فاروق وردګ: طالبان نور د نجونو له زده کړو سره مخالفت نه کوي

د افغانستان د پوهنې وزير ډاکتر فاروق وردګ چې همدااوس د يوه رسمي سفر په ترڅ کې برتانيه کې دی، پرون په لندن کې د تعليم نړيوال فوروم ته وويل، چې طالبان نور د نجونو له تعليم سره مخالفت نه کوي. ده وويل ، چې د مالوماتو له مخې يې د طالبانو په لوړ پوړه مشرتابه کې نور له تعليم سره په ټوليزه توګه او همدارز د نجونو له تعليم سره مخالفت نه کيږي . ده همداراز هيله څرګنده کړه، چې ډېر زر به له طالبانو سره سوله ييز تفاهم رامنځته شي.
طالبانو تر اوسه د ډاکتر وردګ د څرګندونه په اړه رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړی.