پاکستانۍ رسنۍ: استاد کريم خليلي پاکستان ته  راځي 

روهي (دوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، ټاکل شوې ده چې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد ريم خليلي به نن ورځ پاکستان ته په يو رسمي سفر لاړ شي. نوموړی به د لومړي وزير عمران خان به شمول له نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري. 

پاکستانۍ رسنيو هم اسلام اباد ته د کريم خليلي د ورتګ پخلی کړی دی او لېکلي دي چې نوموړی به له لومړی وزير  عمران خان، د پاکستان د پارلمان رئيس اسد قيصر او بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره وګوري. 

د پاکستاني رسنيو د مالوماتو اړوند، کريم خليلي به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې بهير په اړه خبرې - اترې وکړي. خليلي به د درېيو ورځو لپاره پاکستان کې وي. 

له دې وړاندې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار او قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا غني برادر د عمران خان په رسمي بلنو اسلام اباد ته تللي وو.