مسولیت اخیستو رسمی ادرس د نشتون په معنی دی د سولې لپاره دا درسته ده  چې مشران باید په یو نظر شي اما د مصالحې شورا له لوري او د سولې چارو وزارت داخلي اجماع بايد ډېر کار وکړي، پدې پوهیږو چې افغانستان د ګاونډیو په ناسالم رقابت ، داخلي سیاسي اختلافاتو بیا خصوصا د پاکستان دوه مخي پالیسۍ له امله د جګړې په ميدان بدل شوی اوس د افغانستان حکومت ته ښه فرصت لاسته ورغلی چې د سیمه ایزې او نړیوالې اجماع هڅو کې د تروریستانو مرستندوی هېوادونو مقابل کې غبرګون ښودلو او د سیاسي فشارونو تر څنګ اقتصادي بندیزونو غوښتونکی شي، د کابل مشروع غوښتنو او ګټو ته د دواړو اجماعو ملاتړ د ځان سره ولري، د بین الافغاني خبرو بریالیتوب ته ورڅخه ګټه واخیستل شي،  د نړیوالو په ملاتړ کې د سولې خبرې اترې له ناکامۍ راوګرځوي او کابل باید د نړیوالې او سیمه يیزې اجماع څخه د کور دننه په مختلفو پرمختیایي برخو کې ګټه واخلي ځکه چې افغانان دا اوس هم د جګړې له امله د مختلفو ناورینو قرباني دي.
 
دنړیوالې او سیمه ایزې اجماع ملاتړ به د کابل باندینۍ ډیپلوماسۍ ته هم تقویت ورپه برخه کړي چې د دې قوي ډیپلوماسۍ څخه د افغانستان نظامي ځواکونو همکاري ، اقتصادي ، سوداګري او همدارنګه په افغانستان کې د پراخې پانګونې سبب ګرځیدلی شي او هم د افغانستان سره د ګاونډیو دوه مخي پالیسۍ مخنیوي کې ګټه اخیستلی شي د دې لپاره بیا هم ډېر کابل حکومت ته تمه کولی شو چې څنګه له دې فرصت څخه ګټه اخیستلي شي..!؟