
روهي (دوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ۱۳ کسان مړه شوي دي. تېرې ېوې شپې - ورځ کې د دغه ويروس ۴۶ تازه پېښې هم ثبت شوې دي.
د تازه پېښو په ثبت سره هېواد کې د کرونا ويروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر له ۵۰ زره واوښت او تر اوسه دوه زره او ۳۰۱ کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي هم دي.
د عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر بنسټ د پورته يادو پېښو له ډلې یې نېږدې نهه زره پېښې فعالې دي او پاتې نور یې له درملنې وروسته رغېدلي دي.