له جګړې او کرونا وراېخوا؛ تېر کال ۵زره کسان د ککړې هوا له امله مړه شوي  

روهي (نۍ/۲۰ د مرغومي)، د هېواد د عامې روغتيا وزارت شمېرنې ښيي چې افغانستان کې تېر کال ۵ زره کسان د ککړې هوا له امله مړه شوي دي. ۲۰۲۰ کال کې د ککړې هوا له امله زرګونه کسان په تنفسي ناروغيو اخته شوي وو، چې ډله يې ۵زره مړه شوي دي. 

د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي چې ککړه هوا د تنفسي او د زړه د ناروغيو د پيدا کېدو سبب شوي او دغه تلفات يې رامنځ ته کړي دي. د کال د نورو موسمونو په پرتله، د ژمي په موسم کې د سون د توکو له امله د افغانستان هوا ډېره ککړيږي. 

افغانستان کې د روانې جګړې او د کرونا وبا ترڅنګ، ککړه هوا هم د زرګونه کسانو ژوند ګواښي او تېر کال ژمي کيږي په منځني ډول نېږدې هره ورځ اته کسان د ککړې هوا له امله مړه شوي دي.