پمپيو: ايران د القاعده لپاره ترټولو مهم او خوندي مرکز دی؛ د القاعده غړي اوس د افغانستان په غرونو کې نه بلکې تهران کې اوسيږي  

روهي (څلورنۍ/۲۴ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چار وزير مايک پمپيو د ايران پر وړاندې تازه څرګندونې کړې او ويلي دي چې ياد هېواد د القاعده ډلې لپاره ترټولو مهم او خوندي پټنځای دی. 

پمپيو ويلي دي چې اوس د القاعده شبکې غړي د افغانستان په غرونو کې نه پټيږي، بلکې دوی د ايران د حکومت په خوښه تهران کې راحت اوسيږي. پمپيو ويلي دي چې وروسته له هغې چې ايران القاعدې سره اړیکې ښې د اسامه بن لادن دغه ډله غښتلې شوې ده. 

پمپيو دا ادعا هم کړې ده چې کله په ۲۰۰۱ کال کې امريکا افغانستان ته پوځيان ولېږل نو اسامه بن لادن او د القاعده ډلې نور غړي ايران ته لاړ او تر ننه ايران د القاعده مالي ملاتړ کوي. 

د متحدو ايالتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د دغه خبرو په غبرګون کې د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف پر ټوېټر غبرګون ښوودلی او امريکا د دروغو په ويلو او د ژمنو په ماتولو تورنه کړې ده.