سرچينې: خليلزاد دا ځل د لنډمهاله حکومت له طرحې سره راغلي؛ له ځينو سر یې کتلي خو ويل کيږي چې ولسمشر ورسره نه ګوري 

روهي (څلورنۍ/۱۷ د مرغومي)، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد تازه کابل ته راغلی دی او د حکومت دننه او له حکومت بهير یې له يو شمېر سياسي څېرو سره کتلي دي. 

سرچينو ويلي دي چې زلمي خليلزاد دا ځل د لنډمهاله حکومت له طرحې سر راغلی دی او ويل کيږي چې په همدې پار ولسمشر محمد اشرف غني له نوموړي لېدنه رد کړې ده. خو رسمي سرچينو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي. 

زلمی خليلزاد کابل ته د خپل دا ځلي سفر په لړ کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي‌امنيت شورا سلاکار حمدالله محب او بهرنيو چارو وزير محمد حنيف سره کتلي دي.