د تونس جمهور رييس له دندې ګوښه شوی

د تونس جمهور رييس  زين العابدين بن علي له دندې ګوښه کړل شوی او نوموړی له هېواده د خپلې کورنۍ سره وتلی دی. نوموړی 23 کاله په دغه هېواد کې جمهور رييس وو او د ځينې رسنيو د رپوټونو له مخې په دغه هېواد کې خلک تر فشار ﻻندې وو.
د فرانسې خبري رسنيو د رپوټونو له مخې، د تونس خلکو د دې پر ګوښه کيدلو خوشالي څرګندوي او د ده د محاکمه کولو غوښتنه يې کړې. فرانسې همدا راز هغه خبر رد کړی، چې زين العابدين بن علي له فرانسې څخه د پناهندګۍ غوښتنه کړې.
د تونس پوځ د دغه هېواد له خلکو او سياستوالو غوښتنه کړې، چې له قانون سره سم چلند وکړي او په نږدې وخت کې د کيدونکو ټاکنو ته ځانونه چمتو کړي.