د واده یې دوه مياشتې تېرې وې؛ کورنۍ د وژل شوي پوليس جسد د ولايت مقام مخې ته ايښی

روهي (څلورنۍ/۱۷ د مرغومي)، هرات ولايت کې يو افغان پوليس  چې له واده یې دوه مياشتې تېرې وي، دوه ورځې وړاندې د هرات ولايت په اوبه ولسوالۍ کۍ د ماين په چاودنه کې ووژل شو. 

د نوموړي پوليس کورنۍ د اعتراض په ډول د ياد پوليس جسد د هرات ولايت د ولايت مقام مخې ته ايښی او له حکومت د سپيناوي غوښتنه کوي. 

وژل شوی پولیس منصور صدیقي نوميږي او کورنۍ وايي چې دی يوازې د ۱۵ ورځو لپاره د هرات له ښاره اوبې ولسوالۍ ته ولېږل شو خو هلته یې دوه مياشتې تېرې او وروسته د ماين په چاودنه کې ووژل شو. 

د منصور صدیقي ورورو وايي چې له وژل کېدو وروسته د هغې سترګې اېستل شوې خو د هرات امنيه قومندانۍ بيا دغه ادعا رد کړې ده.