له عقدو ډک سیاسیون موقت حکومت غواړي

د کال نږدې هر فصل کې یو ځل د موقت حکومت ډنډوره راپورته کیږي، خو په دومره توپير چې ډنډوره چیان یې بدل وي.

د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې ان یوه ډله سیاسیون اسلام اباد ته لاړل او هلته یې د موقت حکومت غږ پورته کړه.

په دې کې شک نشته چې دا طرحه د پاکستان د استخباراتي او پوځي  ادارو ده چې هغوی ته پکې فرصت په لاس ورځي چې یو ځل بیا ګډوډي رامنځ ته کړي.

له همدې کبله هغه کسان چې د موقت حکومت لپاره ډنډوره غږوي، یو ځل له جي ایچ کیو لیدنه کوي او هلته ورسره بحثونه کیږي او پرتوکول ورکول کیږي.

موقت حکومت په هیڅ ډول افغانانو ته ځکه د منلو نه دی چې دا د حل لار نه ده، ځکه کله چې منتخب حکومت کې ثبات رامنځ ته نه شي، وضعیت ښه نه شي، نو بیا موقت حکومت څنګه کولی شي دا هر څه ښه کړي.

د موقت حکومت لپاره ډيرې هلې ځلې د شخصي ګټو لپاره دي، په ځانګړي ډول هغه خلک دا غږ پورته کوي چې اوسني حکومت کې حاشیه کې دي.

خو ایا د موقت حکومت لپاره کومه طرحه شته
تیره شپه ولسمشر محمد اشرف غني د اعمار صلح تر عنوان لاندې کابل پوهنتون کې لکچر ورکو چې له ملي ټلویزیون څخه خپریده.

په دې پرزنټیشن کې ولسمشر یو ځای کې وایي چې که څوک هر ډول حکومت ډنډورې غږوي، افغانان یې نه غواړي، خو لږ تر لږه د هر ډول راتلونکي حکومت طرحه خو دې یو څو ورقو کې ولیکي.

ولسمشر ډاډ ښودلی چې د اساسي قانون له مخې به واک د ټاکنو لپاره بل رییس جمهور ته سپاري او له دې ټاکنې بله هیڅ لار افغانانو ته د منلو نه ده.

موقت حکومت د افغانستان د راتلونکي او افغانانو هوساینې لپاره نه غوښتل کیږي، بلکې څو مشخص کسان یې د یو څو څوکیو او امتیازاتو لپاره غواړي.

تاسو د موقت حکومت مخکیني ډنډوره چیان وګورئ چې څوک و، اوس څوک دي، د هغې مهال ډنډره چیان اوس موقت حکومت د افغانانو لپاره زهر بولي.

خو هغه مهال چې د موقت حکومت مخالفین په امتیازاتو باندې و، اوس د موقت حکومت غوښتنه کوي، له همدې یې قیاس کړئ چې دا خلک د دوه افغانیو لپاره ان په خپل ناموس ایسار نه دي، نو بیا حکومت او افغانستان باندې خو بیخي ایسار نه دي.

دوی د هغې دښمن غیږ ته ځان غورځوي چې هره اداره کې یې د افغانستان د بربادۍ نقشې ایښې او فرصت ته په تمه دي چې کله به موقع پیدا کیږي چې افغانستان کې هر څه له سره کړي.

یواځینۍ لار چې پاکستان ته پاتې ده چې د افغانانو هر څه له منځه یوسي، هغه موقت حکومت دی چې خپلمنځي ناندرۍ او جګړې راپورته کړي او بیا در به درۍ خواته لاړ شي.