سولې ته کار، د ګران وطن اقتصادی تحرک یقینی کوي

ترکمنستان وروسته له هغه چې په ۱۹۹۱ ز کال کې یې خپلواکي ترلاسه کړه، نو د دې هېواد ولسمشر صفر مراد نیازوف د مثبت ناپیلتوب د سیاست په غوره کولو سره له سیمې او په ځانګړې توګه افغانستان سره ښې اړیکي رامنځته کړې.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تاریخی، نږدو او باورمندو اړیکو تاریخ د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د سویلي اسیا د چټک اقتصادی تحرک د ګازو له پروژی پیل شوی.

طالبانو له مرکزی اسیا څخه سویلي اسیا ته د ترکمنستان د ګازو د نل لیکي د غځولو په موخه په ۱۹۹۷ ز کال کې امریکا ته سفرونه وکړل، ولي د امریکا ټکر محوره، حساسیت پارونکو او شیطانی سیاستونو له امله دل هڅې یو څه پیکه شوی، او د دې دواړو ملتونو ګډي هیلۍ له هغه ترننه نیمه خواه پاتي وی.

کیسه داسي وه چې د ګازو د سپړلو او استخراج ۲ شرکتونه چې یو یې امریکایی یونیکال کمپنۍ او بله ارجنټایني د بریډاس کمپنۍ وه، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د ګازو نل لیکي د غځولو پروژی ته نوماند ول.

طالبانو او د ترکمنستان حکومت له هر اړخه بريډاس کمپنۍ مناسبه وبلله، ولي امریکا مرکزی اسیا کې د لاسوهني او د راتلونکو کې پدې سیمه کې د شرارتونو د پارولو په موخه د ځای موندلو په لټه او د روسیې د کلابندولو په پاره یونیکال کمپنۍ ته د دې پروژی د سپارلو په موخه فشارونه راوړل، ستونزی یې رامنځته کړلي او په پایله کې که څه هم پدې بهیر کې پراخ پرمختګونه وشول، طالبانو له ترکمنستان سره په ۱۹۹۸ ز کال کې د ټاپي هوکړه هم لاسلیک کړه، ولي په طالبانو د امریکا له لوری پرلپسي بندیزونو او په افغانستان د امریکا له یرغل سره دا بهیر په ټپه ودرېده.

وروسته له هغه پدې بهیر کې پرمختګونه وشول، په ۲۰۱۰ ز کال کې هند ورزیات شو او اوس یې د رسمیت ترڅنګ د بیلابېلي نوري پروژی هم فعالی او د دې ترڅنګ په یوشمیر برخو کې یې عملي کارونه هم روان دې.

د دې پروژی له پرمختګ سره به کاری فرصتونه پراخ شي، افغانستان به د لومړی ځل لپاره د سیمي او نړۍ د لیږد رالیږد په یوه اسانه، ارزانه او لنډه لاره بدل شي، د وچی سوداګرۍ به ورسره وغوړیږی، سیمه اییز اقتصادی تحرک به پراخ کړې، په امنیت، سوکالۍ او د سون او ټیکنالوجی په برخه کې به د افغانستان لپاره د صنعتی غوړېدو نوی پیل وی او تر ټولو مهمه د سولې، آمن، اقتصادی تړلتیا او سیمه اییزی ډیپلوماسۍ د غوړېدا په برخه کې به د مرکزی اسیا، سویلي اسیا او په ټوله کې د اسیا او اروپا د بندو لارو په بیا غوړولو کې به لوی رول ولوبوی.

ولي د دی ټولو باوجوده ترڅو چې د سولې روانې هڅې چټکي او بریالۍ نه شي، پدې برخه کې ټولي هڅې یوازی هیلۍ پاتی کېدای شي، هغه چې پدې اړوند د ملي مصالحي د عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره په تازه کتنه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف دا اندېښنه پرځای دی چې ویلی دې، چې د سیمې په کچه د ټولو لویو او ګډو پروژو بریالیتوب لکه کاسا یک هزار او ټاپي په افغانستان کې د سولې او آمن په روانو هڅو او پدې برخه کې په مهمو پریکړو او چټکو پرمختګونو پورې تړلي ده.

په همدی موخه د اندخوی-آقینې د وسپنې پټلۍ، د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لین ترمیم، له شبرغان تر مزار شریف ښار پورې د برېښنا لین او همدا راز له ترکمنستان څخه د راغلي نوري فایبر پرانیستل په څیر د دریو سترو پروژو د پیل خوښی دې ټول ولس ته بختوره وی، او هیله لرو چې د سولې روانې هڅې چې د ګران افغانستان تاریخی ثبات، عزتمندی او له ګړنګ ځخه ژغورنه ورپورې تړلي ژر تر ژره پایله ورکړي او افغانستان د ښې سبا پر لور خپل تاریخی یون یوځل بیا پیل کړې.