اوباما او زرداري په يوه ناسته کې ، په پاکستان کې د ترهګرۍ په هکله خبرې وکړې

 د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په دې موخه واشنګټن ته رسېدلی، چې د رېچارډ هالبروک په ياد غونډه کې ګډون وکړي ، خو تر څنګ يې  په سپينه ماڼۍ کې له باراک اوباما سره هم يوه ناسته درلوده.
د امريکا جمهور رييس بارک اوباما او د پاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري په دې ناسته کې په پاکستان کې د ورځ تر ورځې پياوړي کيدونکي ترهګريزو فعاليتونو او د دې هېواد پر کاوکه اقتصاد هم خبرې وکړې.
د اوباما امنيتي سلاکار تام دانيلون ويلي، چې د زرداري سفر دې هېواد ته خصوصي و نو ځکه پر ډېرو جزئياتو يې خبرې نه دي کړي.
د يادولو وړ ده، چې په رسنيو کې په پاکستان کې د مخ په زياتيدونکي ترهګريزو فعاليونو اړوند د امريکايي او نورو چارواکو لخوا رپوټونه خپريږي، ليکن د مشکل د حل لپاره يې يوازې افغانستان ته ځواکونو استول کيږي او ټول عمليات يوازې په دې هېواد کې تر سره کيږي.