ګنګوسې: وروسته له هغې چې ټرمپ په ټاکنو کې خپله ماته ومنله؛ ميرمن یې (مېلانا ټرمپ) هم ورڅخه جدا او د طلاق په اخېستو بوخته ده 

روهي (يوه نۍ/۲۱ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ميرمن او د ياد هېواد لومړۍ ميرمنه مېلانا ټرمپ له تېرې يوې اوونۍ پر رسنيو نه ښکاري. نوموړي د انسټاګرام ترڅنګ پر ټوېټر او خپلو نورو ټولنيزو حسابونو هم څه نه دي لېکلي. 

د  News.com.au په نوم رسنۍ هغه اوازې خپرې کړې دي چې ګواکي مېلانا ټرمپ له ولسمشر ټرمپ جدا شوې او اوس مهال د طلاق پر اخېستو اخته ده. 

له بلې خوا نيويارک ټايمز ورځپاڼې د مېلانا ټرمپ د نه ښکارېدو په اړه په یوې مقالې کې لېکلي دي چې نوموړې په سپينه ماڼۍ کې د خپل وخت په اړه دوه کتابونه لېکلي دي او اوس یې د خپرېدو پر چارو بوخته ده. 

مېلانا ټرمپ د وروستي ځل لپاره د نوي عيسوي کال پر شپه راڅرګنده شوه او له چورلکې یې د سپينې ماڼې شااوخوا خلکو سره ولېدل. له دې وړاندې هم داسې ګنګوسې خپرې شوې وې، چې د ولسمشر ټرمپ د واک مودې په پای ته رسېدو سره به یې ميرمن له نوموړي طلاق واخلي.