نوم یې نه اخلي خو وایي چې قدرت ورته سپارم؛ ټرمپ اخير هم ومنله چې دوه اوونۍ وروسته  به ولسمشر نه وي 

روهي (جمعه/۲۸ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم په دې ټېنګار کوي چې ټاکنو کې پراخه درغلی شوې دی، خو دا یې ومنله چې د روانې جنوري مياشتې په ۲۰مه نېټه به نوي حکومت ته واک وسپاري. 

ټرمپ د نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبايډن  نوم نه اخلي  او هغې ته د واک د سپارلو نه وايي، خو دا یې منلې ده چې دی به د جنوري له شلمې نېټې وروسته ولسمشر نه وي. 

د امريکا د تېرو ولسمشريزو ټاکنو په اړه د ولسمشر ټرمپ دريځ وروسته له هغې نرم شو، چې پلويانو يې پر سپينې ماڼۍ بريد وکړ او ديموکراتانو سخت غبرګونوه یې راپورته کړل. 

ولسمشر ټرمپ په ټاکنو کې د درغليو وايي او تر اوسه يې دا خبره نه ده کړې چې جوبايډن ټاکل شوی  ولسمشر دی، بلکې ده يوازې د نوي حکومت راتلل منلي دي.