دخوست والي په هڅو د پروان له زندانه څلور تنه بندیان راخوشي شول

 هغه مراسم  چې له همدې امله د ولایت مقام د غونډو او کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوي وو، د خوست والي سر بېره د ملي امنیت ریس اخترمحمدابراهیمي  ، د سرې میاشتې ریس محمدقاسم تڼي ، د ځینو ملکي او نظامي ادارو استازیو ، دیني علمااکرامو، قومي مشرانو ، د بندیانو خپلوانو او ژورنالستانو برخه اخېستي وه .
د پاک قرآن له مبارکو ایتونو له تلاوت وروسته خوست والي عبدالجبارنعیمي په دې خوښي وښوده ، چې دخوست ولایت بندیان له بنده خلاصیږي او بېرته خپلو کورنیو ته سپارل کیږي .
د ښاغلي نعیمي په وینا نوموړي بندیان دیوه  تضمین په ترڅ کې خلاصیږي ، که چېرې راخلاص شوي بندیان په خپلو ژمنو او تضمین وفا وکړي ، نو د نورو بندیانو په ازادولو او د دې پروسې په بریالیتوب کې به پوره مرسته وکړي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي زیاته کړه ، پنځه میاشتې وړاندې یې د پروان له زندانه د یوې لیدنې په لړ کې مالومه کړه ، چې ۲۱۴ تنه  د خوست ولایت اوسېدونکي دي ، چې له دې جملې یې تر ننه ۶۷ تنه دخوست ولایت  دولایتي ادارې ، منتخبو استازو او مشرانو د هڅو په پایله کې راخلاص شوي دي او په دې هڅه کې دي ، چې د پاتې بندیانو په دوسیو هم بېړنی کار وشي ، نوموړي ژمنه وکړه ، که چېرې په پاتې بندیانو پسې مستند اسناد نه وي موجود  او د بیا ځل لپاره په غیرقانوني کړنو کې د نه لاس وهلو ژمنه وکړي ، ژر به راخلاصیږي . 

 
نعیمي د غونډې برخوالو پر وړاندې وویل ، چې هېواد په سوله او د سولې په فضا کې په عملي کارونو سره جوړیږي ، نو ده له بند څخه دراخلاص شویو کسانو وغوښتل ،چې د هېواد په آبادۍ او پرمختګ کې برخه واخلي او د خپلو افغاني وروڼو سره په ګډه کار وکړي . ده وویل که چېرې موږ افغانان خپلې خاورې ته د زړه له کومې په ګډه کار وکړو، نو ډېر ژر به زموږ هېواد د سولې او پرمختګ لور ته ګام واخلي .چې په دې سره به دافغانانو په هر اړخیز ژوند کې ژور مثبت بدلون رامنځته شي .
دخوست والي عبدالجبارنعیمي په دې خفګان وښود، چې په تېر کې د راخلاص شویو بندیانو له جملې یې بیا هم دوه کسان تورن پېژندل شوي او نیول شوي دي .
د نعیمي په خبره که چېرې خلاص شوي کسان خپلې ژمنې ته ژمن پاتې نه شي، نو د ولایتي ادارې ، منتخبو استازیو او قومي مشرانو هلې ځلې او باور ته زیان رسیږي ، چې له امله به یې د بندیانو ازادولو پروسه د ناکامۍ سره مخامخ شي .
له ده وروسته له پلازمېنې کابل څخه د راغلي پلاوي مشر تورن جنرال مرجان د دې خبرې پخلی وکړ، چې د خوست ولایتي اداره تل د بندیانو د راخوشي کولو غوښتنه کوي او په دې ټینګار کوي ، چې دوسیې یې ژر بشپړې شي . چې د دوی د هڅو له امله زیات بندیان راخلاص شوي دي او خوست ولایت په دې پروسه کې لومړی مقام ګټلی دی .
ده د غونډې برخوالو ته په خپلو خبرو کې وویل ، موږ باید د خپلو ښوونیزو مرکزونو او ملي شتمنیوڅخه په ګډه دفاع وکړو او په دې لاره کې د چا په لمسون ونه غولېږو. د ده په خبره په نړۍ کې هېڅ هېواد نشته ، چې وګړي یې د خپلو عامه شتمنیو څخه دفاع ونه کړي .خو په افغانستان کې کله نه کله په ښوونیزو مرکزونو او ملي شتمنیو بریدونه کیږي او له منځه ځي .
تورن جنرال مرجان وویل ، د بندیانو د خلاصون د پروسې د سوچه افغاني کېدو لپاره څو ورځې وروسته به د کابیني وزیران ، د پارلمان غړي ، بهرني سفیران ، د ولمسشر حامدکرزي مرستیال او د بهرنیو په ګډون په پروان کې لویه غونډه وکړي . ده په دې خوښي وښوده ، چې قاضیان ، څارنوالان او مستنطقین دې ته تیار دي ، چې دغه پروسه پرمخ بوځي .
جنرال مرجان زیاته کړه ، چې د روان کال په اوږدو کې د نظامي عملیاتو په پایله کې څه دپاسه ۶۰۰۰ شپږ زره کسان نیول شوي ، چې له هغې یې ۵۰۰۰ د ۷۲ ساعتونو په لړ کې له پلټنو وروسته خوشي شوي ، همداشان له پاتې زرو څخه یې هم د څو ورځو او اونیو په جریان کې تحقیقات بشپړ کړي ، چې له دې یې یوازې ۱۸۰ تنه د پروان په زندان کې دي ، دده په خبره چې له دې ښکاره مالومیږي ، چې افغاني قاضیان او څارنوالان کولای شي ، دغه پروسه په ښه شان سره پرمخ یوسي .
 

 
له ده وروسته قومي مشر حاجي ناظم ځدراڼ له ولایتي ادارې مننه وکړه ،چې د بندیانو په راخلاصولو کې یې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي دي ، ده د خلاص شویو بندیانو وغوښتل ، چې په خپلو ژمنو وفا وکړي او په راتلونکي کې خپل ځان او ټولنه له ستونزو وژغوري .
د غونډې په پای کې د پروان له زندانه په خلاص شویو څلورو بندیانو ته دخوست والي عبدالجبارنعیمي او راغلي هیت له لوري تصدیق نامې ، یو ، یو جلد قرآن شریف او کالي ورکړل شول .
د یادونې وړ ده ، چې د تېرو اتو میاشتو په لړ کې د پروان له زندانه څخه د دغو څلورو تنو په ګډون ۶۷ تنه راخلاص شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : شنبه
نېټه :۱۳۸۹/۱۰/۲۶