صالح محمد: د کورنۍ ۱۸ غړي مې هوایي بمبار کې ووژل شول

روهي (دوه نۍ/۲۲ د مرغومي)، د نيمروز ولايت په  خاشرود ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ اتلس غړي د شنبې شپې په هوايي بمبار کې وژل شوي دي. د ياد کورنۍ يو صالح محمد او د نيمروز د ولايتي شورا رئيس باز محمد ناصر د دغه مرګ - ژوبلې وايي. 

د هوايي بريد د قربانيانو جسدونه له  خاشرود ولسوالۍ د نيمروز مرکز زرنج ته راوړل شوي دي، چې اته ماشومان او اووه ميرمنې هم په کې شاملې دي. ياد هوايي بريد کې درې ولسي وګړي ټپيان شوي هم دي. 

نيمروز ولايت کې مدني فعالان او ځايي رسنۍ هم د يادې مرګ - ژوبلې وايي، خو ولايتي ادارې د ياد هوایي بمبار د تلفاتو د شمېرو په اړه څه نه دي ويلي. له بلې خوا ۲۱۵میوند قول اردو وايي چې دوی پر طالبانو هوايي بمبار کړی او تلفات ورته رسولي دي. 

ځينو طالب سرچينو بيا رسنيو ته ويلي دي چې د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې پر ولسي وګړو هوايي بمبار شوی چې ۱۴ تنه په کې وژل شوي دي. دوی هغه راپورونه رد کړي دي چې ګواکي هوايي بريد طالبان په نښه کړي.