دانش: د لنډمهاله حکومت جوړېدل کومه ساده خبره نه ده

روهي (څلورنۍ/۱۷ د مرغومي)، د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش وايي چې د لنډمهاله حکومت جوړېدل دومره ساده مساله نه ده، څومره یې چې په اړه ځيني کسان وايي. 

نوموړوي تېره روځ کابل کې د اساسي قانون د ۱۷مې کليزې په لمانځ غونډه کې ويلي، چې د لنډمهاله حکومت جوړېدل په دې مانا دي، چې درې واړه قواوې؛ مقننه، اجرائيه او قضايه به ړنګې او له منځه لاړې شي. 

د دانش په وينا چې د ځينو کسانو په فکر د لنډمهاله حکومت جوړېدل يوازې د يو څو کسان تغير او تبديل دی، خو په حقيقت کې دا دموره ساده مساله نه ده او د لنډمهاله حکومت په جوړېدو اوسنی نظام پاشل کيږي او له سره به د حکومتوالۍ چارې پيليږي.