چين به راتلونکې لسيزه د امريکې تر ټولو لوی سوداګريز شريک وي

د امريکې ماليې وزير (تيموتي ګايتنر) خبريالانو ته ويلي، چې د امريکې او چين تر منځ سوداګري په چټکۍ سره وده کوي او راتلونکې لسيزه به چين د امريکې تر ټولو لوی سوداګريز شريک وي.
ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ به د چين لومړی وزير (هوجين تائو) په سپينه ماڼۍ کې له باراک اوباما سره وګوري، څرنګه چې په امريکايي رسنيو کې چين ته د امريکې پر وړاندې د يوه ګواښ په سترګه کتل کيږي ، ښايي ګايتنر به هڅه کوي د هوجين تائو تر سفر مخکې د خلکو ذهنيت يو څه واوړي.