شاه امان الله خان او د هغه اقتصادي اصلاحاتو ته کتنه

مقدمه
افغانستان خپله خپلواکي د شاه امان الله خان د واکمنۍ په وخت کي تر لاسه کړه. شاه امان الله خان په 1892م کال کي په کابل کي وزېږېد، د پلار تر مړيني وروسته د 1919م کال د فبرورۍ مياشتي پر 27 مه نېټه د سلطنت پر تخت کښېناست. د سلطنت مقام ته تر رسېدلو وروسته ډېر زر د افغانستان د سياسي خپلواکۍ د اخستلو په تکل کې شو.
 
 خو انگلستان، چې افغانستان یې په سیاسي لحاظ تر ولکې لاندې ؤو، د شاه دغه غوښتنه ونه منله، چې په پایله کې یې د افغان انګلیس درېیمه جګړه پیل شوه تر لنډې جګړې وروسته انګلېسانو د افغانستان آزادي په رسمیت وپېژندله، شاه امان الله خان 1298لمریز (1919م) د اسد مياشتي پر 28 مه نېټه د افغانستان خپلواکي اعلان کړه.
 
دا ورځ هر کال په افغانستان کې د پرتمینو مراسمو په لړ کې لمانځل کیږي روان لمریز کال(1398)د افغانستان د خپلواکۍله سلمې کلیزې سره برابر ده، چې د حکومت له لوري د شانداره مراسمو په لړ کې ولمانځل شوه د یادولو وړ ده، چې د سلمې کلیزې په پار ځیني تاریخي ځایونه هم ورغول شول د دارالامان ماڼۍ او د جبل الاسراج ماڼۍ ګانې یې ښه مثالونه دي. 
 
د غازي امان الله خان له لوري تر سره شویو کارونو ته څغلنده کتنه 
شاه امان الله خان د 1298 (1919م) لمریز کال د فبرورۍ میاشتې په 28 مه نېټه په تاریخي اعلامیه کې د خپلې حکومتولی د عمده موخو په اړه داسې یادونه کړې وه: (کله چې خپل غیور ملت زما په سر باندې د پاچاهی تاج کېښود نو ما هم هوډ وکړ، چې خپل هېواد به د نورو آزادو هېوادونو په شان د هېواد په دننه او بیرون کې به آزادي ورته تر لاسه کوم، افغانان د هېواد په دننه کې له کاملې آزادۍ نه برخمن دي له هر ډول ظلم او  ستم نه مصؤون دي او دوی باید یوازې د قانون تابع‌دار و اوسي هر نوع کار، چې په هره برخه کې وي هغه ممنوع دی. زما حکومت به په هېواد کې اړین مثبت بدلونونه راولي تر څو زموږ هېواد د نړۍ د نورو هېوادونو سره هغه ځای خپل کړي چې ورته اړتیا ده. او زه به د هېواد په امورو کې له مشورې کار اخلم او د مشورې په پایله کې به یو کار سرته رسوم).
 
شاه امان الله خان د خپلواکۍ او نړېوال پېژندګلوی له اخستلو سره دا یې لومړنۍ لاسته راوړنه وه چې په سیاسي برخه کې یې تر لاسه کړه له دې وروسته نوموړي په هېواد کې د سیاسي اصلاحاتو سربېره اقتصادي، نظامي، فرهنګي او کلتوري برخو کې هم ابتکاراتو ته مخه کړه.
 
 د وخت د مشرانو د معلوماتو په اساس، چې د افغانستان په تاریخ کې یو پاچا هم د خپل هېواد له پرمختګ سره دومره مینه او عجله نه درلوده لکه امان الله خان چې درلوده. امان الله خان په دې پوهېده، چې افغانستان د آسیا په زړه کې پروت دی. افغانستان د آسیا جنوب او جنوب – ختیځ هېوادونه له منځنۍ آسیا سره نښلوي. دغه راز د ورېښمو تاریخي لاره هم د افغانستان له خاورې تېره شوې وه او د نړۍ ګڼ‌هېوادونه او لویې وچې یې سره نښلولې. هغه وخت هم لکه د نن په څېر د ټولې سیمې او ان نړۍ د نښلولو موضوع مطرح وه. هغه وخت او اوس اقتصادي شرایط داسې دي، چې د سیمې هېوادونه له یو بل سره له همکارۍ پرته پرمختګ نه شي کولای. که همدا خپله سیمه راواخلو او ورته ځیر شوو نو ګورو، چې د آسیا د جنوب او جنوب – ختیځ هېوادونه د خپل اقتصادي ماشین د چلولو لپاره انرژۍ ته ډېره اړتیا لري.
 
 که دا هېوادونه انرژي ترلاسه نه کړي، نو د صنعت د ودې بهیر یې په ټپه درېږي. د منځنۍ آسیا هېوادونه بیا د انرژۍ پرېمانه زېرمې لري. که د آسیا د لویې وچې د دغو دوو مهمو برخو تر منځ همغږي او همکاري وي، نو بیا دواړه ښه پرمختګ کولای شي، دواړه د یو بل اړتیاوې پوره کولای شي. افغانستان بیا د دغو دواړو په منځ کې پروت دی. د افغانستان له ونډې پرته د دغو دواړو تر منځ همغږي او همکاري رامنځ ته کېدای نه شي. نو د افغانستان رول په سیمه‌ییزو همکاریو کې هغه وخت او اوس برخلیک ټاکونکی دی نو له همدې امله امان الله خان غوښتل چې د افغانستان له مهم جیو اکانومیکي موقعیت نه په ګټې اخستلو سره د پرمختګ پړاوونه ووهي.
 
شاه امان الله خان مثبت بدلون له ځان، کورنۍ له غړو او د دربار له لوړ رتبه مامورینو پیل کړ، د وخت د انګلستان د سفارت نظامي آتشه په خپلو یادښتونو کې لیکي، چې امان الله خان اصلاحات لومړی د خپل کورنۍ په غړو عملي کړل، د کابل په ښار کې ځیني باغونه، چې د دوی د کورنۍ د غړو اړوند ؤو له هغه څخه یې راګرځول شوي دېوالونه لرې کړل تر څو په دې کار سره د ښار ښکلا زیاته شي.
 
افغان مؤرخ پیکار پامیر لیکي، چې امان الله خان په دې باندې پوهېده که اوبه له منشاء یا هم له چینې ککړې وي نو د هغه پاکول په فرعي څانګو کې ناشونې خبره ده نو اړتیا ده چې له هغه ځایه یې مخنیوی وشي، چې اړین دي په لومړي قدم کې شاه امان الله خان هغه ښځې او نارینه چې د پلار په وخت کې یې په دربار کې ساتل کېدل ټول رخصت کړل او هغه کسان چې د ده د بابا (امیر عبدالرحمن خان) له وخت نه د غلامانو په شکل ساتل کېدل هغه ته آزادي ورکړل شوه.
 
 همدارنګه یې د زیاتو ښځو سره نکاح کول هم د ده له لوري ممنوع اعلان شول او ده هم یوه ښځه درلوده هغه هم د محمود بېګ طرزي لور وه، او په درباري چارو او نورو دولتي ځایونو کې یې له اضافي مصارفو نه مخنیوی وکړ همدارنګه یې په خپله شخصي لباس له وطني تولیداتو، چې جوړېدلو استعمالولو او له ټولو دولتي چارواکو او وطنوالو نه یې هیله وه، چې له خپلو وطني تولیداتو استفاده وکړي تر څو په دې سره داخلي صنایع تقویه شي، حتی یو له هغو همکارانو نه یې، چې غیر وطني لباس نه یې استفاده کوله بېدون د کوم رعایت نه یې د هغه لباس د ټول پر وړاندې په قیچې غوځ کړلو تر څو نورو ته پند شي.
 
 همدا ډول  هغه مستمر معاشونه، چې قومي مشرانو  او درباريانو ته ورکول کېدل بند شول، او هغه سردارانو ته چې ډېرې مودې به د ارګ له آدرس نه د دوی کورنیو او مهمانخانو ته اعاشه ورکول کېدله هم پرې بنده شوله، او اعلان یې وکړ، چې څوک کار کړي او زحمت وباسي هغې ته باید امتیازات ورکړل شي او څوک چې کار نکړي هغه ته باید امتیاز ورنکړل شي هغه که هر څوک وي.
 
 له اصلاحي تغیراتو څخه د شاه موخې
له مطلقه شاهي رژیم نه پیروي، چې پایله یې د شاه امان الله خان رسېدل ؤو قدرت ته او د شاه امان الله خان موخه د یو نوی سیاسي نظام جوړول ؤو،  د خپلواکۍ د اخستلو ترڅنګ په مختلفو برخو کې که هغه اقتصادي برخه وه یا سیاسي برخه وه د مثبت بدلون د راتلو په موخه د اوږده مهاله او لنډ مهاله پلانونو جوړول او د یوه مشروطه حکومت تآسیس تر څو وکولای شي، چې په مهمو تصمیمونو کې ملت هم برخه ولري قدمونه واخستل، که څه هم مشروطه خواهانو تر 1928م کال پورې په دې ونتوانېدل، چې کوم سیاسي حزب رامنځته کړي. اما په آزاد ډول یې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړه او د انتقاد او قضاوت کړلو واک یې د دولت پر وړاندې د ځوانانو په مابین کې خپور کړ.
 
له مثبت بدلون (اصلاحي تغیراتو) څخه د شاه امان الله خان موخه دا وه، چې په لومړي قدم کې ملي یووالي رامنځته کړي او وروسته د هېواد پرمختګ، متوازنه وده او پرمختیا وه، د شاه زیاته توجه دې ته وه، چې یو آزاد او په خپلو پښو ولاړ مرکزي حکومت رامنځته کړي تر څو خلک له سمتي، ژبني او مذهب‌ګرایی څخه قانون او د هغه مشروعیت ته ترجیع ورکړي نو په همدې خاطر یې د افغانستان ولایتونو ته سفرونه پیل کړل، چې د دې سفرونو په لړ کې مشرقي ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان) ته دوه ځل، جنوبي ( زابل، کندهار، هلمند، اروزګان او فراه) ولایتونو او د افغانستان شمال ته یې سفرونه تر سره کړل، هلته یې د دولتي ادارو ارزونه او د قانون له تطبیق څخه ځان خبر کړ، او د یوه باثباته او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان جوړولو په پار یې د خلکو مشورې واخستلې او خلکو ته یې د قانون د تطبیق او حمایت غوښتنه یې ترې وکړه، همدارنګه یې د حکومتي خدماتو په وړاندې کولو کې دوی ته ډاډ ورکړ، چې مثبت تغیرات به راځي.  په دې سفرونو کې له ده سره د مختلفو وزارتونو مامورین هم ملګري ؤو، تر څو په دې سره د دوی په ذهن کې د قانون تطبیق ځای ونیسي همدارنګه یې عامو خلکو ته دا ښودله چې دوی د قانون له تطبیق سره آشنا شي. همدارنګه هغه مامورینو چې هغه به خپل کارونه په ښه توګه نه ؤو ترسره کړي هغې ته د قانون مطابق جزا ورکول کېدله او کومو به، چې په ښه ډول تر سره کړي ؤو هغه ته مکافات په نظر کې نیول کېدل. امان الله خان هڅه کوله چې د بنیادي کارونو په تر سره کولو او د مرکزي حکومت په تقویه کولو سره افغانستان له اقتصادي اړخ نه په خپلو پښو ودروي.  د ده په وخت کې د اکثرو نظامنامو موخه د یوه مرکزي سیستم رامنځته کول ؤو، چې تر څو هغه ته په مختلفو ولایتي، ولسوالیو او کلیو په سطحه پراختیا ورکړي. همدارنګه د ځینو نظامنامو موخه د دولتي عوایدو زیاتوالی، د ملي عوایدو د جمع کولو بهتر کول، د امنیتي وضعیت بهبود، د ښو خدماتو ارایه (تعلیم او تربیه، روغتیایي خدمات ، ودانیزې چارې، ترانسپورتي خدمات) اقتصاد وده (صنعت، معادن، سوداګري، کرنه او مالداري او ملي اقتصاد)، همدارنګه کلتوري او اجتماعي اصلاحات راوړل تر څو په دې سره خپل افغاني هویت په نړېواله سطحه تثبیت کړي.
 
بدلون په درېیو مرحلو کې
۱- د اصلاحي پروګرامونو د تطبیق دوره:
لومړی مرحله  له 1919م کال نه تر 1923م کال پورې په یاده دوره کې، چې د اماني اصلاحاتو کامیابه دورې په نوم نومول شوې ده، په یاده دوره کې افغانستان لپاره یې سیاسي استقلال ترلاسه کړ، په پایله کې یې د افغانستان په خلکو او د جنوبي او مرکزي اسیا په مسلمانانو کې د امان الله خان مشروعیت ډېر کړ، او امان الله خان هم د خودکفایی په موخه د اصلاحي پروګرامونو لړی پیل کړه په لومړیو کې شاه چې د هېواد چارې وردې غاړې شوې او کومې بهرنۍ مرستې چې د اشغال په وخت کې کېدلې هم په مکمل ډول باندې بندې شوې او د شاه پر وړاندې داخلي او بیروني دسیسو هم د زیاتېدو پړاونه وهل نو له همدې امله شاه امان الله خان له  سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شو، خو ده د دې ستونزې د مخنیوي لپاره له شوروي اتحاد، ترکیې ،المان، فرانسې او له اېټالیې پوځي او فني مرستې ترلاسه کړې، خو دغو مرستو ونه کړای شول چې د بریتانیې د منظمې یارانې ځای ونیسي نو د خپلو اصلاحي پلانونو د تر سره کېدو په پار له هر بل وخت نه زیات یې د تطبیق په هڅه کې شولو تر څو وکولای شي، چې افغانستان په اقتصادي لحاظ د نورو له احتیاج نه وباسي نو د افغانستان د عصري کولو لپاره د اقتصادي او سیاسي جامع اصلاحاتو نوی رژیم یې پیل کړ، په دې مرحله کې افغانستان د «ملتونو د ټولنې» چې وروسته یې نوم په ملګرو ملتونو واوښت، یوازنی اسلامي هېواد شو چې د یاد سازمان غړیتوب یې تر لاسه کړ، دولت د عایداتو د پیاوړتیا لپاره د حقوقي نظام طرحه جوړه او پلې کړه، د مالیاتو د نوي قانون وضعه کول او د مالیاتو د مدیریت سمبال او مالیات یې متمرکز کړل. مالیاتي سېستم یې په منظمه توګه تنظیم او غیر نقدي مالیې له منځه یوړې او له هغې وروسته مالیه ورکوونکي مکلف ؤو، چې خپله مالیه په نقده توګه دولت ته ورکړي. پر ځمکه د مستقیمو مالیاتو بیه لوړه او پورونه ډېر شول، چې په ټوله کې په پنځو کې درې مالیه له کورنیو عوایدو تر لاسه کېده. دولت ګمرکي دندې اسانه کړې خو بیا هم د مالیاتو راټولول سخت ؤو او دولت له خانانو او سرحدي قبایلو سره چې تر ډېره حده یې له سرحدي قاچاقه ګټه اخیسته، په شخړه کې وو. حکومت د محمد زایانو، مذهبي متنفذینو او د قبایلو د مشرانو تنخواګانې او امتیازونه ختم کړل، چې دا کار د هغو او شاه ترمنځ د لویې نارضایتۍ لامل شو. دولت د ټولو وګړو د حقونو د ډېرولو او د مسؤولیتونو د برابرولو په خاطر، په غیر مسلمانانو جزیه لغوه کړه، اساسي قانون او لویه جرګه د ملت د عالي استازي په توګه جوړه او شاه امان الله خان په خپله دوره کې درې ځلې دایره کړه. بودجه د لومړي ځل لپاره په 1922 میلادي کال کې معرفي شوه او افغانۍ په 1923م کال کې د نوي پولي واحد په توګه بدله شوه. په کابل کې د دفتري اصولو ښوونځی د دې لپاره تاسیس شو، چې د دولت د مالي مدیریت ظرفیتونه جوړ کړي، څو د خپلو فارغ التحصیلانو د ګمارلو له لارې له مالي مهمو منصبونو سره مرسته شوي وي. سربېره پر دې امان الله خان د وزیرانو شورا تر خپل ریاست لاندې تاسیس کړه. امان الله خان په ټولنیزو اصلاحاتو کې غلامي په رسمي توګه لغوه کړه او د روزنې سېستم يې پراخ کړ چې په دې کې د ښځو رسمې روزنه او د دیني مدرسو اصلاح شامله او د عسکري خدمت دوره اجباري شوه. همداشان دولت هڅه وکړه، چې د ډېرو ښځو کول، د ماشومانو ودونه او د بدو (د اختلافاتو په حل او فصل کې د ښځو بدلول) محدود کړي سربېره پر دې حکومت د کورنیو د مسایلو قانون معرفي کړ، چې دولت ته یې اجازه ورکوله چې د کورنیو په خصوصي حوزه کې مداخله وکړي، هغه څه چې پخوا نه عملي کېدل.
 
۲- د منګلو پاڅون 
یاده مرحله، چې د 1924 نه تر 1928م کال پورې وه د انتقالي مرحلې په نوم نومول شوې ده په دې مرحله کې کوم د یادولو وړ د پرمختګ کار نه دی  تر سره شوی څکه د دې مرحلې له پیل سره د منګلو د پاڅون موضوع وه، چې په ډېری اصلاحي کارونو یې خپل سیوری وغوړاوه او دوه ځل نېږدې وه، چې مرکزي حکومت رانسکور کړي، کله چې د منګلو خلکو د حکومت ضد پاڅون وکړ نو شاه مجبور شو، چې ولایتونو ته سفر وکړي. نوموړی خوست ته لاړ هلته یې له نېږدې د خلکو ستونزې واورېدې او د حل په موخه یې لازم اقدامات وکړل خو دې کار کومه مثبته پایله نلرله څکه دې کار داسې نمایشي او تفتیش بڼه یې درلوده که څه هم په لومړي سر کې کارونو ته د رسېدګۍ په موخه جدي اقدامات کېدل خو له لنډې مودې وروسته بېرته سقوط کېدل، مخصوصآ هغه کارونه، چې د حکومت په لوړ رتبه مامورینو پورې اړوند ؤو یا هم د شاه له کورنۍ سره اړوند چارواکي ؤو، په عمومي ناستو کې به په دوی باندې انتقاد کېده او له دندې به لرې کېدل خو په یو څه مودې وروسته د متنفذو اشخاصو له لوري وساطت کېده بېرته به په دندو ګمارل کېدل. حقیقت دادی، چې خپله شاه له زړه نه د بنیادي او مثبتو اصلاحاتو د راوستلو لېواله ؤو، اما د سنتي، قومي او کورني عواملو په اساس یې نشو کولای، یوه سالمه او عصري اداره رامنځته کړي.
 
۳- اروپا ته سفر او په نوې نظریه سمبال پخوانی شاه
شاه امان الله خان په 1926م کال کې د امیر  لقب په شاه باندي بدل کړ، نوموړي په 1927م کال کې د دسمبر په 15 مه نېټه باندې د یوه پلاوي په ملتیا شپږ میاشتنی سفر اروپا ته تر سره کړ یاد سفر ته یې د افغانستان پېژندنې نوم ورکړ. 
 
شاه امان الله د 1927م کال د ډسمبر په 15مه له 31 کسیز پلاوي سره د کندهار له لارې هند ته لاړ، ملکه ثریا لومړنۍ افغان ملکه وه، چې بهرنی سفر يې وکړ، زوی يې رحمت الله شپږ کلن ؤو، چې درملنې ته يې اړتیا درلوده او په دې سفر کې له شاه سره ملګری ؤو.
 
همدارنګه دوه وروڼه يې عبدالوهاب طرزي او عبدالتواب طرزي، د ملکې مرستندویان او نور کسان لکه: والي علي احمد خان (چې شاه له ده پرته په کابل کې د هغه پاتې کېدل تاواني ګڼل)، د دربار وزیر محمد یعقوب خان شاغاسي، د دولت د شورا رئیس سردار شیر احمد خان، سردار محمد حسن خان، د حربیه وزارت معین حبیب الله خان، د هرات د عسکري قومندانۍ فرقه مشر عبدالرحمن، د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي هېوادونو د څانګې مدیر غلام یحی خان طرزي، په بهرنیو چارو وزارت کې د شفر ادارې مدیر محمد امین خان دروازي، د بهرنیو چارو وزارت وکیل غلام صدیق خان چرخي…» د دې تر څنګ څو تنه ژباړونکي او د پلاوي نور غړي ورسره په دې سفر کې ملګري ؤو.
 
شاه امان الله پخپله د دې سفر اړوند یو لیک کې د سفر موخه نورې نړۍ ته د خپل هېواد ورپېژندل یاد کړي ؤو، له هغوی سره اړیکي جوړول او له هغوی نه د څه اخیستل ذکر کړي دي، خو دا چې د هېواد وضعیت ته په کتو د دومره مهمو چارواکو په تېره بیا پخپله د شاه سفر مهم ؤو؟ کاندید اکاډمیسن محمد ابراهیم عطايي لیکي: «ظاهراً خو دا ستر توپاني کار ښه جلوه درلوده، ولې بې وخته ؤو، خاصتاً دا چې بیا په دغه مسلط بحران کې دې سفر شپږ میاشتې ونیولې… دا خبره البته بې ځایه نه ده، چې دغه سفر هم لکه ځينې نور کارونه د امان الله خان له عجلې څخه منبع درلوده.»شاه، په دې اوږده سفر کې هند، مصر، ایټالیا، فرانسې، بلجیم، المان، انګلستان، شوروي، ترکیې او ایران ته لاړ، چې بېرته د هرات له لارې هېواد ته راغی؛ پخپله شاه په هر هېواد کې له هرکلي خوښي ښوودلې او دا سفر يې د ځان او هېواد لپاره ډېر ګټور بللی، کاندید اکاډمیسن محمد اعظم سیستاني د امان الله خان د سفرنامې په حواله لیکي: په دې سفر کې په زیاته اندازه جنګي وسایل، طیارې، موټرونه، د مختلف النوع فابریکو ماشین الات، کرنیز وسایل، ځینو دواګانو د جوړولو وسایل، تراکتورونه او ډېری هغه وسایل چې د سیمې په هېوادونو کې یې ساری نه لیدل کېده شاه له اروپا څخه وپېرل. په دې سفر کې د شوروي اتحاد له لېنېن څخه نیولې، د ایټالیا تر موسولیني، د ترکيې تر مصطفی کمال اتاترک (د ترکېي سیکولریزم پلار) او ایراني رضاشاه پورې له ټولو سره یې لیدنې تر سره کړې دي، د کاندید اکاډمیسن محمد ابراهیم عطايي په قول له اتاترک او رضا شاه سره يې خورا اوږدې ناستې تر سره کړې دي.
 
د اصلاحاتو نيمګړتیاوې څه وې؟
د افغانستان نوي له استعمار نه راوتل، د وخت کموالی او د شاه امان الله خان بېړه هغه څه ؤو، چې د افغانستان د نوي کولو او پر خپلو پښو درېدو لپاره یې د هغه هڅې او اصلاحي بهیر له خنډونو سره مخ کړ. اروپا ته د سفر پر مهال شاه له نږدې ولیدل، چې افغانستان څومره وروسته پاتې دی. تاریخي یادښتونه وایي؛ شاه د تداوم او بنسټیز بدلون ترمنځ د تعادل موندو پر ځای د هېواد ظاهري عصري کولو لپاره بېړنی پروګرام پیل کړ او پرته له دې، چې په انساني ځواک د پانګونې پایلو ته منتظر شي، د خلکو ظاهري بدلون ته یې ډېر پام واړوه.
 
د خلکو په فکري ناسازۍ، وروسته پاتې وضعیت او ناپوهۍ سربېره بهرنۍ مداخلې او دسیسې هم د دې لامل شوې، چې د افغانستان د پرمختګ هڅې او اصلاحي پروګرامونه نیمګړي پاتې شي او شورشونو او نظامي لښکرکشیو دغه څپرکی بیخي وتاړه.
 
د مذهب له زاویې له هرې موضوع سره چلند کوونکو په عقده‌یي ډول دغه اصلاحات وننګول او پایله دا شوه، چې اماني دوره ونړيږي. د دغو شایعاتو یو ښه مثال په 1308لمریز کال کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ځینو مجلو خپرول ښودل کېږي، چې اروپایي هېوادونو ته د شاه د سفر پر مهال خپرې شوې او په‌کې په اوازو خورولو سره د شاه د سفر موخه کمرنګه شوه او ان ځای، ځای د ده پر وړاندې پاڅونونو ته هم لار هواره کړه. 
 
یو شمېر تاریخ پوهان په دې نظر دي، چې د افغانستان بیروني دښمنانو له همدې موضوعاتو د فشار په ډول استفاده وکړه او کوم تصویرونه چې د شاه د مېرمنې بهر ته راووتل نو دوی یاد تصویرونه په خلکو ووېشل او داسې تبلیغ یې کړ، چې شاه کله اروپا ته سفر کړی اسلام یې پرېښی دی، دی او کورنۍ یې بې دینه شوي دي.
 
د حکومتولۍ په چارو کې له خلکو سره کمرنګه مشورې او د تر سره کېدونکو اصلاحاتو په اړه تفصیلي معلومات خلکو په واک کې نه ورکول او په بیړه سره د هر کار ترسراوی هغه څه ؤو، چې د شاه مخه یې را ډب کړه او پر وړاندې یې ستونزې ورځ تر بلې زیاتې شولې. 
 
اقتصادي او مالي اصلاحات
په اقتصادي برخه کې اصلاحات د صنایعو له پراختیا څخه پیل شول او افغاني محصولات بهرنیو مارکېټونو ته ورسېدل، بودجه تصویب شوله همدارنګه شاه مالي نظام په بنسټیز ډول بدل کړ او هغه یې د اصولو او قواعدو تابع کړ. په ټوله اماني دوره کې د لګښتونو بودجه له عوایدو لږه وه یا په بله وینا د بودجې کسر نه ؤو. په داسې حال کې چې له امیر عبدالرحمن خان او امیر حبیب الله خان سره د انګلستان کېدونکې مالي مرستې د ځوان پاچا په وخت کې بندې شوې وې. د سرو زرو او نقرې د چور او چپاول مخنیوي لپاره کاغذي بانک‌نوټونه مروج شول.
 
کلنۍ بودجه جوړول
 د شاه امان الله خان په مشرۍ ځواکمن او په خپلو پښو ولاړ افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختیا په موخه له ټولو وړاندې په 1301 لمریز کال کې د افغانستان د دولت لومړنۍ بودجه جوړه کړه. د یادې بودجې د جوړولو لپاره متخصص ټیم له افغانانو او بهرنیانو جوړ شوی ؤو، چې له جوړېدنې وروسته د وزیرانو شورا ته د تصویب په موخه واستول شوه د یادولو وړ ده، په دې وخت کې یاد کاري ټیم د بودجې په اړه د وزیرانو شورا ته معلومات ورکړل تر څو د بودجې په تصویب کې دوی له ستونزو سره مخ نشي. په همدې کال کې یې د تولید شویو مصنوعاتو د استعمال او په ادارو کې د پېرلو لپاره ځانګړي فرمانونه صادر کړل.
 
 
 
 
افغاني محصولاتو ته بازار موندنه
شاه چې د هند له لارې خپل سفر اروپا ته پیل کړ د سفر یو موخه یې له اروپا او د سیمې هېوادونو څخه لیدنه د اقتصادي اړیکو پراختیا وه، چې شاه په دې سفر کې وتوانېد له ایران، ترکیې، هند او شوروي اتحاد له هېوادونو سره د تجارتي اړیکو د پراختیا لپاره سندونه امضاء کړي او د افغان محصولاتو لپاره د مارکېټ پیدا کولو په موخه یې افغان چارواکي او تجاران یادو هېوادونو ته واستول تر څو دوی وکولای شي په دې برخه کې هلته افغان محصولاتو ته بازارموندنه وکړي نو په دې سره شاه وتوانېد چې د مالیې په راټولولو او د افغان صادراتو په زیاتېدو سره د حکومت اقتصادي ستونزې حل کړي.  او د یاد کال په جریان کې یې د افغاني محصولاتو د ښه بازار موندلو لپاره داخلي او بیروني طرزالعمل هم جوړ کړ. همدارنګه په سوداګرۍ کې د ګارګرانو او برزګرانو د کار نه وړاندې د هغه د مزد ورکولو، چې پایله یې د شخړو د حل لپاره وه ځانګړې لایحه جوړه او تطبیق شوله. همداراز د دولتي ځمکو، او جایدادونو، دولت اړوند خزانو او عمومي بودېجې لپاره نظامنامه جوړه او خپره شوه او په همدې اړه د پور (قرضې) مسئله هم پکې یادونه شوې ده. تر څو په ذکر شویو برخو کې کارونه آسانه شي. شاه امان الله خان د 1303 لمریز کال کې د کابل ښاروالي تاسیس کړه د ښاروالۍ له جوړېدو نه یې موخه د ښاریانو د ژوندانه د ښه کېدو او په وخت خدماتو رسول ؤو، همدرانګه د کابل ښار د پراختیا او جوړښت د چارو سمون د ښاروالۍ د کار یوه برخه وګرځوله په لومړي کال ښاروالي وتوانېدله، چې د کابل ښار په عواید د هېواد لس سلنه بودجه دوی پوره کړي. په 1305 لمریز کال کې شاه کندهار ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د ښاری چوپړتیا د سمون په خاطر د تنظیف اداره او په ښار کې د بودجې د منځته  راوړلو لپاره  په د یاد سفر په جریان کې د کندهار  ښاروالي  تآسیس کړه او ښاغلي عبدالرحمن لودین یې د هغې مشر وټاکه. د کندهار ښاروالي د لودین په مشرۍ وتوانېدله، چې په لومړي کال راټول شوي عواید مرکزي بانګ سره همکاري وکړه. 
 
د ملي عوایدو څرنګوالی
په 1298 لمریز کال کې د حکومت مالي عواید 40.2 مېلیونه افغانۍ ، حکومتي لګښتونه 31 مېلیونه افغانۍ او سپما شوې پیسې 9.1 مېلیون افغانۍ وې. په دغه ډول د 1299 لمریز کال  حکومتي مالي عواید 45.11 مېلیونه افغانۍ حکومتي لګښتونه 36.5 مېلیونه افغانۍ او سپما شوې پیسې له 9.2  مېلیونو څخه  زیاتې وې. د 1303 لمریز کال مالي عواید 75.5 مېلیونه افغانۍ وې، حکومتي  لګښتونه 68.1 مېلیون افغانۍ او سپما شوې پیسې 7.1 مېلیونه افغانۍ وې. د 1304 لمریز کال ټول مالي عواید 84 مېلیونه افغانۍ، دولتی لګښتونه 60.5 مېلیونه افغانۍ او سپما شوې پیسې 25 مېلیونه افغانۍ وې. د 1305 لمریز  کال مالي عایدات 72.4 مېلیونه افغانۍ دولتي لګښتونه 51 مېلیونه او سپما شوې پیسې 23 مېلیونه افغانۍ وې . همدارنګه د 1306 لمریز کال مالي عواید 83 مېلیونه، دولتي لګښتونه 64 مېلیونه او سپما شوې پیسې 18.1 مېلیونه افغانۍ وې. د دې ترڅنګ د وخت له غوښتنو سره سم یوه اندازه سره زر (طلا) او لږ څه قیمتي ډبرې او بهرنی اسعار هم په مرکزي خزانه کې موجودې وې، نوله دې څخه دا پایله هم په لاس راځی، چې د حکومت مالي عواید  د لګښت په پرتله څو ځله زیات ؤو او هېواد د اقتصادی ودې پرخوا روان ؤو. د دې په څنګ کې د غازی امان الله خان پرضد کورنۍ ستونزې او بهرنۍ دسیسې هم روانې وې، خو بیا هم د غازي امان الله خان کارونه د ښه کنټرول او قوي عزم په درلودلو سره ښه مدېریت شول.  
 
 
صادرات او واردات
کله، چې ځوان شاه د تخت په ګدۍ کېناست او د افغانستان کنټرول یې له انګلستان نه تر لاسه کړ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ؤو، خو د ده باتدبیره پلانونه چې د هېواد د ښېرازۍ لپاره یې درلودل په تطبیق سره وتوانېد چې د صادراتو کچه، چې په 1920 م کال کې 50 مېلیونو فرانکو ته رسېده یاده اندازه په 1925م کال کې له یو بېلیون فرانکو پورې زیاته کړل شوه او له دې سره د افغانیو ارزښت په سیمه کې خورا لوړ شو، نو له همدې امله د سیمې اقتصادي لیکوالان د افغاني صادراتو له حد نه زیات زیاتېدل د ځوان شاه ابتکار یادوي او د نورو لپاره یې مثال یادوي. 
 
افغانستان او هند سوداګري ( پونډ)

نمبر
کال
هند ته صادارات
هند نه واردات
1
1918
1194000
2020000
2
1919
1975000
1607000
3
1920
1534200
1328500
4
1921
809500
1353700
5
1922
1606160
1575240
6
1923
934350
1725850
د افغانستان او شوروي اتحاد سوداګري (روبل)
نمبر
کال
شوروي اتحاد ته صادارات
شوروي اتحاد نه واردات
1
1923
1314000
69000
2
1925
3271000
2541000
3
1926
4160000
3422000
4
1927
6698000
6849000
5
1928
11718000
7007000
 
د کاغذي پیسو چاپېدل
 په 1299 لمریز کال کې د لمړي ځل لپاره فلزی پیسو پرځاى کاغذی بانکنوټونه په کابل کې چاپ او توزیع شول چې په پښتو ژبه وو.لکه پنځه افغانۍ، لس افغانۍ، پنځوس افغانۍ د یوې افغانۍ، نیمې افغانۍ او قیران له نقرې او له هغه څخه چې  کم ؤو یاربع یا ثلث ؤو، له مسو، برونزو او المونیم څخه منظور شول او عملآ بازار ته  راووتل. له دې خو یوه موخه دا وه، چې مخکې به کوم سره زر او نقره استعمالېدل د هغه مخنیوی وشو او بل په دې سره افغانستان وتوانېد چې خپله سکه ولري. 

C:\\Users\\rashed\\Desktop\\download.jpg

 
 د شاه امان الله خان په وخت کې جوړې شوې کارخانې
شاه د اروپا په سفر کې د تولیدي کارخانو وسایل وپېرل او یادې کارخانې په کابل، بلخ، کندهار، کندز، ننګرهار او هرات کې په کارونو پیل وکړ، چې عبارت دي له: د کاغذ جوړولو کارخانه، د ساده ټوکرانو کارخانه، د پشمي ټوکرانو کارخانه ، دکشمیري اوبدلو کارخانه، دتازه میوې د ساتنې کارخانه، د اوبو او تېلو د کښلو کارخانې، دلبنیاتو د پروسس او جوړولو کارخانې، سمنټو کارخانې، د اورلګېتو کارخانې، د موټرو د پرزو جوړونې کارخانې، صابون جوړونې کارخانې، عطرو جوړولو کارخانې، د کنګل (یخ) جوړولو کارخانې، د غوړیو کارخانې، باروت جوړلو کارخانې او په لس‌‌ګونو داسې نورې کارخانې جوړې او په کار یې پیل وکړ، همدارنګه ځیني دولتي شرکتونه هم ولایاتو او کابل کې په کار پیل وکړ، چې عبارت دي له: جرمنی شرکت، تنویر شرکت، د موټر چلولو شرکت، د دوا د تورید او خرڅولو شرکت، د افغان ملګرو شرکت، د افغان تشویق شرکت، افغان اتحاد صنعتي شرکت، په بلخ کې قمر د سوداګریزو توکو شرکت، په کندهار کې د میوې شرکت نوی په کار پیل وکړ.
 
د شاه په وخت کې ترسره شوي ودانیز کارونه
په 1302 لمریز کال کې د کابل  د نوي ښار او د دارالامان تاریخي ماڼۍ کارونه پیل شول په یادو ساختماني چارو کې جرمني هېواد پوره برخه واخستله او د یادې ماڼۍ نقشه جرمني انجنیر هارتل جوړه او پیاده کړه، او د کابل هوایي ډګر د جوړېدو چارې له دې وړاندې په 1299 لمریز کال کې پیل شوې وې، د کابل د ده افغانانو او پغمان ترمنځ د اوبو د نل لیکې جوړول هم په 1300  لمریز کال کې پیل شول، دکابل ښار څو برابره پراخ شو، د کابل او ولایتونو ترمنځ سړکونه جوړ شول او لویې لارې پرانیستل شوې. د کابل او ولایتونو ترمنځ د ټلیفون او ټلګراف لیکې پرانیستل شوې، او له یوې فرانسوۍ کمپنۍ سره قرارداد وشو، چې کابل له سویل او شمال سره د رېل پټلۍ په وسیله ونښلوي، په ولایتونو کې دولتي ادارو ته نوې ودانۍ جوړې شوې، د جبل‌السراج ماڼۍ ورغول شوه، د کابل ښار د پراختیا او جوړښت د چارو د ښه سمون، د ښاریانو د ژوندانه د لوړتیا او عصري کېدلو او د ښاری چوپړونو د سرته رسولو لپاره  د 1303 لمریز کال کې کابل ښاروالی جوړه شوه. همدا ډول د ځمکې د اصلاحاتو قانون جوړ او عملی شو او بزګرانو ته په مرکز او ولایتونو کې په وړیا توګه ځمکې ووېشل شوې او هر چاته د خپلې ځمکې فورمه ورکړل شوه. د کرنې په برخه کې اضافه تولید منځته راغى، چې ورسره صادرات هم اوچت شول.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شاه امان الله خان او د هغه اقتصادي اصلاحاتو ته کتنه
لیکوال: احمدشاه راشد
د پوهنتون استاد او څېړونکی