صالح: پوليس د مجرمينو د وېشتلو حق لري 

روهي (يوه نۍ/۲۱ د مرغومي)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د سهار شپږ نيمو بجو د ۷۳مې ناستې په راپور کې لېکلي دي چې که چېرې پوليس په دې پوهه شي چې مجرم وسله لري او يا په ځينو نورو ځانګړو حالتو کې، پوليس دا حق لري چې پرې ډزې وکړي. 

صالح دا مساله د کابل ښار دويمې او څلورمې امنيتي حوزو سيمو کې د يو شمېر مجرمينو او باج اخېستونکو د بيا را پيدا کېدو په اړه لېکلې ده او د يادې سيمې له خلکو او  هټۍ والو یې غوښتي دي چې پوليسو سره همکاري وکړي. 

د دغه ناستې په يوې بلې برخې کې د افغانستان د هوايي ځواک د وژل شوي پېلوټ غلام دستګير خان د وژنې په اړه لېکل شوي دي، چې وژونکو نوموړی په دې بهانه چې د کور د خرڅلاو لپاره یې کس ورته پيدا کړی، بيرون او په دې طريقې یې وژل دی. د ولسمشر لومړی مرستيال لېکلي دي چې د غلام دستګير خان ۱۳ زوی چې سهيل نوميږي د خپل پلار وژنکي پېژندلي دي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح فارياب ولايت کې د بې ځايه شوي کورنيو په اړه ويلي دي چې يوه - دوه ورځو کې به له مرکز هلته پلاوی ولېږي ترڅو له اړو کورنيو سره لازمې مرستې وکړي.