د يوناما مسوول نيکولس له خوست وﻻيت څخه ليدنه وکړه

 په خوست کې د یوناما مسوول نیکولس له خوست والي سره د ولایت مقام په دفتر کې ولیدل
د روان لمریز لېږدیز کال د جدي په ۲۶ په خوست ولایت کې د یوناما مسوول نیکولس او د خوست والي عبدالجبارنعیمي ترمنځ  دولایت مقام په دفتر کې د دې ولایت په ښه حکومتداري ، بیارغونه او امنیتي حالت سره اوږدې خبرې وکړې .
خوست والي عبدالجبارنعیمي د خوست ولایت  د امنیتي ،اقتصادي ، ظرفیت لوړونې  او ټولنیز پرمختګ په برخه کې د لاسته راوړنو یادونه  وکړه . ده وویل ، په خوست کې امنیتي حالت تر دې کچې ښه شوی ، چې چا یې تصور هم نه شو کولای .ده په دې برخه کې دخوست ولایت امنیتي ارګانونه وستایل ، چې په پوره همغږۍ سره  ښې هلې ځلې کوي او له امله یې زیاتې لاسته راوړنې لري .
والي نعیمي زیاته کړه ، د هر ډول پرمختګ لپاره د بریالیتوب یوازېنۍ لاره د ښې حکومتدارۍ رامنځته کول دي ، چې دده په خبره په دې لاره کې یې له بېلابېلو لارو کار اخېستی دی ، ترڅو د خوست ولایت ټولې ادارې یوازې خلکو ته د خدمت روحیه ولري .ده وویل ، له څو میاشتو راهیسې په دې برخه کې هم تر یوه بریده پرمختګ شوی دی  او لا هم دوام لري.
ښاغلي نعیمي دنړیوالو مرستندویه ټولنو له مرستو مننه وکړه ، خو تر څنګ یې د خوست ولایت د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې د نورو مرستوکول هم یوه اړتیا وبلله . ترڅو هغه شته پلانونه چې د خوست د ښېرازۍ په برخه کې یې لري ، سرته ورسیږي .
په لیدنه کې د یوناما مسوول لیکولس هم په خوست ولایت کې دشویو پرمختګونو په اړه خوښي وښوده . ده خوست والي عبدالجبارنعیمي ته  د ولایت داړتیاوو پرمهال دیوناما له لوري د پوره مرستې او همکارۍ ژمنه ورکړه.
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :شنبه
نېټه :۱۳۸۹/۱۰/۲۶