د یوازې یوې کیسې یا نیمګړو معلوماتو خطر



د ژباړن سریزه
نایجیریايي الاصله ناول لیکونکې « کممندا انګوزي اډیچي » نومېږي. هغه چې نولس کلنه وه له نایجیریا څخه امریکا ته د زده کړو لپاره لاړه. هلته یې په  (Yale University) ییل پوهنتون کې لیسانس ترلاسه کړ، بیا یې په هاروارد، جان هاپکن، او نورو پوهنتونو کې په ادبیاتو، د افریقا په تاریخ او بشری پېژندنه او نورو علومو کې درسونه ولوستل. څو نړیوال شهرت لرونکي ناولونه یې ولیکل چې هر یوه یې زیاتې جایزې واخیستلې. 
 
مېرمن کممندا ته تل د مشهورو نړیوالو پوهنتونو لکه هاروارډ، ییل، کمبریج او نورو لخوا بلل کېږي چې په فراغت غونډو کې محصلانو ته خبرې وکړي، همدارنګه هغه په نورو مهمو نړیوالو غونډو کې هم لکه د کامنویلت په غونډو کې د مشرې مېلمنې په توګه خبرې کوي که څه هم تر اوسه زیاته ځوانه ده.  
 
دا وايي چې کیسه ویونکې ده، او د لیکوالۍ زیات وتلی سبک لري چې ځوان لیکوالان ورنه زیات څه زده کولی شي، خو ستونزه داده چې ما غوندې یو کس به ونه توانیږي د دې د لیکلو هنري اړخ او سبک خپلو درنو لوستونکو ته را نقل او وژباړم. خو که څوک له انګریزي ژبې سره بلد وي که انټرنېټ ته سر ورښکاره کړي او (Chimamanda Ngozi Adichie) ولیکي نو د هغې لکچرونه به ومومي. خو د هغې د ناولونه یوازې د کتاب په شکل او یا په انلاین توګه په (پي. ډي. اف.) توګه پېرل کېدی شي. 
 
دا لاندې مطلب د همدې وتلې لیکوالې د (Ted Talk) د خبرو ژباړه ده. ما دا لکچر د یو څو مهمو لاملونو له کبله وژباړه:
  • دا لکچر په مهمه خبره تمرکز کوي چې موږ انسانان د کوم ځای، ملک، خلکو، او یا کوم کس په هکله د کمو معلوماتو چې دا وتلې نړیواله لیکواله یې  « یوازې یوه کیسه بولي » په بنا غلط قضاوتونه باید ونه کړو، که نه نو له ناسمو قضاوتونو، تبو (Stereotypes) سره د یوه کس، قوم، سیمې او یوه هېواد په هکله، مخ کېږو. 
  • دا موږ ته راښيي چې یوازې یوه کیسه د یو ملت د ذلیله او په بند کې ساتلو لپاره یوه مهمه وسیله ده او د ښکېلاکګرو له خوا کارول کېږی. 
  • د دې د لیکوالۍ سبک خورا مهم دی او زموږ ځوانان ورنه زده کړه کولی شي.
  • زما په نظر د دې لیکوالې خبرې د هر هغه ملت لپاره لکه زموږه اړینې دي، چې څنګه په ځان ویسا او اعتماد ومومي، په هغو لومو پوه شي چې نورو ورته ایښي دي، له ځانه یې بېګانه کوي او په خپلو ناسمو انګیرنو هم پوه شي چې دوی وروسته او ویشلي ساتي.
د کممندا لکچر
زه یوه کیسه ویونکې یم. او زه غواړم چې درته د هغه څه په هکله یو څو شخصي کیسې وکړم چې زه ورته « د یوازې یوې کیسې خطر» وایم. زه د نایجریا په ختیځه برخه کې د یوه پوهنتون په سیمه کې ستره شوم. زما مور وايي چې ما په دوه کلنۍ کې لوستل پیل کړل، که څه هم زه فکر کوم چې څلور به حقیقت ته نېږدې وي. نو زه یوه وختي لوستونکې وم، او هغه چې ما لوستل د ماشومانو لپاره بریتانیايي او امریکايي کتابونه وو.
 
زه همدارنګه یوه وختي لیکواله وم، او کله چې ما لیکل پیل کړل، تقریبا اوه کلنه وم، کومې کیسې چې ما په پنسل او رنګه قلمومو په مرسته رسم او ښوولې زما غریبه مور مجبوره وه چې ویې لولي، ما کټ مټ داسې کیسې ولیکلې چې لوستلې مې: زما ټول لوبغاړي سپین پوستي او شین سترګي کسان و، هغوی په واورو کې لوبې کولې، مڼې یې خوړلې او دوی د هوا حالاتو په هکله زیاتې خبرې کولې، څومره دا مینه ناکه وه چې لمر راختلی و.
 
دا په داسې حال کې وه چې ما په نایجیریا کې ژوند کاوه. زه هېڅکله له نایجریا نه بهر نه وم تللې. موږ واوره نه لرله، موږ منګو خوړل، او موږ هېڅکله د هوا په هکله خبرې نه کولې، ځکه هلته یې اړتیا نه وه. زما لوبغاړو زیات بیر څښل، ځکه هغو لوبغاړو چې په بریتانیايي کتابونو کې وو، بیریې څښل. فکر مه کوئ! ما هېڅ مفکوره نه لرله چې بیر څه شی دي. او زیات کلونه وروسته، ما زیاته تلوسه لرله چې د بیرو مزه وڅکم. خو هغه یوه بله کیسه ده.
 
دا چې څه انځوروي مهمه ده، زه فکر کوم، دا ښيي چې موږ په ځانګړې توګه ماشومان څومره زیات د کیسې تر اغیز لاندې راتلای شو. ځکه ټول هغه کتابونه چې ما لوستي وو لوبغاړي یې بهرني وو، ما په طبیعي توګه منلې وه چې کتابونه په خپل ذات کې باید بهرني لوبغاړي ولري او باید د هغو څېزونو په هکله خبرې وکړي چې ما نه شوای پېژندلی. اوس، کله چې ما افریقايي کتابونه وموندل هر څه بدل شول. هغه مهال زیاتو شتون نه درلود او لکه بهرني کتابونه په اسانۍ نه موندل کېدل. 
 
خو د « چینو اچیبی » او  « کامارا لیې» په نومونو لیکوالانو له کبله زه د ادبیاتو په هکله په خپل تصور کې له فکري بدلون سره مخ شوم. ما درک کړه چې ما غوندې خلک، نجونې چې پوست یې چاکلیټ غوندې وي، د چا چې ګړګوتي ویښتان شاته نه شي غوټه کېدی، هم په ادبیاتو کې ځای لرلئ  شي. ما پیل وکړ د هغه څه په هکله ولیکم چې پېژنم یې. 
 
اوس زه له هغو امریکايي او بریتانیوي کتابونو سره مینه لرم چې و مې لوستل. دوی زما خیالونه راوخوځول. دوی زما لپاره نوې نړۍ پرانیستې. خو نا غوښتل شوې پایله یې دا وه چې زه نه پوهېدم ما غوندې خلک به هم په ادبیاتو کې له نورو سره ګډ ځای لرلی شي. نو هغه څه چې افریقايي لیکوالانو زما لپاره وکړل دا و چې: زه یې له دې وساتلم چې یوازې یوه کیسه ولرم، کوم چې کتابونه دي. 
 
زه د یوې دودیزې منځني پاړکي نایجریايي کورنۍ څخه یم. زما پلار د پوهنتون استاد او مور مې یوه مدیره وه. او ځکه نو موږ به له دود سره سم په کور کې د کار لپاره یو مزدور درلود، چې له کلیوالي سیمو څخه به و. نو چې زه اته (۸) کلنه شوم موږ د کور کارونو لپاره یو هلک وګوماره. د هغه نوم « فیډ» وه. یوازې هغه څه چې مور مې راته ویلي و دا و چې د هغه کورنۍ زیاته بېوزله وه. زما مور به غنم او وریجې، او زموږ زاړه کالي د هغه کورنۍ ته استول. کله به چې ما خپل خواړه نه خلاصول، مور به مې راته ویل، « خواړه د ټول وخوره! ته پوهېږې؟ خلک لکه د فېډ کورنۍ هېڅ نه لري.» نو ما به د فېډ له کورنۍ سره زیاته خواخوږي درلوده. 
 
بیا یوه شنبه، موږ د هغه کلي ته لاړو، او د هغه مور موږ ته یوه زیاته په ښکلا سره وودل شوې ټکړۍ وښودله چې له وچو لښتو د هغه ورور جوړه کړې وه. زه حیرانه شوم. ماته کله هم دا فکر نه و پیدا شوی چې د هغه په فامیل کې به نو څوک په رښتیا کوم څه جوړولی شي. ټول هغه څه چې ما اورېدلي و دا وو چې دوی څومره بېوزله و، نو زما لپاره ناممکنه شوې وه چې دوی بې له فقره په بل شکل وګورم. د هغوی بیوزلي زما یوازینۍ کیسه وه د دوی په هکله. 
 
کلونه وروسته، ما د دې په هکله فکر کاوه، هغه وخت چې ما نایجریا پرېښوده تر څو په امریکا کې پوهنتون ته لاړه شم. زه ۱۹ کلنه وم. زما د کوټې امریکايۍ ملګرې زما په لیدو حیرانه وه. هغې له ما وپوښتل چې انګلیسي د چېرې دومره ښه زده کړې، او لا نوره مشوشه وه چې ما ورته وویل انګریزي د نایجریا رسمي ژبه ده. هغې له ما وپوښتل چې د دې په قول زما « قبیلوي موسیقي» واوري، او وروسته زیاته ناهیلې شوه کله چې ما د « ماریه کېرې» کسیت ورته وړاندې کړ. هغې داسې فکر نه شوی کولی چې زه به له نغري (منقل) څخه کار اخیستی شم.
 
څه چې ما ته زیات مهم او حیرانوونکي په نظر راغلل دا وو: هغې مخکې له دې چې ما وویني زما په هکله یې کیسې په فکر کې درلودې. د هغې لمړی سوچ زما په هکله، د یوې افریقايي په توګه، له ما څخه د لوړتیا او خواخوږي، وه. زما د کوټې ملګرې د افریقا په هکله یوازې یوه کیسه لرله: د فاجعې یوه یوازینۍ کیسه. په دې یوازینۍ کیسه کې، د دې هېڅ امکان نه و چې افریقایان به نو په کوم څه کې له دې سره شباهت ولري، یوازې تر خواخوږي وراخوا یې په هېڅ لاره د افریقا په هکله د کوم پېچلي احساس امکان نه لیده او د مساوي انسانانو په توګه یې هېڅ کومې اړیکې سوچ ته لاره نه کوله. 
 
زه باید ووایم مخکې له دې چې زه امریکې ته لاړه شم، ما په شعوري توګه ځان افریقايي نه پېژانده. خو په امریکا کې، هرکله چې افریقا یادېده، خلکو ماته کتل. که څه هم ما داسې کوم ځایونه لکه نامیبیا او د افریقا زیات نور ځایونه نه پېژندل. خو زه له دې سره مخ شوم چې دا نوی تشخص او پېژندګلوي خپل کړم، په زیاتو لاملونو دا وخت ما خپل ځان افریقايي وباله. خو بیا هم تر اوسه زه دا خبره زیاته خواشینوونکې بولم چې افریقا ته د یوه هېواد په توګه کتل کېږي، تر ټولو وروستی مثال یې دا دی چې کله زه دوه ورځې مخکې له لیګاس ( د نایجریا پلازمینه) څخه د ورجین په نامه هوايي کرښې په الوتنه کې، چې له نورو اړخونو خورا ښه وه، یو اعلان د الوتنې په وخت د خیریه کارونو په هکله په « هند، افریقا او نورو هېوادونو» کې وشو. 
 
 نو کله چې ما په امریکا کې د یوې افریقایۍ په توګه یو څو کاله تېر کړل، ما پیل وکړ چې زما د کوټې د ملګرې غبرګون له ځان سره درک کړم. که زه په نایجریا کې نه وای لویه شوې، که کوم څه مې د افریقا په هکله پېژندلی یوازې له مشهورو انځورونو وی، ما به هم فکر کاوه چې افریقا یو داسې ځای دی چې ښکلې سیمې او مناظرې لري، ښکلي څاروی لري او له درک او هوښیارتیا څخه خالي خلک لري، چې بې مفهومه جګړې کوي، د فقر او ایډز له کبله مري، د دې توان نه لري چې د ځان په نمایندګۍ خبرې وکړي او انتظار کوي چې د یوه مهربانه سپین پوستي بهرني په مرسته خوندي وساتل شي. که ما نایجیریا نه وی لیدلی او هلته نه وی لویه شوې، ما به افریقائیان همداسې لیدلی لکه، د یو ماشوم په توګه، مې چې د فېډ کورنۍ لیدله او دا به مې د افریقا په هکله یوازینۍ له کمښتونو او خطره ډکه کیسه وی. 
 
زه فکر کوم، د افریقا دا یوازینۍ کیسه په پای کې له غربي ادبیاتو رابرسېره کېږي. اوس، دلته د لندن د یوه تاجر چې جان لاک نومېده او چا چې تر غربي افریقا پورې په کال«۱۵۶۱» ام کې په بحر کې سفر وکړ، له لیکنې چې یو په زړه پورې راپور یې له دې سفره وړاندې کړی، یوه خبره را اخلم. کله چې دی تورپوستي افریقائیان د « وحشي ځناورو چې کورونه نه لري،» په توګه یادوي، لیکي، « هغوی هم خلک دي چې سرونه نه لري، د دوی خولې او سترګې د دوي په سینو کې دي».
 
اوس، ما چې هر ځل دا لوستي ورته خندلي مې دي. او یو کس باید د جان لاک خیال تحسین کړي. خو هغه څه چې د ده په لیکنو کې مهم دي د افریقائیانو په هکله د غربيانو د کیسو د پیل څخه نمایندګي کوي: داسې یو دود چې د افریقا صحرا یې د منفي، توپیر لرونکو او تورو تیارو خلک  یاد کړي، څوک چې د « روډیارډ کېپلنګ » غوره شاعر په لیکنو کې « نیم شیطان او نیم ماشوم » دي.
 
او له دې کبله، ما پیل وکړ چې درک کړم زما د کوټې امریکايۍ ملګرې به حتما په خپل ټول ژوند کې د همدې یوازینۍ کیسې مختلف دولونه لیدلي او اورېدلي وي، دې یو استاد درلود چې یو ځل یې ماته وویل چې زما ناول پوره « اصلي افریقايي» نه و. اوس زه بلکل دا منم چې په هغه ناول کې ځینې څېزونه ناسم و، هغه په ځینو ځایونو کې پاته راغلی و، خو زه په دې پوه نه شوم چې څنګه هغه په کوم څه کې چې افریقايي اصلیت ورته وویلی شو پاته راغلی و. په حقیقت کې زه نه پوهېدم چې افریقايي اصلیت څه شی و. زما استاد راته وویل چې زما لوبغاړي کټ مټ لکه دی داسې دي، چې یو تعلیم لرونکی او د منځني پاړکي سړی و. زما لوبغاړي موټر چلاوه. هغوی له لوږې نه مړه کېدل. نو ځکه د ده په اند دوی اصلي افریقائیان نه وو.
 
خو زه باید زر ورزیات کړم چې زه هم کټ مټ همدومره د یوازې یوې کیسې په هکله ګنهکاره یم. یو څو کلونه مخکې، زه له امریکا مکسیکو ته لاړم. په هغه وخت کې په امریکا کې سیاسي چاپیریال له فشاره ډک و، او هلته ګرم بحثونه د مهاجرت په هکه کېدل. لکه چې زیات وختونه په امریکا کې پېښېږي، مهاجرت د مکسیکو له خلکو سره مشابه او یوه معنی لرله. د مکسیکو د خلکو په هکله زیاتې نه تمامېدونکې کیسې شته څوک چې په روغتیايي سیستم کې درغلي کوي، له سرحده په غلا تېرېږي، په سرحد کې نیول کېږي، دا ډول څېزونه. 
 
زما په یاد دي چې زما د سفر په لمړۍ ورځ مې په « ګواډلره » کې قدم واهه، لیدل مې خلک کارونو ته ځي، په بازار کې په کار اخته دي، سګرېټ څکوي، خاندي. زما خپل لمړی احساس مې په یاد دی چې تعجب مې وکړ. او بیا، زه په زیات شرم کې غرقه او شرمنده شوم. ما درک کړه چې زه دومره زیاته د رسنیو په هغو تبلیغاتو کې چې د مکسیکو د خلکو په هکله و ډوب شوې وم، چې یو څه په فکر کې لري او هغه یوازې د مهاجرو ناهیلي او بد حالت و. ما په رسنیو کې او زموږ په سوچونو کې د مکسیکو د خلکو په یوازینۍ کیسه کې فکر کړی و او زه تر هغو نوره زیاته نه شوی خجالت او شرمېدلی. په دې توګه دا هغه څه دي چې څنګه یوازې یوه کیسه خلق کړو، خلک د یو شي په توګه وښيو، یوازې لکه یو شی، بیا بیا دوهم ځل، او دا هغه څه دي چې دوی په ذهن کې کېږي. 
 
دا ممکنه نه ده چې د یوازینۍ کیسې په هکله خبرې وکړو بیله دې چې د قدرت په هکله څه ونه وايو. یوه کلمه ( لغت) شته، د اګبو  (Igbo) لغت، چې زه یې تل په هکله فکر کوم کله چې زه د نړۍ د قدرت د جوړښت په هکله فکر کوم، او دا نکالي (nkali) دی. دا یو نوم دی په ساده معنی ژباړل کېږي چې « تر څو تر بل ستر وي.» لکه زموږ د اقتصادي او سیاسي نړۍ، کیسې هم د نکالي د اصولو په مرسته تعریفیدلی شي: څنګه هغه ویل شوې، څوک یې وايي، کله ویل شوې، څومره کیسې ویل شوې، په رښتیا په قدرت پورې تړاو لري. 
 
قدرت هغه توانمندي ده چې نه یوازې د یوه بل کس یا ولس او یا ملت کیسه ووایو، بلکه چې د هغه کس یا ولس او ملت یوازینۍ کیسه یې وګرزوو. فلسطیني شاعر« بورید برغوتی» لیکي چې که تاسو غواړی کوم خلک محروم کړئ، تر ټولو ساده لاره یې داده چې د دوی کیسه ووایې او چې پیل وکړې له، « همدارنګه »، (ژباړن: یعنې بنسټیزې اصلي خبرې پرېږدې او پیل وکړې په دوهم لاس حاشیوي رښتیا او درواغو خبرو). کیسه د بومي امریکایانو له غشو وکړه، نه د بریتانویانو له رارسېدو، او تاسو به په ټوله معنی بېله کیسه ولرئ. کیسه د افریقايي دولت له ماتې وکړه، او نه د ښکېلاک په واسطه د افریقايي دولت له جوړېدو، او تاسو به بلکل یوه بېله کیسه ولرئ. ما په لنډ تېر وخت کې په یوه پوهنتون کې خبرې کولې چېرې چې یوه زده کړیال راته وویل: د شرم خبره ده چې د نایجریا سړي په فزیکي توګه ځوروونکي او معتاد و لکه زما په ناول کې د پلار لوبغاړی. ما ورته وویل چې ما همدا مخکې یو ناول ولوست: « امریکايي سایکو/ رواني ناروغ.» -- او دا یو ستر شرم و چې ځوان امریکایان متکرر قاتلین وو. اوس، روښانه ده ما دا خبره یوه زړه بدوالي ته د یوه مناسب ځواب په توګه وکړه، « ژباړن: یا کیسه د افغانانو له تروریستي فعالیتونو وکړه نه له دوو پېړیو راهیسي د سترو لوبو رانیولي تر اوسه او په تېره د څلورو لسیزو راهیسې نړیوالو دسیسو، چې موږ د نورو په وړاندې او په خپلو منځو کې سره وجنګول شوو، تاسو به بلکل بېله کیسه ولری.»
 
خو دا به ماته هېڅکله نه وی پېښه شوې چې داسې فکر وکړم یوازې له دې کبله چې ما داسې ناول لوستی و په کوم کې چې متکرر قاتل لوبغاړی و او هغه به نو د ټولو امریکایانو نماینده و، نه هېڅکله نه. دا د دې کبله نه ده چې زه تر هغه شاګرد ښه انسان یم، مګر د امریکا د کلتوري او اقتصادي توان له کبله، ما د امریکې ډېرې کیسې لرلې. ما « ټایلر او اپټډایک » او سټاینبېک او ګېټ سکېل » لوستي و. ما د امریکا یوازې یوه کیسه نه لرله بلکه له زیاتو سره یې اشنا وم. 
 
کله چې ما واورېدل، څو کلونه مخکې، د دې لپاره چې کوم لیکوال بریالی شي، نو باید په رښتیا یې خواشینی ماشومتوب تیر کړی وي، ما شروع وکړه چې فکر وکړم څنګه زه ویروونکي څېزونه له ځانه جوړولی شم چې زما مور او پلار به ګواکي له ما سره کړي وي. خو حقیقت دادی چې ما زښته زیات خوشاله ماشومتوب درلود، چې په یوه زیاته سره نېږدې وودل شوې کورنۍ کې له خندا او مینې ډک و.
 
خو ما داسې نیکه درلوده چې د مهاجرو په کمپونو کې مړ شو. زما د تره زوی ومړ ځکه هغه مناسب روغتیايي مراقبت ته لاسرسی نه درلود. یو زما تر ټولو نېږدې ملګرو، اکولوما، د الوتکې په رالوېدو کې مړ شو ځکه زموږ د اور وژنې وسیلو اوبه نه لرلې. زه د جابرو نظامی حکومتونو لاندې ستره شوم کومو چې تعلیم ته کم ارزښت ورکاوه، تر دې کچې چې کله خو به زما مور او پلار ته به یې تنخواوې نه ورکول کيدې. او ځکه خو، د یوه ماشوم په توګه، ما ولیدل چې مربا مو له دسترخوانه ورکېدله، بیا به کوچ او د پخلي غوړ له منځه تلل، بیا ډوډۍ خورا ګرانه شوه، بیا وروسته شیدې په ځیره شوې. او تر ټولو زیات، یو ډول دوام لرونکې سیاسي ویرې زموږ ژوندونه اشغال کړل. 
 
ټولې داسې کیسې ما ته هغه څوک جوړوي چې زه په اصل کې یم. خو که یوازې په دې منفي کیسو زیات ونښلم نو زما  د تجربې بې خونده کول به وي او د زیاتو هغو نورو کیسو له نظره غورځول به وي چې زه یې جوړه کړې یم. یوازې یوه کیسه (Taboo)  «تبو» یا   (stereotypes) جوړوي  او د دې ستونزه یوازې دا نه ده چې رښتیا نه وي، بلکه هغوی ناتکمیل وي. دوی یوه کیسه یوازې یوه کیسه جوړوي. 
 
دا روښانه ده چې افریقا له ناورینو ډکه لویه وچه ده: هلته زیاتې فاجعې رامنځته کېږي، لکه په کانګو کې ویروونکې زبرزناوې او نورې خواشینونکې خبرې لکه دا حقیقت چې په نایجیریا کې یوازې د یوې دندې لپاره (۵،۰۰۰) کسان غوښتن لیکونه ورکوي. خو نورې کیسې هم شته چې د فاجعو او ناورینو په هکله نه دي، او دا زیاتې مهمې دي، دا کټ مټ همدومره مهمې دي، چې په هکله یې خبرې وکړو، تر څو د یوازې یوې کیسې په لومه کې ګیر نه شو. 
 
ما تل احساس کړی دی چې دا ناممکنه ده چې په مناسبه توګه د یوه کس او یا یوه ځای سره په سمه توګه بلد شو او ورسره معامله ولرو، که د هغه ځای او هغه کس له ټولو کیسو سره ځان اشنا نه کړو. د یوازې یوې کیسې پایلې او عواقب دا دي: دا خلک له کرامته محروموي. دا زموږ د مساوي انسانيت پېژندګلوي سختوي. دا په دې تاکید کوي چې موږ څنګه سره توپیر لرو، د دې په ځای چې څنګه سره ورته او مشابه یو. 
 
نو څه به کیدی که ما د مکسیکو له سفره مخکې،  د دواړو خواوو د مهاجرت بحث تعقیب کړی وی، یعنې د امریکا او مکسیکو؟ څه به کېدی که زما مور راته ویلی وی چې د « فیډ » کورنۍ بېوزله خو خواریکښه ده؟ څه به کیدی که موږ داسې یو افریقايي تلویزیوني شبکه درلودی چې د افریقا ډول ډول کیسې یې په ټوله نړۍ کې خپرولی؟ هغه څه چې د نایجیریا لیکوال « چینو اچیبې » یې د  « کیسو توازن بولي.»
 
څه به ښه وی که زما د کوټې ملګرې زما د نایجیریا خپروونکي، محتار بکر، په هکله معلومات لرلی، یو غوره کس چاچې خپله دنده په یوه بانک کې پرېښوده او یوه چاپخونه یې پیل کړه. اوس، دودیزه پوهه دا وه چې د نایجیریا خلک ادبیات نه لولي. هغه موافقه نه لرله. هغه احساسوله هغه خلک چې لیک او لوست کولی شي، وبه لولي، که تاسو ادبیات ورته د دوی د توان سره سم برابر کړئ.
 
کله چې هغه زما لمړنی ناول چاپ کړ تر هغه وروسته زر، زه په لګاس کې د یوه تلویزیوني کانال دفتر ته لاړمه چې یوه انټرویو ولرم، یوه ښځه چې هلته یې دنده لرله، ماته راغله او راته یې وویل، « زه په رښتیا ستا ناول خوښوم. خو زه یې یوازې پای ته رسېدل نه خوښوم. اوس تاسو باید د هغو پسې د ناول پایله او اغیزه هم ولیکی، او دا هغه څه دي چې پیښ به شي... »
 
هغې ادامه ورکړه چې راته ووایي: په نتیجه کې یې باید څه ولیکم. زه نه یوازې زیاته خوښه شوم، بلکه زیاته په خوځښت راغلم. دلته یوه مېرمن وه چې د نایجیریا له عادي خلکو څخه وه، څوک چې د خلکو په ګومان لوستونکي نه وو. هغې نه یوازې هغه کتاب لوستی و، بلکه د هغو مالکیت یې هم ترلاسه کړی و، ځانته یې د دې حق هم ورکاوه او دا توان یې په ځان کې لیده چې راته ووایي د ناول په نتیجه کې زه څه باید ولیکم.
 
اوس، څه به کیدی که زما د کوټې ملګرې زما د نایجیریایۍ دوستې « فونمي لینده » په باب معلومات لرلی، چې یوه نه ویرېدونکې ښځه ده څوک چې تلویزیوني پروګرامونه په لګاس ( د نایجیریا په په پلازمینه ) کې چلوي، هغه ویره نه لري هغه کیسې وايي چې موږ غواړو هیرې یې کړو؟ څه به کیدی که زما د کوټې ملګرې پوهېدی د زړه د هغو عملیاتو په هکله چې تېره اونۍ په لګاس کې تر سره شول؟ څه به کیدی که زما د ګوټې ملګرې د نایجیریا د نن سبا د پرمختللې موسیقي په هکله، د هغو استعداد لرونکو هنرمندانو په اړه چې په انګریزي او پېډګین، او اګبو او یوروبو [ نایجیریايي ژبې ] سندرې وايي، له جی- زي  تر فیله، تر باب مارلي ( د نایجیریا د خلکو کمپوزونه ) د دوی تر نیکونو پورې اثار سره ګډوي. 
 
څه به کیدی که زما د کوټې ملګرې د هغې ښځینه قانون پوهې په هکله پوهېدی چې په وروستیو وختو کې محکمې ته لاړه تر څو هغه قانون وننګوي چې مخکې له دې چې خپل پاسپورت نوی کړي له خپل مېړه اجازه واخلي؟ څه به کیدی که زما د کوټې ملګرې د نالیووډ (ژباړن: د نایجیریا د هالیووډ او بالیوود معادل دی) په هکله مالومات لرلی، چې له نوښتګرو کسانو ډک دی او له زیاتو تخنیکي ستونزو سره سره ستر فلمونه جوړوي، هغه فلمونه چې زیات شهرت لري او د دې ښه مثال دی چې د نایجیریا خلک هغه څه مصرفوي چې تولیدوي یې؟ څه به کېدی که زما د کوټې ملګرې زما د ښکلو ويښتو کرونکې په هکله معلومات لرلی چاچې همدا اوس خپل کار و بار پیل کړ تر څو د ویښتانو کرلو کار وبار پیل کړي، یا د ملیونو نورو نایجیریايي کسانو په هکله یې معلومات لرلی چا چې پیل کړی نوي کار و بارونه (تشبثات) پیل کړي او کله خو ناکامېږي، مګر دوام ورکوي تر څو نوو لوړو نوښتونو ته وده ورکړي. 
 
هر وخت چې زه کور وم  زه د زړه تنګۍ له معمولو سرچینو سره مخ کېږم: زموږ ناکامه بیخبنا، زموږ ناکام حکومت، خو همدارنګه زموږ د خلکو له حیرانوونکي مقاومت سره څوک چې بېله حکومته او نه د هغو په مرستو لوړو پوړیو ته رسېږي. زه د لیکوالۍ درسونه ورکوم په لیګاس کې هر دوبی، او ماته د حیرانتیا ځای دی چې څومره زیات خلک ګډون کوي، څومره زیات خلک مینه لري چې ولیکي، چې کیسې ووايي.
 
زما نایجیریايي نشروونکي او ما همدا اوس د « فارافینا » په نامه یو غیر انتفاعي سازمان پیل کړی دی، او موږ ستر خوبونه لرو تر څو کتابتونونه جوړ او هغه ورغوو چې لا پخوا شتون لري او د دولتي ښوونځیو لپاره کتابونه برابر کړو ځکه هغوی په خپلو کتابتونو کې هېڅ کتاب نه لري، او همدارنګه د لیکلو او لوستلو د زیاتو زیاتو ورکشاپونو جوړول او تنظیم وکړو،  د هغو خلکو لپاره څوک چې مینه لري زموږ زیاتې کیسې ووايي.
 
کیسې مهمې دي. زیاتې کیسې مهمې دي. کیسې کارول شوې دي تر څو زموږ خلک محروم کړي او بد یې معرفي کړي، خو کیسې همدارنګه کارول کېدی شي چې زموږ خلک توانمند کړي او انساني او تمدني اړخونه یې رابرسېره او قوي شي. کیسې د خلکو عزت او آبرو له منځه وړلی شي، خو کیسې همدارنګه همغه پیکه شوی عزت او غرور ترمیم او مرمت کولی شي. نور راځئ ولیکو او د خپلو خلکو ټولې کیسې ولیکو. 
 
امریکايي لیکوالې « الیس واکر» د خپلو سویلي خپلوانو په هکله لیکلي څوک چې د امریکا شمال ته خوځېدلي دي. دې هغوی له یوه کتاب سره اشنا کړل چې په جنوب کې د ژوند په هکله و چې هغوی پرېښود. « دوی سره کېناستل، هغه کتاب یې په خپله لوسته، ماته یې غوږ نیوه کله چې ما ورته هغه کتاب لوست، او یو ډول جنت بیا وموندل شو.»
 
زه غواړم چې دا فکر راونغاړم: خبره داده کله چې موږ یوازې یوه کیسه رد کړو، کله چې موږ درک کړو چې هېڅکله د یوه ځای په هکله یوازې یوه کیسه شتون نه لري او سمه نه ده، موږ یو ډول جنت بیا تر لاسه کوو. 
___________
لیکواله: وتلې ناول لیکونکې کممندا انګوزي اډیچي
ژباړن: محمد عارف رسولي
د یوازې یوې کیسې یا نیمګړو معلوماتو خطر
د ژباړن سریزه

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ