راپورونه: د افغان سولې په اړه د جوبايډن دريځ روښانه نه دی 

روهي (څلورنۍ/۲۴ د مرغومي)، د افغانستان د سولې بهير په اړه خپره شوي راپورونه وايي چې د دغه بهير د سستوالي يو لامل د امريکا د ټاکنې دي. که څه هم د ټرمپ ادارې د افغانستان د سولې بهير ګړندۍ کړ، خو متحدو ايالتو کې د نوي حکومت سره د دغه بهير برخليک هم يو څه ناڅرګنده شوی دی. 

د کړکېچ نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي دي، چې اوس د افغانستان د سولې خبرې امريکا د نوي حکومت په راتګ پوري تړلې دي او په همدې د بين الافغاني خبرو بهير سست شوی دی. 

ياده نړیواله اداره وايي چې طالبان هم دې ته منتظر دي چې امريکا کې نوی حکومت به د دوی سره شوی تړون پر خپل ځای وساتي او يا نه او پر همدې اساس یې د جګړې بڼه هم بدله کړې ده. 

د کړکېچ نړیوالې ادارې دا وړاندوينه هم کړې ده چې د متحدو ايالتو نوی ولسمشر غواړي چې افغانستان کې يو کم شمېر امريکايي پوځيان وساتي او که چېرې داسې وشي، نو دغه کړنه د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحه شوې هوکړې سره په ټکر کې ده.