دوستم، مسعود، رباني، خليلي، محقق او قانوني ولسمشر غني ته: که هر چا ووژلو مسووليت یې ستا په غاړه  

روهي (يوه نۍ/۲۱ د مرغومي)، وروسته له هغې چې افغان حکومت د عامه تصدۍ ریاست رياست په چوکاټ کې د يو شمېر جهادي او سياسي او سياسي مشرانو د ساتونکو لګښتونه را کم کړل، جهادي مشرانو د حکومت دغه پرېکړې ته د يو ليک له لارې غبرګون ښوودلی دی. 

عبدالرشيد دوستم، محمد محقق، محمد کريم خليلي، صلاح الدين رباني، احمد ضياء مسعود، پير سيد حامد ګيلاني، ذبيح الله مجددي او محمد يونس قانوني پر يو ليک لاسليکونه کړي او ولسمشرۍ ماڼۍ ته يې خبرداری ورکړی دی چې که چېرې هر ډول زيان ورته ورسيږي، نو حکومت یې مسوول دی. 

دغه ليک کې غوښته شوې ده چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د پخوانيو مرستيالانو او جهادي رهبران شته امتيازونه او امنيتي چارې باید د تېر په څېر په خپل ځای وساتل شي. دغه کسانو پر حکومت دا نيوکه هم کړې ده چې د هېواد د امنيتي وضعيت په ساتنه کې ناکام پاتې دی او هره ورځ د چاودنو او بريدونو پېښې کيږي. 

د ليک پر يوې بلې برخې کې ويل شوي دي چې د حکومت دا پرېکړه د تعبيض پر بنسټ شوې ده او ددولت جوړونکي ټيم کسان په کې نه دي شامل شوي. ياد ليک کې د ګلبدين حکمتيار او عبدالرب رسول سياف نومونه هم لېکل شو‌ي دي، خو دوی پرې لاسليکونه دي کړي. 

له بلې خوا د ملي امنيت شورا وياند رحمت اندړ رسنيو ته ويلي دي چې د سياسي او جهادي مشرانو ساتونکي نه دي کم شوي او که چېرې دوی نور ساتونکي غواړي نو کولی شي چې د عامه تصدیو ریاست څخه په خپل شخصي لګښت ولري.