عطا: دا زه يم چې د ولسمشر پر وړاندې مقاومت او مبارزه کوم 

روهي (څلورنۍ/۱۷ د مرغومي)، د بلخ پخواني والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي رئيس عطا محمد نور د ده او د ولسمشر غني ترمنځ د رامنځ ته شوي سياسي مخالفت په اړه ناسته او څرګندونې کړې. 

عطا ويلي دي چې خلک وايي چې زما ګټې په خطار کې دي او په دې پار ما له ولسمشر سره مخالفت رامنځ ته شوی دی، خو که چېرې يو څوګ د ولسمشر سره مخالفت کوي نو بيا د خپلو ګټو په کيسه کې نه دی. 

عطا محمد نور  ويلي دي چې ولسمشر د ده په څېر يو غښتلی ملګری له لاسه ورکړ او تر پرون پوري چې ما د لنډمهاله حکومت مخالفت کولو اوس به یې ملاتړ کوم. 

نوموړي دا هم ويلي دي چې د ولسمشر غني شااوخوا يو شمېر په فساد ککړ کسان ټول دي، ولسمشر ته مشورې ورکوي او ولسمشر هم په احساساتو کې پرېکړې کوي. 

عطا محمد نور پر ولسمشر غږ کړی دی چې د ستونزې د حل لپاره دې خپل حکم بېرته واخلي او د روغتيا وزير دې بېرته په دنده وټاکي. 

عطا محمد دا ادعا هم کړی ده چې ولسمشر له PPS يا د ولسمشر د ځانګړو ځواکونو ناوړه ګټه اخلي، او د عامې روغتيا وزارت یې پر کلابند کړی وو. 

نور دا هم ويلي دي چې له ولسمشر غني سره ټکر یې په دې مانا دی چې ټوپ او ټانک به اخلي، بلکې سياسي مخالفت دی او د ولسمشر له ملاتړ به لاس اخلي.