روهي (یوه نۍ/۲۸ د مرغومي)، یاد لیګ کې چې د هیواد مرکزي زون څخه د کابل، بامیان، لوګر، کاپیسا، پروان او پنجشیر پکې ګډون لري، نن ورځ د کابل ښار پۀ غازي لوبغالي کې پیل شو.
د دغه سیالیو پۀ لومړی ورځ لومړی لوبه د پروان او بامیانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پروان لوبډلې د 5 - 1 پایلې سره د بامیان څخه لوبه وګټله.
پۀ دوهمه لوبه کې بیا پنجشیر لوبډلې د 4 - 0 پۀ پایلې سره لوګر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دغه سیالیو پۀ تعقیب به سبا دوشنبه کابل د کاپیسا پر وړاندې او بامیان د پنجشیر پر وړاندې لوبیږي.
وروستي