هندوستان د ايربس په تاريخ کې د الوتکوتر ټولو لوی فرمايش ورکړی

د ايربس د الوتکو کانسرسيوم مشر وايي، چې هندوستان دوی ته د 180 ايرس بس الوتکو فرمايش ورکړی، چې د دې شرکت په تاريخ کې په يو ځلې تر ټولو لوی فرمايش دی. د دغه فرمايش ټوله بيه 16 ميليارده او 400 ميليون يورو کيږي. د خبر له مخې 150 الوتکې به د منځنيو سفرونو لپاره د 320 ډوله ايربس وي او 30 نورې به يې کلاسيک ډوله الوتکې وي. د ايربس مشر وايي، چې شرکت يې په شپږو مياشتو کې د دغو الوتکو د جوړولو وړتيا لري.
ايربس تېرکال ټول 400 الوتکې پلورلې وې.