د ولسمشر غني خبرداری: که چېرې عبدالروف خلاص نه شي د بلخ ټول دولتي چارواکي به له دندو ګوښه کړم


روهي (نۍ/۲۷ د مرغومي)، د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ ولسمشر محمداشرف غني د بلخ دولتي چارواکو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرې نهه کلن ماشوم عبدالروف د انسان تښوونکو له منګولو خلاص نه کړي ټول دولتي چارواکي به له دندو لېرې کړي. 
 
طلوع نيوز په دې اړه لېکلي دي، "‏د هغه سند پر بنسټ چې طلوع نیوز ته رسېدلی دی، ولسمشر غني ګواښ کړی په هغه صورت کې چې د بلخ امنیتي بنسټونه د عبدالرووف هغه ماشوم د خلاصون لپاره چې ۸۰ ورځې مخکې له مزارشریف څخه تښتول شوی اقدام ونه کړي، د دغه ولایت د ټولو دولتي چارواکو د لېرې کولو حکم به صادر کړي."

تېرې ورځ رسنيو د عبدالروف د موړ هغه وېډیو خپره کړه چې پر ولسمشر يې نيوکې کړې چې حکومت يې د زوی د خلاصون په برخه کې ګړندۍ هڅې نه کوي.

 د بلخ يو شمېر اوسېدونکو هم بلخ کې پر امنیتي ځواکونو نیوکې کړې وې، چې د دومره شمېر امنیتي ځواکونو په شتون کې هم،  نیږدې درېيو مياشتو کې يې  ونه شول کولی چې نهه کلن عبدالروف د انسان تښوونکو له منګولو خلاص کړي.