د تونس تښتيدلی جمهور رييس ته په سعودي عربستان کې پناه ورکړل شوې

د سعودي عربستان  حکومتي سرچينو په رسمي توګه اعلان وکړ، چې د تونس ګوښه کړل شوی جمهور رييس زين العابدين بن علي ته يې د کورنۍ سره پناه ورکړې ده.
نوموړی تيره ورځ د جمعې په ورځ دغه هېواد ته رسيدلی او نن شنبې سهار  د سعودي عربستان لخوا دغه خبر په ډاګه شو.
په تونس کې اړو و دوړ دی او د يوه انقلاب وزمه ﻻريونه رامنځته شوي . خلک د تښتيدلي جمهور رييس محاکمه غواړي. 
تونس يو ډېر ارامه هېواد و او په کال کې شاو خوا اووه ميليونه توريستان يا سيلانيو له دغه هېواده ليدنه کول.