ولسمشر غني له سي اِن اِن سره: واک يوازې خپل ځای ناستي ته پرېږدم 

روهي (نۍ/۲۰ د مرغومي)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هېواد لومړۍ ميرمنې رولا غني د افغانستان د سولې پر بهير، له امريکا سره د افغانستان د اړيکو او کرونا ويروس د مديريت په اړه سي اِن اِن نړیوالې رسنۍ ځانګړې مرکه کړې. 

د هېواد لومړۍ ميرمنې دغه مرکه کې د افغان سولې بهير کې د ميرمنو په رول غږېدلې ده او ويلي دي چې د سولې مرکچي پلاوي غړو کې د ميرمنو شتون د افغانستان د ټولو خلکو استازېتوب کوي. 

ولسمشر محمد اشرف غني ويلي دي چې د سولې خبرې اوس پيل شوې دي او د يو کار پيل ستونزمن وي. نوموړي ۲۰۱۸ کال کې د لومړی ځل لپاره د حکومت او طالبانو ترمنځ شوی اوربند د سولې خبرو لومړی پيل بللی. 

ولسمشر سولې ته هيله ښوودلې خو ويلي دي چې افغان ولس د يوې مثبتې سولې غوښتنکی دی. غني دا هم ويلي دي چې دا د ولس غوښتنه چې دی به واک د ټاکنو له لارې خپل ځای ناستی ته سپاري. 

ولسمشر غني دا خبرداری هم ورکړی دی چې افغان ملت نه غواړي چې تېر ته لاړ شي او د طالبانو د حکومت تېر ډول ورته د منلو نه دی. ولسمشر غني ويلي دي چې داسې مثبته سوله غواړي چې ټول يو او بل به غيږ کې ونېسي او په شريکه هېواد بيا ودان کړي. 

ولسمشر غني سي اِن اِن ته ويلي‌ دي چې دی له دې سره موافق دی چې که چېرې د امريکا نوی ولسمشر يا د امريکا حکومت له افغانستانه ځواکونه  باسي، خو افغانستان کورنۍ جګړه کې نه ده او نړۍ د ترهګرۍ پر وړاندې له جګړې سره مخ ده.