روهي (جمعه/۱۹ د مرغومي)، د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې يوې محکمې درې کسان له دې امله پر اعدام محکوم کړي دي چې اسلامي مقدساتو ته یې پر ټولنيزو رسنيو سپکاوی کولو.
دغه درې پاکستانيان عبدالوحيد، نومان او نصير حمد نوميږي. د دوی دوسيه چې پر ټولنيزو رسنيو یې اسلام ته سپکې - سپورې ويلي څلور کاله وړاندې تر عدليي او قضايي څار لاندې وه او نن پرې محکمې د اعدام حکم وکړ.
د کفر وينې پر وړاندې قانون د پاکستان د پخواني دېکتاتور ولسمشر جنرال ضياء الحق پر وخت کې توشيح شوی دی او تر اوسه پلی کيږي. د دغه قانون اړوند هغه کسان چې کفر وايي سزا یې مرګ ده.
وروستي