يوه افغانه جلۍ په فراه کې د امريکايي سرتېرو تر جنسي تېري وروسته مړه شوه


پرېس ټي وي ادعا کوي، چې د افغانستان په سويل لويديځ ولايت فراه کې د يوه افغان سياستوال لور تر هغې وروسته چې د امريکايي سرتېرو له لوري جنسي تېری ورباندې وشو ، د ورپېښو ټپونو له امله مړه شوه. د هغو سرچينو له قوله چې نوم يې نه دی ښودل شوی، د ايران يوه انلاين خبري اژانس ته ويل شوي، چې امريکايي سرتېرونوموړې افغانه جلۍ له يو شمېر نورو افغان نجونو او مېرمنو سره په يوه واګون کې امريکايي بېس ته يوړلې او هلته يې جنسي تېری ورباندې وکړ. وروسته يوه جلۍ د خپلو ټپونو له امله روغتون راوړل شوه او هلته په حق ورسېده او دوې تنه نورې هم يوه نزدې روغتون ته وړل شوي او هلته تر درملنې لاندې دي. د ايساف مطبوعاتي دفتر پرېس ټي وي ته ويلي، چې دوی نه شي کولی دغه خبر تائيد کړي.