په بشریت کې د ژوند لار

په نړۍ کې ټول ژوندي موجودات  په دې هڅه کې دي چې د ځان د هوساینې لپاره دا وپلټي تر څو د یو ښه ژوند کولو لاره ؤ مومي او په یو ښه تدبیر ژوند وکړي.

د همدې ډلې انسانان تر ټولو بهتره او منلی شخصیتونه دی، چې په کایناتو کې تر ټولو ژوندیو غوره او بهتر دي. خو په ځینو مواردو کې د بشریت ستر دښمن همدا انسان دی یعنې د انسان سلوک او کردار په خپلو کې (یو تر بله)  توپیر لري.

 څوک دنیا سره مینه،  څوک دولت سره، څوک خپلې کورنۍ او چاپیر یال سره مینه او څوک د دین او مذهب خادمان یي.

خو بیا ځینې ځاني جوړښت کې سره توپیر لري،  باطن کې په یو شکل او ظاهره په بل شکل بدلیږي چې دا ډول انسانان تر هرې طبقې بدترینه انسانان دي.

  د انسانیت جوړښت او انساني ژوند ته یواځينۍ لار د اسلام مقدسه لاره ده،  پوهيږئ چې دا ټوله ښکلا بشریت ته همدې مقدس دین ورکړې او همدا سپیڅلی دین به یې تر اخیره پاک او ښایسته ساتي. 

 د نړۍ هر فرد (هر شخص) دې ته قایل دی چې تر ټولو بهترین ژوند په همدغې لاره کې دی، خو بیا د ځېنو عقل په دې ندی توانیدلای چې د همدې لارې خپل ژوند تعقیب کړي،  ځینې  بیا ښه باوري وي چې د پیدایښت د پیل نه تر پایه بله لاره ګټه نلري، خو متاسفانه نه پوهیږي چې څنګه وکولای شي په دغه لاره ژوند وکړي. خو ځينې بیا د همدې لارې اصلي پیروان دي او په سلوک او کردار په پوهیږي چې دا خلک ګټونکي او بریالی خلک دي.

 نو دا  ښکاره او ازماېښت شوی حقیقي لار ده چې د اسلام مقدس دین ته یې داسې تعریف ورکړی دی. 

  د اسلام مبارک دین د هغه دنیایي نظام نوم دی چې ټول اصول او تګلاره یې د وحې پر بنیاد دالله ج له طرفه را ستول شوې ده  او دغې  نظام ته یې ددې لپاره د اسلام نامه ورکړې چې پوره مانا یې سوله امن او د الله تعالی احکامو ته تسلیمېدل دي او ټول اوامر یې پر ځان منل دي چې دا یوه غوره او ستره مبنا ده.

   دا لاره داسې یو سپیڅلی وضاحت لري چې تر دا مهاله هیڅوک ندي توانيدلي چې په سپینو پاڼو یې وضاحت بلګه شي خو یو کتاب (قرانکریم) دی چې په ټوله مانا په کې په همدې وضاحت شوی چې د اسلام دین کومه لار ده او تر کومه انسان د هغې په تعقیب بریالی کېږي، دا مانا نده چې انسان دې کوشش وکړي او بریالی دې نشې،  دا بهتره معلومه ده چې  مل انسان به خامخا په دغه لار کې بریالی وي.

دې موخې (هدف) ته د رسیدو لپاره الله تعالی ځینې اصول وضع کړې چې ځینې یې پر دغه لار بنا او تر ډېره ګټونکي هم دي، ځينې یې بیا نابنا دي چې دغه ډول خلک په اواخیرو کې پښیمانه او ناکامه وي.
 
که چېرته د نړۍ او خصوصاً زموږ  وطنوال و غواړي منلي هدف، د اتحاد او اتفاق په سنبولیکه کرښه ودریږي نو دا څرګنده ده په دې بهیر کې فعال خلک غواړي او  دې موخې ته به ورسېږي نو دوي ته اړینه ده چې د اسلام سپیڅلی دین په احکامو او مفاهېمو ځان پوه ،په خپل ځان یې عملي او بیا یې په ټولنه کې د خپرولو لپاره کار وکړي چې تر څو د ارامتیا او د پرمختګ عوامل برابر شي.