له افغانستانه وځي که پاتې کيږي؛ ناټو راتلونکې مياشت دا پرېکړه کوي

روهي (پنځه نۍ/۱۸ د مرغومي)، د ناټو عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ تېره ورځ ويلي چې دوی به راتلونکې ميلادي مياشت دا پرېکړه وکړي چې له افغانستانه خپل پوځيان باسي او که په دې هېواد کې خپل ماموريت غوځوي. 

ینس سټولټنبرګ ويلي دي  چې دوی دوه ټاکنې لري، د پوځيانو پاتې کېدل او يا هم وتل، خو دواړه پرېکړې وضعيت په کتو کوي. نوموړي دا هم ويلي‌ دي چې که چېرې د ناټو پوځيان په افغانستان کې پاتې کيږي، نو پوځي لګښت او نور ننګونې ورسره شتون لري. 

ینس سټولټنبرګ د خپلو پوځيانو وتل د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون اړوند بللي دي او ويلي دي چې وبه ګوري چې طالبان ياد تړون ته ژمن پاتې کيږي او کنه. 

د امريکا او طالبان ترمنځ شوې هوکړه کې د روان ۲۰۲۱ کال د مې تر مياشتې د امريکايي ځواکونو وتل ويل شوي دي، خو دا مساله د بين الافغاني خبرو په وړاندې تګ او د تاوتريخوالي په کموالو پوري تړلې ده.