هېواد کې د کرونا ۱۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د مرغومي)، روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې په دې سره په هېواد کې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۳۲۷ ته رسېدلی دی. 

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته اووه تنه مړه شوي او ۴۵۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي. 

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲ زره او ۲۶۰ ته او د بېرته رغېدلیو هغه  بیا ۴۳ زره او ۲۹۱ ته لوړ شوی دی.

 د یادونې ده چې روغتیا وزارت یو وار بیا پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.