څنګه ليکوالي زده کړو؟

ليکل او ليکوالي هغه څه دي چې هر انسان ورته اړتيا لري. که مونږ او تاسو وغواړو چې خپلو اهدافو ته ورسيږو؛ د رسېدو له پاره ليکل ضروري دي، ځکه د افکارو، غوښتنو او د مفاهيمو د انتقال يا لېږد وسيله همدا ليکوالي ده، خو ځينې کسان شته چې د ليکوالۍ له پيل کولو ويريږي.

تل داسې فکرکوي چې زما ليکنه به تر نيوکې لاندې راشي، همدارنګه ياګانې او ليکنښې به ناسمې کارېدلي وي يا به ښه ليکنه ونه کړم. دې ته ورته زياتې پوښتنې يې ذهن کې راګرځي، خو دا په ياد ولرئ! چې ليکل ونه کړﺉ هيڅ کله ليوال کېدلای نشئ.

هیڅ لیکوال د مور له ګېډې لیکوال نه وي زېږیدلی، بلکې زياتره ليکوالان د زياتو هڅو او تمرينونو له لارې ليکول شوي، خو د ليکوال کېدو يا زده کېدو له پاره دلته سوال را ولاړيږي چې څنګه ليکوالي زده کړو؟ د ليکوالي د کولو له پاره لارې چارې کومې دي؟

که تاسې غواړی چې ليکوال شئ. د ليکوالي زده کولو لپاره څو لارې شته، چې له تاسو سره مرسته کولای شي او له تاسو ښه ليکوال جوړولای شي!

نن غواړم په دې ليکنه کې تاسو ته هغه لارې چارې وښايم، چې کېدای شي له تاسو سره د ليکوالۍ په کولو کې اغېزمنې تمامې شي.

د ليکوالۍ په اړه کتابونه لوستل
نسبت پخوا ته، اوس د ليکوالۍ برخه کې ډېر کتابونه ليکل شوي، چې دلته يواځې زه د څو مشهورو کتابونو نومونه راوړم چې عبارت دي:
معاصره ليکوالي، املا او انشاء، د ليکوالۍ فن، اوسنی ليکوال لومړی، دويم او درېيم ټوګ، څنګه ليکوال شم؟ او د نثر ليکلو هنر ... ياد شوي هغه کتابونه دي چې په لوستلو يې نه يواځې معلومات زياتيږي، بلکې د ليکوالۍ زده کړه او هغه لارې هم ښيي؛ چې څنګه ليکوالي زده کړو؟

د يادو کتابونو لوستل د نويو ليکوالانو له پاره اړين بولم، ځکه چې زه باوري يم، د نوموړو کتابونو لوستل کولای شي؛ نويو ليکوالو ته د ليکلو هنر ور زده او لاپياوړی کړي.

د مشهورو ليکوالانو ليکنې لوستل
دلیکوالۍ له پاره يواځې د پوهنتون زده کړې کاپي نه دي او بايد يواځې د پوهنتون پر کتابو او چپترو ډاډه هم نه شئ، بلکې د ليکوالۍ د کولو له پاره بله اغېزمنه لاره د نورو ليکوالانو ليکنې لوستل دي.

که تاسې غواړی چې ليکوالي وکړﺉ ښه اغېزمنه لاره يې همدا ده، چې د نورو ليکوالو ليکنې ولولئ او د هغوی له ليکنو ځانونه اغېزمن کړﺉ.

مطالعه کول
که غواړی چې ليکوالي زده کړﺉ، نو بايد چې مطالعه وکړئ ځکه مطالعه کول ستاسو فکر جوړوي، ستاسو لغوي پانګه برابروي ... او همدا راز ستاسو معلومات زياتوي دا هغه څه دي چې له تاسو سره د ليکوالۍ په زده کړه کې مرسته کوي او لا مو هڅوي چې ښې ليکنې وکړﺉ.

غضنفر صيب وايي: ((که غواړې چې يو مخ ليکل وکړې پکار ده چې سل مخه مطالعه وکړې.)) مطالعه کولاى شي ستاسو معلومات زيات کړي او دغه معلومات بيا له تاسو سره د ليکوالۍ په کولو کې مرسته کوي.

په پيل کې په هغه څه چې پوهېږی وې ليکی او په کوم څه چې نه پوهېږی هغه مه ليکی، کله مو چې معلومات زيات شول وروسته پرې ليکل وکړﺉ.

خاطرې ليکل
د ليکوالۍ د پیل له پاره ښه او اغېزمنه لاره له خاطرو پیل کول دي که غواړﺉ چې ښه ليکوالان شئ نو په پيل کې کولای شئ له خپلو ورځينيو خاطرو او پېښو پيل وکړئ، ځکه ډېری ليکوالان د ليکوالۍ د پوخولي له پاره د خاطرو ليکل ښيي.

که د ورځينيو خاطرو ليکل په پيل کې زيات ستونزمن وي کوښښ وکړئ په ساده طريقه يې وليکی ترسو تاسو ته د ليکوالۍ لاره معلومه شي.

د ښه ليکوال کېدو له پاره پکار ده چې هره ورځ ليکنه وشي. که غواړی چې تاسو هم ښه ليکوال شئ نو هره ورځ ليکنې وکړئ.

په هغه څه چې پوهیږی هغه ولیکئ ، هغه څه چې ښه نه پرې پوهیږی هغه مه لیکئ پریږدی بل وخت ته کله مو چې معلومات ډېر شول بیا پرې لیکنه وکړئ.

زيات تمرين کول
په ليکوالۍ کې زيات تمرين کول يعنې هره ورځ ليکنې کول د ليکوالۍ د پرمختګ لامل ګرځي. که غواړی چې ښه لیکوال شئ او په ليکوالۍ کې زيات پرمختک وکړئ، نو باید ډېر زیار وباسی که زیار او زحمت به ځان نشی قبولای نو ښه ده چې لیکوالی ته مخه نه کړﺉ.

له نورو ليکوالانو سره مشورې کول
مشوره کول په هر کار کې ګټوره تمام کېدلای شي، خو که په ليکنو کې له نورو ليکوالو او ملګرو سره مشوره وشي؛ زه باوري يم چې ډېر ژر به يې تغيرات په خپلو سترګو ووينئ او هغه لارې به تاسو ته وښايي چې ستاسو به ورته پام هم نه وي.

په دې ليکنه کې له تاسو سره د لومړی ليکنې خاطره شريک کول غواړم؛ ما چې کله لومړی ليکنه وکړه، ژر مې تاند ويب پاڼې ته واستوله، ډېر وخت وروسته يې ځواب راغی چې د زياتو غلطيو له وجې د نشر وړ نه ده؛ خو زه يې لا په غلطيو هم نه پوهېدم. لنډه دا چې ذاکرالله ''يار'' د يادې ليکنې دسمون لارښوونه راته وکړه. له سمون نه وروسته مې چې کله واستوله، څو ساعته وروسته په تاند ويب پاڼې کې په اسانۍ سره نشر شوه.

که تاسې غواړی چې ښه ليکوالي وکړئ، نو خپلې لومړنی ليکنې مو له نورو ليکوالانو سره شريک کړئ، ځکه کېدای شي ستاسې ليکنې زياتې غلطي ولري، خو ستاسو به ورته پام هم نه وي.

پر دې سربېره نور موارد هم شته چې د ليکوالۍ په زده کړه او پیاوړتيا کې له تاسو سره مرسته کولای شي.

نوټ:
زه هم پوخ ليکوال نه يم، خو په دې لیکنه کې د ليکوالۍ زده کولو او پیاوړې کولو له پاره هغه موارد راوړل شوي چې تاسو يې به عملي کولو سره ليکوالي زده او پیاوړيې کولای شئ.