د عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا څلورمه ناسته 

د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې څلورمه ناسته په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه. ناسته کې  کې د رهبرۍ کمېټې غړو د حکومت  او طالبانو تحریک ترمنځ د سولې خبرو اترو ته پر جوړ شوي ملاتړیز لارښود بحث او خبرې وکړې.

ناستې ته د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبداله عبداله ويلي،  نن د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو د تحریک د مرکچي پلاوو ترمنځ په دوحه کې د سولې خبرو اترو دویم پړاو خبرې پیلیږي، د ملي مصالحې عالي شورا رییس په ورته وخت تمه وښوده، چې دویم پړاو خبرې د وخت په مدیریت سره سمې مخې ته لاړې شي.

عبدالله عبداله وړاندې زياته کړې، " مرکچي پلاوی له پوره صلاحیت او واک سره د سولې خبرو ارتو پر اجنډا بحث کوي. مرکچي پلاوی د ملي مصالحې عالي شورا رهبري کمېټه د خبرو اترو له جریانه خبروي او د اړتیا پر وخت به د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې مشورو ته مراجعه کوي." 

د مصالحې عالي شورا له جوړېدو را وروسته د دغه شورا د لارښوودې دا پرله پسې څلورمه ناسته چې تر سره کيږي.