ډاکټر عبدالله عبدالله: ضیا ودان په وطن مین ځوان وه 

روهي (يوه نۍ/۲۱ د مرغومي)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د عامه تصدۍ د ویاند ضيار ودان پر وژل کېدو خواشيني ښوودلې ده او تسليت یې وړاندې کړی دی. عبدالله عبدالله لېکلي دي چې ضياء ودان ضیا ودان په وطن مین ځوان وه. 

نوموړي پر خپلې فسبوک پاڼې لېکلي دي، "ضیا ودان په وطن مین ځوان وه، د ملي ګټو او ملي ارښتونو د ساتنې په برخه کې کلک مبارز وه او تل یې د هېواد دښمنانو څخه د قلم په ژبه د وطن ننګه کوله."

عبدالله عبدالله  له امنیتي او کشفي ارګانونو غوښتني چې د نننۍ  پېښې عاملین پیدا او د خپل عمل په سزا  یې ورسوي. ولسمشرۍ ماڼۍ هم د ضيا ودان پر وژل کېدو خواشيني ښوودلې او تسليت یې وړاندې کړی دی. 

"