د سولې دوهم پړاوو خبرو په اړه خلیلزاد ته د ولسمشر غنی خبرداری

روهي ( نۍ / ۲۰ د مرغومي)، نن د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تر مقدماتي ناستې وروسته په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو پیلېږي، چې په دې ناسته کې به د سولې بین الافغاني مذاکراتو پر اجنډا بحث  وشي.
 
ویل کیږي د طالبانو غوښتنه د واک بدلون او د حکومت غوښتنه اوربند دی دا لومړې سرې کرښې دي نن پرې بحث کیږي.
 
کابل میشتي عام خلک د سولې روان بهیر دا پړاو هم په نېک فال نیسي او پر دواړو لوریو غږ کوي، چې له کوچنیو اختلافاتو دې تېرشي.
 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې په یوه ویډیویي پیغام کې وایي، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبان تحریک ترمنځ د تېرې چهارشنبې ورځې په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د اجنډا په موضوعاتو اساسي بحثونه به نن د شنبې په ورځ پیل شي.
 
په داسې حال کې چې ولسمشر غني له سي ان ان سره په تازه مرکه کې یو وار بیا ټینګار کړی، چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي.
 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوی د دوهم پړاو خبرو له پاره بشپړ چمتوالی لري، اوربند د ټولو افغانانو غوښتنه ده.
 
انوري وایي " داچې مرکچي پلاوی د افغانانو استازیتوب کوي؛ نو د دوی غوښتنې به د خبرو پر میز مطرح او په هغه به ټینګار وکړي."
 
معلومات ښيي، چې ولسمشر غني افغان ځواکونو ته هم پر نښه شوو اهدافو د عملياتو اجازه ورکړې او خليلزاد ته يې خبرداری ورکړی چې نور د افغان سولې پروسې پر سر د معاملې اجازه نه ورکوي،  که امريکا د مذاکراتو د اسانچاري رول لوبوي نو د هوکړې، شرايطو او اړتياوو پر اساس که نه، نو نور د اوربند وخت دی او د تاوتريخوالي د کموالي مدیریت ډېر ستونزمن پړاو دی، چې طالبانو ترې په استفادې په لويو ښارونو کې د هدفي بريدونو لپاره اعظمي استفاده وکړه.

په داسې حال کې چې غني له خلیلزاد سره د ملاقات کولو غوښتنه هم رد کړي وه. 
 
ولسمشر اشرف غني له سي ان ان سره په تازه مرکه کې یو وار بیا ټینګار کړی، چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي.
 
د سیاسي شنوونکو په وینا په دغه پړاو کې به اوربند او د راتلونکې نظام نوعیت دوه هغه جنجالي موارد وي چې ښايي پرې ډېر بحثونه وشي.
 
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد هم په کابل کې یو شمېر حکومتي چارواکو، سیاسي او جهادي مشرانو سره تر لیدني وروسته دوحې ته تللی او پرون یې د افغانستان د مرکچي پلاوي له غړو سره لیدلي دي.
 
بل خوا په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو سره په خبرو کې د یو شمېر رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې لا تر اوسه د طالب پلاوی یو شمېر غړي دوحې ته نه دي رسېدلي.
 
طالبان وایي، د افغانستان د راتلونکي نظام او د واک لېږد په اړه باید په دوحه کې د خبرو په لړ کې پرېکړې وشي.
 

 د طالب پلاوي یو شمېر غړو  ویلي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام بڼه، د دوی د بندیانو خوشي کېدل او د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالب چارواکو د نومونو ایستل یې د اجنډا لومړیتوبونه دي. دوی دا څرګندونې، د ولسمشر غني د هغې خبرې په ځواب کې کړې، چې ویل یې دي یوازې د ټاکنو له لارې د واک لېږد ته چمتو دی.
 
د حزب اسلام مشر ګلبدین حکمتیار تازه څرګندونو کې ویلي سولې ته د رسېدو لپاره یوازینۍ لار د اوسني حکومت بدلون بولي او وايي، تر هغه چې د اوسني حکومت په رهبرۍ کې بدلون رانشي طالبان سولې ته زړه نه ښه کوي.