ناامیدي؛ د ستونزو سرچېنه!

د نا هیلۍ او نا اُمیدۍ احساس موخو ته د رسېدو په برخه کې له سترو خنډونو څخه یو دی. ستونزې د ډېرو په ژوند کې رامنځته کېږي، مګر  مهمه نقطه دا ده، چې له ستونزو سره څنګه معامله وکړو، ترڅو ستونزې کمې او پر وړاندې یې خپل قوت وښایو.
 
 آیا یو ځوان یا په ټوله مانا شعوري او عقل لرونکی انسان، باید تل سترې او ژوند ته ارزښت لرونکې هیلې د نا اُمیدۍ د احساس له کبله شاته پرېږدي؟ ناهیلي یوازې پریږدئ او په مقابل کې یې بحران پخپله اداره کړئ. په ژوند کې د نا اُمیدۍ احساس د اضطراب او احساساتي ناکرارۍ لامل کیږي. په دې مقاله کې به پر ژوند د نا اُمیدۍ پایلې معاینه کړو.
 
په ژوند کې د نا اُمیدۍ احساس تکراري ناکامیو، بدبختیو او ستونزو ته لبیک ویل دي، په لاس راغلې خوښي، چې انسان یې په لټه کې وي او د ډېرو ستونزو  یې پیدا کړې وي، د همدې نا هیلۍ له امله له لاسه ورکوي، ځکه چې د نا امیدۍ فکر یې له ذهن څخه نه وي وتلی.
 
 کله چې زموږ په ژوند کې منفي احساسات او نا اُمیدي رامنځته کېږي، نو موږ  ته پکار ده، چې ددې ناهیلۍ لاملونه پیدا او پر وړاندې یې کلک ودریږو او اجازه ور نه کړو، چې دغه ناوړه ناروغي پر موږ منفي تاثیر وکړي او د تسلیمۍ په لور مو کش کړي.د نفس تازه والی او د دماغو  لپاره خوب د سږو لپاره د اکسیجن په څیر دي، نااُمیدي او اضطراب ممکن ستاسو ذهن له خپلو خوبونو چې د بریا لپاره یې وینئ، د تل لپاره لرې کړي او د رښتیني ژوند کولو څخه مو بې برخې کړي.
 
   تاسو شاید فکر وکړئ، چې همدا اوس یو خوب (هیله یا ارزو) نه لرئ او د خپلو خوبونو د پامه غورځولو له امله نه ستړی کیږئ او نه خپه کیږئ، مګر که خپل تېر ته وګورئ، نو ښکاره به شي، چې تاسو په خپل ژوند کې د مختلف شیانو لپاره لیوالتیا نه درلوده، ځکه چې تاسو د ترلاسه کولو او رسېدلو لپاره پلان نه درلود او تاسو یې هڅه نه ده کړې او دا مو پخپله غندلې ده. ځینې د خپلو خوبونو لپاره مبارزه کوي او اُمیدونه په ذهنونو کې ژوندي ساتي. تر څو دوی وکولای شي، چې خپلې خوښۍ او تصور په حقیقت بدل کړي او په ژوند کې یې د بدلون هغه څپه راولي، چې دوی یې له پخوا په تکل کې وو، په داسې حال کې چې نور خلک خپل خوبونه په لاشعور کې ښخوي او د خپل ټول ژوند لپاره نااُمیده پاتې کیږي.
 
د اضطراب لاملونه څه دي؟
 په ژوند کې دوامداره ناکامي: په ژوند کې د نااُمیدۍ احساس کولو یو لامل ناکامي او د ناکامۍ تمه ده، که تاسو تل د ناکامۍ تمه کوئ او په خپلو وړتیاو باور نه کوئ، نو تاسو به په ژوند کې ښه احساس ونه کړئ.
 
په ژوند کې یووالي: انسان د طبیعت له مخې د ښکلا غوښتونکی دی او د تنوع سره ژوند کول خوښوي؛ که چېرې د ژوند چاپیریال یا د ژوند پروسه یو شان وي، نو د فکري انرژۍ د بدلون او بدلېدو پروسه ګډوډيږي. ځینې وختونه خلک په ژوند کې کوچنيو بدلونونو ته اړتیا لري، لکه چل کول، ساتیري کول، یا حتی د خپل کور او شخصي کاروبار ترتیب بدلول.
 
 د ژوند اړتیاوې: اړتیاوې پوره کول په ژوند کې د خوښۍ د احساس لامل کیږي، په حقیقت کې اړتیاوې له حیاتي هڅونو څخه دي، که اړتیا نه وي، نو انسان به په ژوند کې ډېری خوښۍ له لاسه ورکړي او ډېری فعالیتونه به پریږدي. دا هم په یاد ولرئ، که اړتیاوو ته په خپل وخت او سم ځواب ور نه کړل شي، نو په سم او ارزښت لرونکې وخت کې د سستۍ او ستړیا لامل کیږي.
 
 په ژوند کې د فعالیتونو نشتوالی: په ژوند کې کسب او د کافي بوختیا نه درلودل، بېکاري او دخپلو اړتیاوو سره سم خالي ساعتونه درلودل؛ چې موږ نه پوهيږو، د کومو فعالیتونو او کارونو لپاره یې استعمال کړو، د انسان د نا هیلۍ او بې باورۍ سبب ګرځي، بیکاري او بې ارزښته فعالیتونه د انسان د کمزوري احساس لامل ګرځي، نا اُمیدي او اضطراب ممکن ستاسو ذهن د خپل خوبونو د شکل اخیستو له احتمال څخه بې برخې کړي.
 
په ځان د باور نشتوالی: که تاسې خپل موجوده ارزښتونه ونه پیژنئ او باور پرې ونه کړئ، نو تاسو به د خپل ځان او خپل ژوند په اړه ښه احساس ونه کړئ. یوازې انسانان په ژوند کې ښه احساس کوي، څوک چې د ځان په اړه ښه احساس کوي او ځان د ښه او مؤثر انسان په توګه مني، هغه د نا هیلۍ له احساس سره مخه ښه کوي او په مقابل کې یې د ژوند کولو او موخو ته رسېدو لپاره کار کوي.
 
 خرابه دنده: که مو داسې څه تر سره کول، چې تاسو ورسره علاقه، مینه او په ذوق برابر نه وي، دا خورا طبیعي ده، چې تاسو ترې خوند نشئ اخیستلای او کله چې وغواړئ، کار وکړئ، خورا بد احساس کوئ، او د ژوند څخه نا اُمیده کېږئ او د تل لپاره د ستړیا احساس سره مله کېږئ، تل په تېرو فکر کوئ او د راتلونکې لپاره کوم پلان نه لرئ. په ژوند کې دوه شیان په خوشحالتیا او بریا کې ډېر ګټور تمامېږي، یو ستاسې مېرمن او بل ستاسو د خوښې او مطلوبه دنده، چې یو یې په کور کې د راحتۍ او ښه ژوند سبب ګرځي او بل ستاسو په شخصیت جوړونه او ښه انسان کېدو کې مهم رول لري.
 
د مطالعې په ډګر کې نیمګړتیا: که مو د مطالعې لپاره برخه مشخصه نه وي او جبري مطالعه کوئ یا داسې څه مطالعه کوئ، چې ستاسو وړتیا سره مطابقت نلري، تاسو به په دې برخه کې ډېر پرمختګ ونه کړئ او مطالعه به یوه پیچلې او دردونکې مسله شي. په ژوند کې د نا اُمیدۍ احساس کولو یو لامل ناکامي او په ژوند کې د نا اُمیدۍ احساس کول دي، د مطالعه کولو او لوستلو په اړه یو ناسم باور شته، چې د دې سبب کېږي، ډېری کسان د مطالعې اړتیا احساس نه کړي او هغه یو نااړین او ناجذاب کار ګڼي. ډېری افراد پر دې باور دي، چې د مطالبو د یادولو لپاره باید مطالعه وکړي، دا باور په ښوونځي کې رامنځته کېږي.
 
خو باید په دې باندې پوه شئ، چې درس لوستنه له مطالعې سره توپیر لري. لوستل او مطالعه کول د ذهن نرمښت دی، لکه څنګه چې بدن مو نرمښت او ورزش ته اړتیا لري، ذهن هم نرمښت ته اړتیا لري.
 
ډېری کسان په لنډ وخت کې، لوستلو او مطالعه کولو ته لېواله کېږي او د یوې یا دوو ورځو په لړ کې یو کتاب لولي او پای ته یې رسوي، خو څو میاشتې نور کتاب هم نه پرانیزي، دا کار دقیقاً دې ته ورته کېږي، چې په یوه ورځ کې څلور ساعته سخت ورزش وکړئ او د څو راتلونکو میاشتو لپاره هېڅ ورزش ونه کړئ.
 
د نا اُمیدۍ درملنې لپاره تګلارې:
 د باور پیاوړي کول: د انساني احساساتو او چلند اساسي عنصر په خدای باور دی، دا په خدای ج باور کول دي، چې خورا سخت شیان ترسره کیدای شي او خوند ترې واخیستل شي. نو د ژوند څخه خوند اخیستلو لاره د باور پیاوړي کول دي. کور د خوښۍ ځای جوړ کړئ؛ بې له شکه، د نااُمیدۍ احساس د پرله پسې وقفو او کوچنیو خوښیو څخه را پیدا کیږي، چې خلک یې لټوي، پر ځان او نفس باور درلودل نن سبا یوه له ډېرو مطرح کېدونکو او بحث کېدونکو موضوعاتو څخه ده. زموږ څخه هر یو نن سبا هدف او موخې ته د رسېدو په موخه د سخت کار او کوشش سره سره، پر ځان او نفس باندې باور درلودلو ته هم سخته اړتیا لرو. پر نفس باور درلودل مو هدف ته د رسېدو په لار کې پراته خنډونه لېري کوي او لاره راته صفا کوي.
 
د ژوند لپاره منظم پلان درلودل: د خپل ژوند لپاره جامع پلان ولرئ، چې پکې د مطالعې یا کار ګمارنې، شخصي کار، صحي تفریح، عبادت، آرام او نور ډېر څه شامل دي. خپل پلان په کاغذ کې ولیکئ او په احتیاط سره یې اجرا کړئ او هر پرمختګ او بریا ته انعام ورکړئ. ستاسو انعام ستاینه کیدای شي، غوره خواړه وخورئ یا کوم څه چې تاسو یې خوښوئ د دین، مذهب او کولتور سره مو سم وي په ډېر شوق او علاقې سره یې ترسره کړئ.
 
له نورو سره نږدې او رغنده اړیکې پیاوړې کول: موږ ټول انسانان مینه او منلو ته اړتیا لرو، او دا مینه او منل تر ډېره د ملګرو لخوا رامنځته کیږي. دا د اړتیا رضایت دی، چې انسان ته د خوښۍ احساس ورکوي. ښه ملګري دانسان لپاره په حقیقت کې دالله(ج) له لوري یو ستر نعمت وي، ځکه دانسان پرمختګ، شخصيت، په نورو انسانو اغېز او ځینې نور زياته اندازه دملګرو په واسطه جوړیږي او برعکس د انسان بدبختي، دژوند خرابوالی، دشخصيت زیان، عزت، اغېزمنتوب، دانسان راتلونکی او ځينې نور دملګرو په واسطه خرابیږي.
 
همدارنګه بغیر له ملګري څخه ژوند ناممکن او پيکه وي، ځکه ملګری په ښه او بد وخت کې د انسان لپاره په عین وخت کې پلار، مور، ورور، خور، استاد او ځینې نور وي او انسان ته په هر حالت کې ډاډ ورکوي، چې تر شاه یې څوک شته او تنها نه دی!
 
اُمید/ هیله وټاکئ: په ژوند کې سختې او اختیار سلبوونکې ورځې راځي، داسي حالات او وخت راځي چې نور د مخته تګ له پاره په ځان کې توان نه ګورئ او باید چې ماتې او تسلیمي ومنئ… په داسې سختو حالاتو کې یوازې یو شی کولای شي، چې تاسې یوې روښنایي ته ورسوي، هغه هیله ده، چې تاسې د ځان لپاره ساتلې ده. آیا پوهېږئ، چې انسانان څه وخت حالاتو ته تسليمېږي او ځانونه ناکاموي؟ ځواب ډېر ساده دی، کله چې د اُمید ذخیره خلاصه شي او نور و نه شي کولای، چې په خپل تاریکه ژوند کې یوه روښانه ورځ پیدا کړي. هر څومره چې ژوند ته ستاسي اُمید غني او سرشار وي، پر ستونزو باندې د غلبې له پاره ستاسي بریالیتوب حتمي دی.
 
ژوند له لوړو او ژورو ډک دی او هر انسان باید په ژوند کې له یو لړ لوړو او ژورو سره مخامخ شي. د ستونزو سره د هر انسان د مقاومت کچه د هغه اُمید په مېزان او اندازې پورې مستقیم تړاو لري، چې د هغه/هغې له پاره پاتې دی. ځکه خو انسان باید همېشه او هره شېبه د خپل اُمید ذخیره بررسي او تفتیش کړي او هر وخت ځان ته دا فرصت ورکړي، چې د خپل اُمید ذخیره ډکه کړي.
 
په ژوند کې د اُمید زیاتوالي په اړه ډېر څه زده کړئ دا ممکن د شعار په څیر وي، مګر دا زموږ لپاره غوره ده، چې د ناامیده فکر په خلاف یې کوو، زموږ شعار هغه وخت په حقیقت بدلیدلای شي، چې نا هیلۍ ته رخصت ورکړو او ووایو، چې کېږي!
 
ستاسو ذهن هغه څه راټولوي چې تاسو کښت کړي دي. مبارزه وکړئ او د نه تسلیمیدو فکر غوره کړئ، وګورئ، چې څنګه ستاسو ژوند تغیر کوي او ستاسو اُمید بېرته را ژوندی کیږي.
 
 په نړۍ کې ډېری خلک له بې وزلۍ، جګړې، قحطۍ، د واکمنانو ظلم او هر ډول معلولیت سره مخ دي، کله چې موږ په ژوند کې په ښو شیانو باندې تمرکز وکړو، له ښو او خوشبختیو سره به مخ کېږو او که مو د نه کېدو په کلمه او ناهیلۍ تمرکز وکړ، د نا هیلۍ له ستر پیټي څخه به خلاصون پیدا نه کړو.
 
د نا هیلۍ او هیله مندۍ پایلې زموږ د فکر سره مستقیماَ اړیکې لري، موږ چې څه تر سره کوو، د خپل فکر او عقل له مخې یې سرته رسوو، که مو نا هیلي غوره کړه، نا هیلی او د ناکامیو ډک ژوند به ولرئ او که مو فکر په هیله مندۍ کې مشغول کړ، ژوند به مو خوښ او له زیاتو ذهني او جسمي ناروغیو څخه به په امن کې وئ!