مفوض مدينة نيويورك حول تجربة المكان

روهي (درې نۍ/۱۶ د مرغومي)، د پاکستان پنجاب ايالت په بهاوالپور نومي سيمه کې شپږو پټ مخو وسله والو کسانو پر‌ يوې پېغلې جينۍ ډله ييز جنسی تېری کړی. د پنجاب پوليسو د يادې پېښې پخلی کړی دی. 

پېښه د شپې پر مهال شوې او جنسي تيري کوونکي د قربانې شوې جينۍ کورته ور اوښتي. دغه شپږو کسانو د جينۍ د کورنۍ د غړو پر وړاندې پر دي جنسي تېری کړی او د کورنۍ ځيني نور غړي يې وهلي ډبولي دي. 

پوليس ويلي دي چې جنسي تيري کوونکو د جينۍ د ورور د وجود ځيني برخې په چاړې سره غوڅې کړې دي. قربانې شوې جينۍ او ورور یې روغتون ته وړل شوي دي. 

د پنجاب ايالتي پوليس وايي چې دې اړه یې خپلې پلټنې تېزې کړې دي خو تر اوسه د وسله والو جنسي تيري کوونکو په نېونې نه دي بريالي شوي.