
روهي (دوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، تازه د افغانستان برشنا شرکت له لوري نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، چې د ازبکستان هېواد افغانستان ته د خپلې وارداتي برښنا کچه له ۳۰۰ څخه ۴۰۰ میګاواټو ته لوړه کړه.
برښنا شرکت وایي، چې وړاندې د ازبکستان د برښنا پنځو دستګاوو کې د عارضې رامنځته کېدو له امله نوموړي هېواد افغانستان ته د خپلې برښنا کچه را ټیته کړې وه.
د برښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، چط اوس مهال د نوموړې برښنا کچې په لوړیدو سره به د کابل او ولایتونو د برښنا د پرچاوي ستونزه راښکته شي.
برښنا شرکت همدا راز وایي، چې د افغانستان برښنا شرکت د رهبري پلاوي له خوا جدي هڅې روانې دي څو د برښنا حالت د عادي کېدو په موخه د برښنا له واردونکو هېوادونو سره د انرژۍ د کمښت ستونزه هواره کړي.